د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۷

د مونیخ هوایي ډګر فعالیت بیرته پيل شو، تیره شپه یې ۱۷ پروازونه لغو شوي


A general view of the Munich International Airport
A general view of the Munich International Airport

د جرمني د مونیخ هوایي ډګر فعالیتونه بیرته پېل شول.

د دغه هوایي ډګر پر فضا د ناپیژنده بې پيلوټه الوتکو د مشاهدې له کبله تیره شپه د دغه هوایي ډګر ۱۷ الوتنې لغو شوې او د ۳ زره مسافرو تګ راتګ ګډوډ شو.

رویټرز خبري اژانس د دغه هوایي ډګر د یوې خبرپاڼې له مخې لیکلي چې هوایي ډګر ته راتلونکې ۱۵ الوتکې د شتوتګارت، نورنبرګ، ویانا او فرانکفورت هوایي ډګرونو کې کیناستلي دي.

د مونیخ هوایي ډګر فعالیتونه په ځایي وخت د ماخوستن په لسو بجو او اتلسو دقیقو محدود او وروسته یو مخ بند شول.

رویټرز ته رسیدلي معلومات ښيي چې سهار مهال هوایي ډګر بیرته خپل فعالیتونه پيل کړي، خو معلومه شوې نه ده چې هلته لیدل شوي ډرونونه څه شوي دي.

پخواني معلومات:

XS
SM
MD
LG