مژګان ساغر هغه افغان شاعره چې په خبره یې ډیری شعرونه یې د افغاني میرمنو د ژوند انځورونکي دي، تازه همدا روانه اوونۍ یې په مصر کې یوه شعري ټولګه په عربی ژبه چاپ شوه.
دې د خپلې دې شعري ټولګې په اړه ازادي راډیو ته وویل" د دختر فارسي " الفتاة الفارسیة" په نوم زما دا شعري ټولګه چې زما له دوو شعري ټولګو څخه انتخاب شوي شعرونه په کې دي، په شا او خوا ۲۰۰ مخونو کې په مصر کې چاپ او خپره شوې ده، دا یوازې ماته نه بلکې ټولو افغان میرمنو ته یو ښه لاسته راوړنه ده، مونو د افغانستان مېرمنې تاریخ لیکو، باید د افغان میرمنو شعر وپېژنو. "
دا کتاب مصر کې د لیکوالو د نړیوال اتحاد له خوا چاپ شوی دی.
مژګان وايي مخکې تر دې یې جرمني کې د دغه هیواد په ژبه یو کتاب او لندن کې بیا نورو شاعرانو سره په انګریزي ژبه هم یوه ګډه شعري ټولګه چاپ شوې ده" کوم کتاب چې په ۲۰۲۳ کال په جرمني کې د برلین د شعر د کور له خوا چاپ شوی چې KONTINENTALDRIFT نومېږي او په دري کې "رانش قاره یی" مانا ورکوي، او کوم کتاب مې چې په لندن کې په انګلیسي ژبه چاپ شوی د " SONGS OF FREEDOM " په نوم دی یعنې د ازادۍ ترانې، دا کتاب مې بیا نورو فارسي ژبو شاعرانو سره یو ګډ کار دی. " دا وايي هڅه کوي د شعر په ژبه د نړۍ هر ګوټ ته د افغان ښځو غږ ورسوي.
د مژګان ساغر چې ۱۹۹۶ کال راهیسې شعرونه لیکي درې شعري ټولګې، سیب بې رنګ، آفتاب مې بارد او اقیانوس نا ارام په دري ژبه هم چاپ شوي دي.
دا په ۲۰۰۲ کال له افغانستان نه جرمني ته راغلې په کابل کې زېږېدلې، د ماشوم روزنې په برخه کې یې زده کړې کړي او دا مهال په یو لومړني ښوونځي کې ښوونکې ده.
وايي، د طالبانو د لومړي پړاو واکمنۍ پر مهال افغانستان کې وه، پر ښځو یې د هغه مهال محدودیتونه تیر کړي نو ځکه خپل هیواد کې د نجونو او ښځو له زړه راځي، شعرونه ورته لیکي او د ژوند ناخوالې یې په کې انځوروي.
مژګان وايي په افغانستان لا هم شته یو شمیر میرمنې چې د طالبانو حکومت له ټولو محدودیتونو سره سره یې قلم په لاس کې دی او لیکل کوي:
" د هغه هیواد په ګوټ ګوټ کې لا هم شته داسې میرمنې چې قلم یې په لاس کې دی او لیکل کوي، خو متاسفانه په تیرو څلور کلونو کې په افغانستان د میرمنو د ادبیاتو کوم حاصل مو نه دی لیدلی، ان د شعر، د عاشقانه شعرونو ویل منع وو، حتی د هغه هیواد نارینه وو لپاره. "
د طالبانو حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د روان لمریز کال په جوزا میاشت کې د مشاعرو د تنظم قانون توشیح کړ چې په یوه برخه کې یې راغلي، شاعران باید د مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بي ځایه احساساتو څخه د شعر خالي والی رعایت کړي.
چې ورسته یې بیا په غبرګون د مژګان په ګډون ګڼو ښځینه او هم نارینه شاعرانو په خپلو ټولنیزو پاڼو خپل عاشقانه شعرونه خپاره کړل.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د افغان نجونو او ښځو په ګډون یې د ټولنې د ټولو وګړو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ خوندي کړي خو دوی پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
له دې ټولو سره سره مژګان هیله منه ده چې د افغان نجونو او میرمنو مبارزه به رنګ راوړي او پر دوی محدودیتونه به یو ورځ پاتې رسېږي.