د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستیو اورښتونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي دي.


لغمان، کابل او کاپیسا هغه درې ولایتونه دي چې تر نورو ډېر خلک په کې زیانمن شوي دي.

د کابل او لغمان یو شمېر اوسېدونکي وايي تېره شپه د سختو اورښتونو له امله ورته مالي زیانونه رسېدلي دي.

دوی وايي سخت ورښت او وروسته سیلابونو د دوی کورونه زیانمن کړي او دغه شان یې فصلونه هم ور ویجاړ کړي دي.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بشیر احمد ازادي راډيو ته وویل:

"پرون د باران او توفان له امله زموږ کور ونړیده، خو تراوسه راسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، همدا اوس زما اولادونه او کورنۍ په ډاګ پراته دي، خونې مو نړېدلي دي."

د کابل د ده سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکی ګل اغا وايي سختو اورښتونو د دوی کور هم ونړاوه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل د دې ولسوالۍ په یو شمېر نورو سیمو کې ږلۍ او اورښتونو د خلکو د انګورو باغونه او کروندې هم ویجاړې کړي دي:

"ډېر باران وو، سیلابونه هم راوتلي وو، خلک ته یې مالي زیانونه ورسول، زموږ د ولسوالۍ سړک هم خراب شوی دی، زموږ د کور دوه دیوالونه ونړیدل شکر څوک په کې نه دی خوږ شوی خو مالي زیان یې رارسولی دی، نور د ډېرو خلکو کورونه یې نړولي دي."

که څه هم د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو هغه د اکتوبر په څلورمه په یو غږیز بیان کې چې د دې ادارې په ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) خپور شوی ویلي چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو په ځانګړي ډول لغمان، کابل او کاپیسا کې ږلۍ، اورښتونو او سیلابونو لږ ترلږه ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې د دغه اورښتونو په پایله کې له زرو جریبه زیاته کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.

دې طالب چارواکي زیاته کړې، چې د دغه سیلابونو له امله د ځینو سرکونو د خرابېدو خبر هم ورکړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختې ږلۍ او سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

دغه ریاست په خبرتیا کې چې پرون یې خپره کړې ویلي، د اکتوبر په ۶ مه او ۷ مه به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، بدخشان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، میدان وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

په خبرتیا کې په یو شمېر سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG