د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

خبرونه

پاکستان وايي، د افغانستان د ثبات ننګه کوي خو په دې هیواد کې له ترهګرو اندېښنه لري

صادق خان
صادق خان

پاکستان د سې شنبې په ورځ له چین، روسیې او ایران سره یوځای په مسکو کې د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د افغانستان له «ثابت او سوله‌ییز» حالت څخه د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او په دې هېواد کې یې د «ترهګرو د موجودیت» په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني رسنیو نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، چې دا مهال په روسیه کې دی، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې ناستې د جزییاتو په اړه لیکلي:

«ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د یوه با ثباته، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ په اړه خپله ژمنه تکرار کړه، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرني مداخلې پاک هېواد وي.»

پاکستان تور پورې کوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ځینې افغانان وايي، د ټولنیزو شبکو په لیدلو کې ورته ستونزې پیدا شوي

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول «انستاګرام» د پخوا په شان په اسانه نه شي لیدلی.

دوی زیاتوي چې د سې شنبې له ماښامه پرته له وي پي این VPN پرته خپلو ټولنیزو شبکو ته داخلېدای نه شي، او نه هم «انستاګرام» او «سنیپ‌چټ» پرانستلی شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې د افغانستان په کچه د دوو ورځو لپاره انټرنېټ بشپړ پرچاو شوی و، او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ شبکه هم له خنډ سره مخامخ شوې ده.

د سوریې حکومت له کُرد ځواکونو سره د پراخ اوربند اعلان کړ

`
`

د سوریې حکومت دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد دفاع وزیر مرحف ابو قصره، د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له مشر مظلوم عبدي سره وکتل. دوی د حلب په شمالي ښار کې له خونړیو نښتو وروسته سره ولیدل.

د سوریې چارواکي، چې تېر کال یې د بشاراسد تر پرځېدو وروسته واک ترلاسه کړی، د یو غیرمتمرکز حکومت د جوړولو او د زیاتې کورواکۍ د ترلاسه کولو په اړه د کردانو غوښتنې رد کړې دي.

دا مسله د کردانو له کورواکې ادارې سره، چې د سوریې شمالي او شمال‌ختیځې برخې کنټرولوي، د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شوي، او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافونو د مارچ د لسمې نېټې تړون — چې موخه یې د سوریې له دولتي جوړښت سره د کردانو د ملکي او پوځي بنسټونو یوځای کول دي — پلي کېدل ځنډولي دي.

د سوریې دفاع وزیر، مرحف ابو قصره، د سې‌شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په دمشق کې یې له مظلوم عبدي، سره لیدلي دي.

هغه وویل، دوی پر عمومي اوربند هوکړې ته رسېدلي دي، چې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې ټولې جبهې او د پوځ د ځای پر ځای کېدو سیمې رانغاړي.

یوې دولتي سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دا غونډه د مظلوم عبدي او احمد الشرع تر لیدو وروسته ترسره شوه.

ازبکستاني شرکتونو د افغانستان د تېلو د استخراج او اکتشاف قرارداد ترلاسه کړ

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جوره بېک میرزامحمودوف ویلي چې د ازبکستان شرکتونو د افغانستان له حکومته د هایدروکاربوني سرچینو د پلټنې او تولید رسمي جوازونه ترلاسه کړي دي.

د ازبکستاني رسنیو د پروني راپور له مخې، نوموړی دا څرګندونې د ازبکستان دولتي تلویزیون ته وکړې.

د میرزامحمودوف په وینا، افغان چارواکو ازبک شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې د تېلو او ګازو د زېرمو پلټنه او استخراج پیل کړي. د ده په وینا، کار د سپتمبر په نیمايي کې د توتي‌میدان د ګازو په حوزه کې، چې د جوزجان ولایت په شمال کې موقعیت لري، له ازبک شرکت ایریل کام Eriell KAM سره د ۲۵ کلن قرارداد پر اساس پیل شوی دی.

میرزامحمودوف زیاته کړه:

دا به لومړی پړاو وي، او د پایلو له مخې به دوی همکاري نورو ځایونو ته وغځوي.

د ده په وینا دا پروژه داسې نوښت ده چې دواړو هېوادونو ته —اقتصادي ګټه رسوي.

