رویټرز خبري آژانس د دریو پاکستاني امنیتي چارواکو او د طالبانو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکوي چې دوی وايي، د دواړو خواوو ترمنځ شوی ۴۸ ساعته اوربند به په دوحه کې د پلان شویو خبرو تر نتایجو پورې تمدید شي.
آژانس د دوو سرچینو له قوله چې نه غواړي هویت یې افشا شي ځکه د خبرو رسمي اجازه نه لري خبر ورکوي چې د پاکستان پلاوی دوحې ته رسېدلی دی او تمه ده چې د طالبانو پلاوی به سبا شنبې دوحې ته ورسېږي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند د دواړو خواوو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته د چارشنبې په ورځ اعلان شو.
دا په داسی حال کې دي چی ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکي د دواړو لورو تر منځ د وروستیو خونړیو نښتو د بندولو او د اوربند د دایمي کولو په اړه خبرو اترو ته کېني.
د طالبانو حکومت په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دوی د حکومت پلاوی به نن دوحې ته ولاړ شي او هلته به خبرې اترې وکړي.
دا چې د دې پلاوي مشري به څوک کوي په دې اړه یې جزییات ورنه کړل، خو ځینو کورنیو رسنیو بیا راپورونه ورکړي چې دې خبرو اترو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د دوی د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق ګډون کوي.
بل خوا د پاکستان په حکومت کې ځینو باخبرو سرچینو د پنجشنبې په شپه ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته تایید کړې چې قطر ورته دې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
دغه شان ډیری پاکستاني رسنیو هم د پاکستان د حکومتي سرچینو په حواله راپورونه ورکړي چې قطر پاکستاني چارواکي خبروته بللي خو دا چې دې ناستې ته به څوک ورشي، لا یې په اړه معلومات نشته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هیواد یې له قطر غوښتنه کړې چې په دې مسله کې منځګړیتوب وکړي.
د روانې اونۍ په پیل کې ( د اکتوبر په لسمه) طالبان او پاکستاني سرحدي ځواکونه د ډیورند کرښې په اوږدو کې په درنو جګړو کې ښکیل وو چې دې نښتو بیا دوام وکړ او بالاخره یې ترمنځ اوربند وشو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۱۵ مه) مازیګر دا اوربند نافذ شو.
مجاهد وویل چې دا اوربند به تر هغې دوام وکړي چې مقابل لوری برید ونه کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند به یوازې ۴۸ ساعته وي.