د طالبانو د بهرنیو چاور وزیر امیر خان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناستې ګډون والو ته په وینا کې که څه هم د کوم ځانګړي هیواد نوم وانه خیست خو وې ویل یو شمېر لوري هڅه کوي چې افغانستان سیمې ته د خطر په توګه معرفي کړي.
امیر خان متقي په خپلې وینا کې چې ویډیو بڼه یې سې شنبه د اکتوبر اوومه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضا احمد تکل په خپل یوټیوب خپره کړې په افغانستان کې د داعش په ګډون د بهرنیو ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه راپورونو ته په اشارې وویل ،اوس مهال په دې هیواد کې هیڅ بهرنۍ ترهګره ډله چې د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان خاوره استعمال کړي نشته او په خبره یې له ناامنۍ زورېدونکي هیوادونه دې په دې برخه کې خپل مسوولیت په خپله ترسره کړي.
«زه په ډېر تاسف وایم چې یو شمېر لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې ارامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په توګه معرفي کړي، زموږ اطلاعات دا دی چې په وروستیو کې داعش او یو شمېر نورو ډلو د سیمې په نورو هیوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي چې افغانستان ته د اندېښنې وړ دي.»
نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې اوس مهال په افغانستان کې د نشه یې موادو کر او قاچاق صفر ته نژدې شوی خو په خبره یې په نورو هیوادونو کې چې هغه یې نوم وانه خیست د نشه يي توکو تولید او قاچاق زیات شوی دی.
امیر خان متقي د سیمې له هیوادونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې خپلواکې څېړنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې وو چې د دې هیواد په یو شمېر سیمو کې د داعش وسله والو فعال مرکزونه موجود دي او په دې مرکزونو کې دوی ته روزنه ورکول کیږي خو پاکستان دغه ادعاوي رد کړي دي.
ښاغلي متقي له ناستې وروسته رسنیو ته وویل چې ټول ګډون کوونکو په یو اتفاق په افغانستان کې په سوله او ثبات ټینګار وکړو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه ناستې په پرانستونکې وینا کې
وویل چې مسکو ته د افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې د درېیمو هیوادونو پوځي تاسیسات په هیڅ دلیل د منلو وړ نه دي.
(موږ ته په هیڅ صورت یو وار بیا په افغانستان او دګاونډیو هیوادونو په خاوره کې د درېیمو هیوادونو پوځي تاسیسات د منلو نه دي، هغه که په هره بهانه وي، بهرنی پوځي حضور کولای شي د سیمې د بې ثباتۍ او نویو جګړو لامل شي، د افغانستان تاريخ له بهرني پوځي حضوره ډک دی او له تېرو تجربو باید هر چا زده کړې کړې وي.)
دا خبرداری په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې په بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.
نوموړي ان خبرداری ورکړی چې که طالبان دغه اډه امریکا ته ورنکړي نو بدې پېښې به رامنځته شي خو د بدو پېښو په اړه یې څه نه دي ویلي، د طالبانو حکومت په بګرام کې هر ډول بهرنی پوځي حضور رد کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه شان وویل داسې یو خپلواک او باثباته افغانستان غواړي چې له خپلو ګاونډیو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړي.
نوموړي پر لویدیځو هیوادونو تور پورې کړ چې له افغانستان سره د دښمنانه سیاست له امله یې دا هیواد له ستونزو سره مخ کړی دی۰
د کوربه روسیې ترڅنګ، هند، ايران، قزاقستان، چين، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبیکستان، ځانګړو استازو او لوړو پوړو چارواکو په دې ناسته کې برخه اخیستې ده.
روسیي رسنیو ویلي د دې ناستې ګډون وال به د افغانستان په سیاسي، اقتصادي وضعیت او دغه راز د ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې په لارو چارو بحث وکړي.
د مسکو فارمټ اوومه ناسته داسې مهال جوړیږي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت او مخدره موادو د تولید او قاچاق په اړه له دې وړاندې اندېښنې ښودل شوي دي.
د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ګډون روسیې او پاکستان په وار وار په افغانستان کې د داعش په ګډون د د ټي ټي پي او بیلابیلو ترهګرو ډلو پر موجودیت اندېښنه ښودلې ده خو طالبانو په دې هیواد کې د هر ډول بهرنیو ترهګرو موجودیت رد کړی دی.
مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د روسیې په مشرې د سیمه ییزو هیوادونو ناسته ده چې شپږمه هغه یې تېر کال د طالبانو له ګډون پرته ترسره شوې وه.
دا فارمټ په ۲۰۱۶ ډیسمبر کې پیل شو.
که څه هم په لومړیو کې یې غړو شمېر کم خو په وروستیو کې یې د غړو شمېر په تدریجې ډول یولس هیوادونو ته لوړ شوی دی.