افغانستان
د ملګرو ملتونو اتیایمه کلیزه، یوناما وایي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د سولې، بشري حقونو او دوامداره پرمختګ لپاره پر خپله ژمنه ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ بیا تازه کړي.
یوناما دغه څرګندونې نن جمعه د ملګرو ملتونو د ورځې او د دې سازمان د تاسیس د ۸۰مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګري ملتونه د لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د ټول شموله حکومتولۍ، د ښځو د حقونو ملاتړ او حیاتي مرستو چمتو کولو لپاره کار ته دوام ورکوي.
یوناما وویل، دا کلیزه یو فرصت دی چې دوی د بشري مرستو او بشري حقونو د ساتنې په ګډون مهمو مسلو کې خپله رول منعکس کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې جورجټ ګانین وویل. "دا ۸۰ کلیزه د څو اړخیزیز کېدو د ځواک او اړتیا یادونه ده. په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ مزل په یوازې سر نه کیږي."
یوناما خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بشري بحران په نړۍ کې یو له خورا سختو بحرانونو څخه دی، او په ښځو باندې د محدودیتونو زیاتوالي او د مالي مرستو کمښت وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو یوه بل استازې، اندرا راتوټي، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانانو سره خپل ملاتړ او پیوستون بیا تازه کړي، او ویې ویل چې ملګري ملتونه به "نن، سبا او له هغې وروسته" د دوی تر څنګ ولاړ وي.n
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان پيژندل شوی لوبغاړی نصرت حقپرست نن په یو اف سي کې لوبه لري
نصرت حقپرست د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان کې له یوه اسټرالیايي لوبغاړي سره چې کیلیان سالکلېد نومیږي مخ شوی.
دا لوبه د یو اف سي په ۳۲۱مه دوره کې د ابوظبۍ په اتحاد سټډیوم کې ترسره کېږي.
نصرت حقپرست تر دې دمه اتلس لوبې ګټلي او پنځه یې بایللي دي.
د نصرت حقپرست سیال بیا نهې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
نصرت حقپرست وروستی وار په یو اف سي کې د شپې تر ټولو غوره لوبې جایزې هم ګټلې.
نصرت که څه هم د یو اف سي د ۳۲۱مې دورې په اصلي کارډ کې نشته خو د مقدماتي لوبو مرکزي سیالي یې ده چې تمه ده د شنبې په ماښام د افغانستان په وخت شاوخوا شپږنیمې بجې پيل شي.
نصرت حقپرست وروستۍ څلور لوبې سر په سر ګټلي او وایي چې په یو اف سي کې له غوره ۱۵ لوبغاړو سره د لوبو مستحقه دی.
حقپرست په جرمني کې اوسیږي خو د دې او ګڼو نورو لوبو لپاره یې په بیلابیلو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، مراکش او متحده عربي اماراتو کې تمریني کمپونو ترسره کړي دي.
څوارلس تنه غیرقانوني کډوال د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي
د ترکيې چارواکي وايي چې د دې هېواد په جنوب کې، په سمندر کې د یوې ربړي کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې څوارلس کسان مړه شوي.
د موغله ولایت د والي دفتر نن وویل چې په دې کشتۍ کې ټول اتلس کسان سپاره وو. چارواکي وايي، د کشتۍ دوه سپرلۍ ژغورل شوي چې یو افغان هم پکې دی. د چارواکو په وینا دې افغان ځان په لامبو لامبو نژدې ټاپو ته رسولی و.
ویل شوي چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
طالبان او پاکستاني چارواکي سبا استانبول کې ناسته لري
د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته سبا په استانبول کې ترسره کېږي.
دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.
د طالبانو دفاع وزیر چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه وايي چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.
هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.
احمدولي هوتک اتلولي وګټله
د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند وګاټه.
احمد ولي هوتک په WKTF سازمان کې چې لوبې یې په مینسک کې وشوې مرکزي لوبه درلوده.
هغه وتوانېد خپل روسی سیال د سبمیشن په مټ مات او د اتلولۍ کمربند وګټي.
د دوی لوبه په اویا کیلو وزن کې ترسره شوه.
دا په حرفه يي لوبو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه.
افغانستان او پاکستان کې د خوراکي موادو بیې پورته شوي، تجاراتي لارې لا هم بندې دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندوالي وروسته دواړو لورو ته د اړینو خوراکي موادو بیې پورته شوې دي.
رویټرز اژانس د بیلګې په توګه پاکستان کې د رومیانو بیې ته کتنه کړې چې پاکستان کې یې یوه کیلو په شپږ سوه کلدارو پلورل کیږي او دغه بیه د جګړې مخکې مودې پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اژانس ته ویلي، دا مهال د پولې دواړو غاړو ته د خوراکي موادو شاوخوا ۵ زره کانټینر ولاړ دي.
د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ لارې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې بندې دي.
دا لارې وروسته تر هغه وتړل شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او په ځواب کې یې د طالبانو حکومت پر پوله پاکستاني پوځیانو سره په جګړه واوښتل.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه او ټاکل شوې د اوربند تعقیبي غونډه سبا شنبه په ترکیه کې جوړه شي.
نړیوال بانک: د افغانستان په ختیځ کې زلزلې کورونو او تاسیساتو ته ۱۸۳ میلیونه ډالره زیان اړولی
نړیوال بانک وایي، د افغانستان په ختیځ کې د نژدې دوو میاشتو مخکې زلزلې کورونو، تاسیساتو او مالدارۍ ته د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت فزیکي زیان اړولی دی.
لویدیځو اژانسونو د دغه بانک د معلوماتو په حواله تیره شپه دغه راپور ورکړی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اګست میاشتې په ۳۱مه د شپې مهال زوروره زلزله وشوه چې له کبله د طالب چارواکو په وینا ۲۲ سوه کسان مړه او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شول.
زلزلې ډیر زیان په کونړ او ننګرهار کې واړوه.
ګڼ شمېر زلزله ځپلي لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي چې د دوی د ژوند د تریخوالي او نازکوالي په اړه په ځلونو ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو اندیښنې ښودلې دي.
په شمالي وزیرستان کې د حکومت پلوو ملېشو شپږ غړي وژل شوي او بیا سوځول شوي دي
د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د حکومت پلوو ملېشو یو مشر له خپلو پنځو ملګرو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا پېښه د چارشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو له ډزو وروسته د ملېشو د دې قوماندان موټر ته اور ورته کړ او د شپږو واړو مړي یې وسوځول.
د دې حملې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو فرانسپرس خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي غوښتل له دې سړي څخه په زور پیسې واخلي خو هغه د پیسو له ورکولو ډډه کوله.
مشال راډیو راپور ورکوي چې شپږ واړه مړي پوره سوځېدلي او د هغو پېژندګلوي نه کېږي.
سیمه ایزو چارواکو شک څرګند کړی چې دا کسان ښايي پوځ ته د معلوماتو د ورکولو په تور وژل شوي وي.
د طالبانو د بلخ والي تاجکستان ته تللی
د طالبانو د حکومت د بلخ والي، محمدیوسف وفا د تاجکستان د سرحدونو له وزارت سره په یوه ګډه غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.
د بلخ ولایت د والي د دفتر له خبرپاڼې سره سم، وفا په غونډه کې د ملي ګټو پر اساس له ټولو هیوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې ناامني د هیچا په ګټه نه ده په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو.
ده د تاجکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانانو ته د وېزې ورکړه اسانه کړي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې یوازینی هیواد دی چې د طالبانو له رژیم سره ډېرې نژدې نه دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان ټسټ لوبډله د کرارې لوبې له کبله جریمه کړه
د افغانستان د کرکټ ټسټ لوبډله له دې کبله جریمه شوې ده چې له زیمبابوې سره په سیالۍ کې یې تر ټاکلي وخت کراره لوبه کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا ICC نن (د لړم لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې وویل چې افغان لوبډله به د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه ورکوي ځکه د هرارې په لوبه کې له ورکړل شوي وخت څخه پنځه اووره وروسته پاتې شوه.
د ICC د اصولو له مخې که یوه لوبډله په ټاکلي وخت د اوورونو په لوبولو کې پاتې راشي د هر اوور پرسر د خپل فیس پنځه سلنه د جریمې په توګه ورکوي.
د ICC بیان زیاتوي چې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خپله پړه منلې ده نو ځکه د قضیې رسمي کولو ته اړتیا پېښه نه شوه.