د افغانستان د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د توتي‌میدان حوزه شاوخوا ۷،۵۰۰ مربع کیلومتره پراخوالی لري او نږدې ۳۰ څاګانې پکې شاملې دي. تمه ده چې ازبکستان به په راتلونکې لسیزه کې هر کال شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او د ایستلو شوې ګازه به په خپل هېواد کې تصفیه کړي.

د مسکو فارمټ برخوالو د خپلواک او باثباته افغانستان ملاتړ څرګند کړ

د لسو هیوادونو استازو چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمت د مشورتي غونډې په اووم پړاو کې یې ګډون کړی وو، په ګډه اعلامیه کې د یوه باثباته او خپلواک افغانستان ملاتړ څرګند کړی او په دغه هېواد یا د هغه په ګاونډیو کې یې د بهرنیو پوځي اډو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت کړی دی.

دا ناسته پرون (د تلې په ۱۵مه /اکتوبر ۷مه) په مسکو کې جوړه شوه، چې پکې د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان جګپوړي چارواکي او ځانګړي استازي برخه‌وال وو، او د بیلاروس استازي د مېلمنو په توګه ګډون کړی وو.

دا لومړی ځل و چې د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په مشرۍ، د طالبانو پلاوي هم په رسمي ډول په دې غونډه کې برخه اخیستې ده.

ګډونوالو څرګنده کړه چې د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې «د منلو نه دی» او ټینګار یې وکړ چې دا ډول اقدامات به «د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه وي». دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلي ویلي، غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي — هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکایي ځواکونه ورڅخه ووتل.

هندي رسنۍ، متقي هند ته په ۵ ورځني سفر ورځي

هندي رسنۍ وايي، د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د مسکو له سفره وروسته نوي ډیلي ته لاړ شي.

د هند (دي هندو) ورځپاڼې پرون (سې شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول راپور ورکړ چې امیرخان متقي به د پنجشنبې په ورځ هند ته په پنځه ورځني سفر ورشي.

دا به د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هند ته د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.

متقي، چې امنیت شورا بهرنیو هیوادونو ته د هغه پر سفر بندیز لګولی، وروسته له دې هند ته ځي، چې د هند په غوښتنه، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، په موقت ډول د نوموړي سفر ته اجازه ورکړه.

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ کېږي

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبې) د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت مازدیګر پیلیږي.

د لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې. له همدې کبله د بنګله دېش لوبډله به نن په قوي مورال میدان ته راووځي.

د افغانستان د کرکټ د شل اوره لوبډلې کیپتان راشد خان په ځانګړي ډول په فیلډینګ یا ډګرساتنه کې د افغان لوبغاړو تېروتنې پر بنګله دېش د درې واړو لوبو د بایللو د اصلي عامل په توګه یادې کړې دي.

په کندهار کې پر نوري فایبر انټرنېټ تازه محدودیت

نوري فایبر انټرنېټ طالبانو بند کړی وو
نوري فایبر انټرنېټ طالبانو بند کړی وو

په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ محدود شوی دی.
د کندهار ځینو اوسیدونکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دوی د کورونو وای فای کار نه کوي.
تر دې مخکې دوشنبه ناوخته په کندز کې هم نوري فایبر انټرنېټ بند شوی وو چې وروسته بیا د سه شنبې په ورځ بېرته وصل شو.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي اړیکې بندې کړې وې.

د فزیک د نوبل چایزه درو ساینسپوهانو ته ورمدل شوه

د ۲۰۲۵ کال د فزیک نوبل جایزه درو ساینسپوهانو جان کلارک، میشل دیووره، او جان مارتینیس ترلاسه کړه.

د نوبل د جایزو د اعلامیې له مخې، دوی دا جایزه «په یوه برېښنايي مدار کې د میکروسکوپي کوانټومي تونل‌ یا لغم او د انرژۍ د کموالي یا (کووانټیزېشن) د موندنې» لپاره ترلاسه کړې ده.

د فزیک د نوبل جایزه د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ له‌خوا ورکول کېږي او مجموعي ارزښت یې ۱۱ میلیون سویډني کرونه یا شاوخوا ۱.۲ میلیون ډالره دی.

که د سږ کال په شان څو تنه ګټونکي وي، نو دا جایزه د هغوی ترمنځ وېشل کېږي.

د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې پرانیستل شوه

غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.

لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.

په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG