د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۴

یوسف کارګر د فیفا د فني او پراختیايي کمېټې غړی شو


Mohammad Yosuf Kargar, Afghan Football Chief
Mohammad Yosuf Kargar, Afghan Football Chief

د افغانستان فوټبال فدراسیون او یو شمیر افغان فوتبالران، د فیفا د فني او پراختیايي کميټې د غړي په توګه د محمد یوسف کارګر ټاکل کېدل د دغه هیواد فوتبال ته د نړۍ د پام اړولو په برخه کې خورا مهم فرصت بولي.

داسې مهال چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون مشر یوسف کارګر مخکې په اختلاس تورن و، د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي تازه هغه ، د فوتبال نړیوال فدراسیون ( فیفا) د فني او پراختیايي کميټې د غړي په توګه ټاکل شوی.

دا اداره دا ټاکنه د افغانستان د فوټبال او فوتسال ورزش ته د نړیواله د پام اړولو په برخه کې مهمه بولي.

د دغه فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي جمعه د نومبر په ۱۴ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر تازه یوه ورځ مخکې د څلورو کلونو لپاره د دې کميټې د غړی په توګه ټاکل شوی دی.

«د محمد یوسف کارګر ټاکنه د افغانستان فوټبال فدراسیون ته هم یو ارزښناکه ګام دی او کولای شي په بېلابیلو لکه د فوټبال او فوټسال لپاره د ورزشي لوبغالو او اکاډیمیو د جوړولو په برخه کې د فوتبال د نړیوال فدراسیون فیفا پام دې هیواد ته راولاړوي.»

یو شمیر افغان پخواني فوتبالران هم دا ټاکنه مهمه ګڼي.

د شیوا د فوټبال د ټیم پخواني ګول ساتونکي زمري کلیوال ازادي راډیو ته وویل:

«د محمد یوسف کارګر تعینیدل د فیفا فني کمیټه کې دا د افغانستان د فوټبال لپاره یو نیک اقدام دی، دا به زمینه برابره کړي چې افغانستان کې فوټبال وده وکړي، دا اوس چې ګورو افغانستان کې فوټبال شته خو فوټبال ته میدانونه نشته، سهولتونه نشته.»

یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رییس
یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رییس

دا ټاکنه داسې مهال ده چې په دې ورستیو کې یو شمیر رسنیو له دې ډلې ګاردین د یو شمیر افغان فوتبالرانو په حواله ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د راوستلو په برخه کې هغه په اختلاس تورن کړ.

د ګاردین په راپور کې چې د روان زېږدیز کال په سپتمبر میاشت کې خپور شوی و راغلي وو چې هغه ملي لوبډلې ته د یو لوبغاړي د راوستلو لپاره ورنه لس زره ډالره غوښتي دي.

خو ښاغلي کارګر او هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد او بې بنسته وبلل.

ښاغلي کار ګر هم ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې د فیفا د فني او پراختیايي کميټې د غړي په توګه د ده ټاکنه، په افغانستان کې د فوټبال او فوټسال ورزونو د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت وباله:

«دا په ټوله کې په نړیواله کچه زمونږ د هیواد په ورزش خپل اغیز لري، لومړی ځل دی چې له افغانستانه د فیفا فني او پرمختیايي کميټې ته یو څوک معرفي کېږي، چې په هیوادونو کې په فوټبال ډیر اغیز لري او له نیکه مرغه چې دا غړیتوب ما ترلاسه کړی دی.»

۶۳ کلن محمد یوسف کارګر د افغانستان د ملی ټیم غړی او دوه درې د دې لوبډلې روزنکی روزونکی پاتې شوی.

د هغه د روزنې پرمهال، افغانستان د سویلي اسیا اتل شو.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG