د طالبانو حکومت په اسلام آباد او نوي ډیلي کې وروستۍ خونړۍ چاودنې وغندلې.
په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍ مخې ته نن سې شنبې په ځانوژونکې حمله کې چې د راپورونو له مخې مسولیت یې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي اخیستی، نژدې څلویښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي په دې حمله کې لږ ترلږه دولس کسان مړه او ۲۷ نور ژوبل شوي.
ترهغو چې په ټول پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ شوی نه وي، نورې حملې به هم ترسره کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ایکس پاڼه په اسلام آباد چاودنه او په واڼه کې د روزنې پریوه مرکز حمله چې په نتیجه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په سختو ټکو غندلې او خپله ژوره خواخوږي یې څرګنده کړې.
تحریک طالبان پاکستان په یوه اعلامیه کې په اسلام آباد کې د ځانوژونکي برید د مسولیت اخیستو ترڅنګ ګواښ کړی چې ترهغو چې په ټول پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ شوی نه وي، نورې حملې به هم ترسره کړي. هغه ډله چې پاکستان تور پورې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او نوی ډیلی یې ملاتړکوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې یوه بریدګر هڅه کوله چې پلی د محکمې ودانۍ ته دننه شي چې پرځان پورې تړلې چاودیدونکو وسیله یې د ودانۍ دباندې د پولیسو یوه موټرته نژدې وچوله. هغه ویلي چې دغه پیښه له مختلفو اړخو څیړي او زیاته یې کړه چې دا یوازې یوه بله بم چاودنه نده بلکې هغه د ننه په اسلام آباد کې شوې.
د پاکستان دفاع وزیر ادعاکړې چې اسلام آباد ته د جګړې غزول د کابل پیغام دی او زیاته یې کړې یې ده چې پاکستان توان لري چې ورته بشپړځواب ووایي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اسلام آباد کې ځانوژونکي برید ته په اشاره ویلي چې په دغسې یوه حالت کې په کابل کې له واکمنانو سره خبرو ته هیله مندي به بې ګټې وي. هغه پرخپلې ایکس پاڼه لیکلي چې پرکابل واکمنان کولای شي په پاکستان کې د تروریزم مخه ونیسي.
د پاکستان دفاع وزیر ادعاکړې چې اسلام آباد ته د جګړې غزول د کابل پیغام دی او زیاته یې کړې یې ده چې پاکستان توان لري چې ورته بشپړځواب ووایي. له دې مخکې نوموړي پرون دوشنبې ویلي چې که ترکیه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، نو له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو امکان شته. هغه پاکستاني جیو نیوز ته ویلي ترکیه او قطر دواړه د پاکستان نږدې ملګري دي، او اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د دوی غوښتنه "نه شي ردولی".
د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د پلاوو ترمنځ تیره اونۍ په استانبول کې د خبرو دریم پړاو بې نتیجې پای ته ورسید.
په عین حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره مهمه ده چې کابل د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو مخه ونیسي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې شریف نن سې شنبې په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې وویل چې یوباثباته افغانستان د اتصال، پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهم دی خو زیاته یې کړه چې دا هیواد باید د ده په خبره درک کړي چې "تلپاتې سوله هله ټینګیدای شي چې کابل د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو چې د افغانستان له خاورې فعالیت مخ ته وړي مخه ونیسي. "
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وړمه ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ټي ټي پي کومه نوې ډله نده بلکه له ۲۰۰۲ کال وروسته د پاکستان د حکومت د سیاستونو په وړاندې را ټوکیدلې
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د صدراعظم او نورو چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې او ویلي یې دي چې هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وړمه ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ټي ټي پي کومه نوې ډله نده بلکه له ۲۰۰۲ کال وروسته د پاکستان د حکومت د سیاستونو په وړاندې را ټوکیدلې او د پاکستان پوځ یې له هغه راهیسې په وړاندې ډیرپوځي عملیات ترسره کړي دي.
په اسلام آباد کې ننۍ ځانوژونکې حمله یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې یوه موټربم چاودنه وشوه.
هندوستان ټایمز د چارواکو له قوله خبرورکړی چې ویلې یې دي، په دې چاودنه کې چې د تاریخي لعل کلا ته نژدې پرون دوشنبې وشوه، لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
په نوي ډیلي کې د چاودنې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی خو د هند پولیسو ویلي چې د تروریزم په وړاندې د مبارزې د قانون په چوکاټ کې د دغې چاودنې په اړه تحقیقات کوي. د هند صدراعظم نرندرا مودي ویلي چې د دې چاودنې عاملان به عدالت ته راکاږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په نوي ډیلي کې چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو، د هند له حکومت او خلکوسره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.