اوه پاکستاني سرتیري نن په شمالي وزیرستان کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو منلې چې سرتیرو ته دا مرګژوبله د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن له غرمې مخکې د وسله والو بریدګرو په حمله کې اوښتې ده.
د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش الفرسان محمدي، په استول شوي بیان کې ویلي چې دوی لومړی د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې يې بريدګر کيمپ ته دننه شول او له پوځيانو سره يې نښته روانه ده.
له سیمې د درنو چاودنو راپورونه هم رسېدلي دي.
د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ داسې وخت دا نښتې شوي چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ ۴۸ ساعته اوربند وو.
هغه اوربند چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته نافذ شوی وو.
تمه ده د اوربند د تمدید او اړوندو مسلو په باب د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبان او پاکستاني چارواکي خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د پلاوي مشري به د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوي.
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ویلي چې طالبان باید د دوی جایز شرایط ومني او که غواړي په دې همدې مواردو له دوی سره خبرې وکړي دوی چمتو دي.
شریف ادعا کړې چې اوسنی اوربند د طالبانو په غوښتنه ټینګ شوی وو او د ده په خبره طالب چارواکي باید په فکر مخکې لاړ شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې اوربند د پاکستان په غوښتنه شوی.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان کې بریدونه زیات شوي خو د طالبانو حکومت هغه تورونه په کلکه رد کړي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږی.