نړۍ
پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.
هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.
لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.
دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.
سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه کاله پوره شول، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.
د حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګره ډله بولي، له همدغه برید وروسته د غزې جګړه پېل شوه چې لسګونه زره کسان په کې ووژل او ټپيان شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د فزیک د نوبل چایزه درو ساینسپوهانو ته ورمدل شوه

د ۲۰۲۵ کال د فزیک نوبل جایزه درو ساینسپوهانو جان کلارک، میشل دیووره، او جان مارتینیس ترلاسه کړه.
د نوبل د جایزو د اعلامیې له مخې، دوی دا جایزه «په یوه برېښنايي مدار کې د میکروسکوپي کوانټومي تونل یا لغم او د انرژۍ د کموالي یا (کووانټیزېشن) د موندنې» لپاره ترلاسه کړې ده.
د فزیک د نوبل جایزه د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ لهخوا ورکول کېږي او مجموعي ارزښت یې ۱۱ میلیون سویډني کرونه یا شاوخوا ۱.۲ میلیون ډالره دی.
که د سږ کال په شان څو تنه ګټونکي وي، نو دا جایزه د هغوی ترمنځ وېشل کېږي.
د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې پرانیستل شوه

غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.
لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.
په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.
روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.
مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.
د فرانسې د صدر اعظم استعفا، دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ شدید کړی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د صدر اعظم سباستین لکورنو تر استعفا وروسته هغه ته دوه ورځې مهلت ورکړ چې د حکومت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي.
لکورنو د کار له پیله نژدې میاشت وروسته استعفا وکړه، هغه اقدام چې فرانسه کې یې سیاسي ناورین شدید کړ.
د هغه له استعفا سره د پاریس د ونډو کچه لویدلې او د ایرو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی.
د فرانسې الیزه ماڼۍ اعلان کړی چې له لکورنو یې غوښتي تر چهارشنبې پورې د هېواد د ثبات د تضمین لپاره خپل پروګرام وړاندې کړي.
په همدې حال کې ښي اړخي افراطي ګوند " ملي اجتماع" د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال له پیله پاکستان کې نژدې دوه نیم زره کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

په پاکستان کې روان ۲۰۲۵ کال د امنیتي پیښو له پلوه، له تیرې یوې لسیزې راهیسې تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.
فرانس پریس دغه خبره په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د هغه راپور پر بنسټ کړې چې پرون دوشنبه خپور شوی دی.
د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې روان کال یوازې په نهو میاشتو کې د امنیتي پېښو له کبله پاکستان کې ۲۴۱۴ تنه وژل شوي، حال دا چې ۲۰۲۴ کال کې د ټولو وژل شویو شمېر ۲۵۴۶ تنه وو.
د وژل شویو په یاد شمېر کې ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.
په داسې حال کې چې د روان کال نژدې درې میاشتې لا پاته دي، د امنیتي څېړنو دغه مرکز وایي، د تاوتریخوالي دوام ته په پام سره به د وژل شویو شمیر نور هم زیات شي.
راپور کې راغلي چې سږ کال د ترهګریزو پیښو ګراف او په وړاندې یې د پوځ د عملیاتو شمېر زیات دی چې له کبله یې مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د حماس، اسراییل او امریکا پلاوي د غزې جګړې د پای ته رسیدو په هدف مصر کې خبرې کوي

ټاکل شوې چې د حماس، اسراییلو او متحده ایالتونو پلاوي نن په مصر کې سره جرګه شي.
د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د مصر نننۍ خبرې چې فرانس پریس غیر مستقیمې بللي، ماښام مهال پيلیږي چې پر اسراییل د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د برید له دویمې کلیزې سره همهاله دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره " بیړنی" اقدام وکړي.
دا خبرې اترې داسې مهال کیږي چې حماس او اسراییلو د امریکا د ولسمشر هغې طرحې ته مثبت ځواب ورکړی چې غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ده.
طرحه کې راغلي چې حماس به پاته اسراییلي یرغمل شوي کسان او برعکس اسراییل به فلسطیني زندانیان ازادوي.
د غزې د جګړې د ارامېدو هڅې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، لا هم غزه کې جګړه روانه ده او په خبره یې د سولې خبرې د جګړې له دوام سره همهاله امکان نه لري.
روبیو وايي اسراییل باید په غزه کې بمبارۍ ودروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې اسراییل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي ترڅو د حماس له خوا یرغمل کسان خوشې شي.
هغه له سي بي اس شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ "دا کار د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی."
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز له ان بي سي سره په خبرو کې هم وویل چې په غزه کې جګړه "لا پای ته نه ده رسیدلې."
هغه د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "لومړی ګام" وباله، په داسې حال کې چې په راتلونکو پړاونو کې څه پېښېږي جزییات به یې وروسته معلوم شي.
ښاغلي روبیو دا هم وویل چې حماس د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي پلان او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو چوکاټ سره "په مؤثره توګه" موافقه کړې، او د هغې د پلي کولو لپاره د ترتیباتو په اړه د پریکړې لپاره غونډې روانې دي.
میلیاردر اندرې بابېش د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې وګټلې

د چک جمهوریت د پخواني صدراعظم په مشرۍ ANO ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
بابېش د اروپا د اوسنیو سیاستونو او له اوکرایین سره د پراخو مرستو مخالف دی.
میلیاردر اندرې بابېش به د حکومت د جوړولو لپاره له یوه بل ګوند سره اییتلاف کوي ځکه په یواځې یې د حکومت د تشکیل لپاره د پارلمان ګټلې څوکۍ بسنه نه کوي.
د راپورونو له مخې ښايي بابېش له ښي اړخي ګوند اس پې ډې سره اییتلاف وکړي هغه ګوند چې سیاستونه یې د اروپا د کډوالو د پالیسیو ضد دي.
د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.
د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.
د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.
د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.
فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.
د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.
په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.
که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.