له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو شمیر بنسټونه وايي، د طالبانو حکومت، اطلاعات په خپل وخت او سم ډول له رسنیو سره نه شریکوي.
دوی انتقاد کوي چې دا د بېلابیلو جزیاتو درلودونکو راپورونو د خپرېدو لامل ګرځي، چې په ټوله کې لوستونکي، لیدونکي او اورېدونکي پر رسنیو بې اعتماده کوي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي سه شنبه د اکتوبر ۲۱ ازادي راډیو ته وویل، ان ډیری مواردو کې د طالبانو حکومت له خوا اطلاعات پټ پاتې کېږي او یا غلط اطلاعات خپرېږي:
"د اوسني نطام رسنیزه پالیسي دا ده، چې اطلاعاتو ته لاسرسی محدودوي، غلط معلومات له رسنیو سره او له ولس سره شریکوي، په ډیرو مواردو کې دوی اطلاعات پټ ساتي، دوی هڅه کوي چې په دې ډول عامه افکار کنترول کړي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم وايي، افغان خبریالان او رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه له ستونزو سره مخ دي.
په خپل وخت اطلاعات خبریالانو سره نه شرېکېږي، دا د دې لامل شوي چې په افغانستان کې دننه او په جلا وطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو کار له ستونزو سره مخ شي، څو ډوله اطلاعات خپاره شي
د دغه سازمان د اړیکو او عدالت غوښتنې کمیټې مشرې سمیې ولې زاده هم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د اطلاعاتو پټ ساتل او نه شریکول، د دې لامل کېږي چې رسنۍ د یوې موضوع په اړه بیلابیل اطلاعات خپاره کړي:
" د خبریالانو د مرکز یوه اندېښنه همدا اطلاعاتو ته نه لاسرسی دی، چې په خپل وخت اطلاعات خبریالانو سره نه شرېکېږي، دا د دې لامل شوي چې په افغانستان کې دننه او په جلا وطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو کار له ستونزو سره مخ شي، څو ډوله اطلاعات خپاره شي، بل د خبري مسیایلو یو تر ټول مهم ارزښت سرعت دی، چې باید د نورو خبري ارزښتونو تر څنګ دې ته هم باید پام وشي."
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د دې انتقادونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
افغان ژورنالیست او پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو په لومړیو کې د یوې خبري رسنۍ مدیر ځیرک فهیم هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه ومنله زیاته یې کړه:
" د افغانستان ټولې رسنۍ که هغه په مرکز کې دي که په ولایتونو کې دې ته منتظر وي تر څو د ویاند له ادرسه ټول معلومات راشي، په داسې حال کې چې رسنۍ ضرورت لري په هغه ساعت کې چې خبره پېښه شوې ده، یا په هغه ساعت کې چې خلک د دې خبر جزیاتو ته په تمه دي په همغه ساعت کې نشرات وکړي، که دوی غواړي چې خپلواکې رسنۍ، معلومات دقیق نشر کړي، ښه یې نشر کړي او بې پرې یې نشر کړي باید خپل رسنیز جزایر زیات کړي."
یو شمیر نورو افغان خبریالانو او د رسنیو مسوولینو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه ومنله زیاته یې کړه چې همدا څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو او پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د پر وخت او سمو اطلاعاتو د نه موجودیت له امله خبریالان او رسنۍ له ستونزو سره مخ وو.
دوی چې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي زیاته کړه، پاکستان د اکتوبر په نهمه پر پکتیکا او کابل هوايی بریدونه وکړل خو د طالبانو حکومت دفاع وزارت سبا ډیر ناوخته تاید کړه چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او پکتیکا کې یې بمبارد کړی دی.
دغه شان د کابل په تایمنیو سیمه کې د اکتوبر په پنځلسمه د پاکستان د هوايي برید په اړه چې ورسته د کابل ایمرجنسي روغتون ورنه دوی ته د ۵ وژل شویو او ۲۵ ټپیانو د وروړلو خبر ورکړ، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند یې خالد ځدران تر دې چاودنو ورسته یوازې پر خپلو اکس پاڼو ولیکل، چې د تیلو یو ټانګر اور اخیستی دی.
هیره دې نه وي چې د طالبانو حکومت پاکستان سره د څو ورځنیو نښتو په ترڅ کې د شمشاد راډیو تلویزیون نشرات دوه ورځې بند کړي وو او د وجې په اړه یې رسمي هیڅ هم ونه ویل.
د طالبانو حکومت دا اقدام د خبریالو او رسنیو د ملاتړ د یو شمیر بنستونو له جدي غبرګون سره مخ شو.
د ځینو دغو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې رسنۍ له تېر څلورو کلونو د زیاتې مودې راهیسې د طالبانو د حکومت لخوا د ټاکل شويو چوکاټونو او مقرراتو سره سم او څارنې لاندې فعالیت کوي، چې له امله یې یو شمیر رسنیو خپل فعالیتونه بند او یا محدود کړي دي.