د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی


بیوزلي افغانان
بیوزلي افغانان

نړیوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې په دې وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد له بېلابېلو ننګونو سره چې یو په بل پسې پېښېږي، مخ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده. یو شمېر افغانان وايي د بې کارۍ له امله د ژوند له سختو کړاونو سره مخ دي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام نړیوال بانک ویلي د دې هېواد اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

دغه بانک په خپل تازه میاشتني راپور کې په دې وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد له بېلابېلو ننګونو سره چې یو په بل پسې مخامخ دی.

د نړیوال بانک د اګست میاشتې په راپور کې د بهرنیو مرستو کموالی، د اقلیم بدلون ناببره څپو، په لوی شمېر کې د کډوالو ستنېدنه او جیوپولیټیکي شخړې چې پر سوداګرۍ او پانګونې یې اغېز کړی دی، هغه لوی لاملونه یاد کړي چې په ټکو یې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی.

د نړیوال بانک راپور د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې وروستۍ مرګونې زلزلې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ویجاړوونکې زلزلې او په کم ساري ډول له ایران او پاکستانه د کډوالو ستنېدنې د افغانستان پر ماتېدونکي ټولنیز او اقتصادي وضعیت لا بد اغېز کړی دی.

په راپور کې دغه راز راغلي دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ترینګلیتا هم د افغانستان پر مالي ثبات بې اغیزې نه دی.

نړیوال بانک که څه هم په دې برخه کې د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلي شوې دي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې له ستونزو سره سره بیا هم په ځینو برخو کې لږ پرمختګونه شوي دي.

راپور د افغانیو ثبات، د عوایدو په پرتله د طالبانو د حکومت د لګښتونو کمښت او د طالبانو له لوري د مالیاتو راټولونه هغه موارد یادوي چې نسبي پرمختګ پکې شوی دی.

په ټوله کې نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې شته عیني واقعیتونو ته په کتو د افغانستان اقتصادي وضعیت له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دی او د دغه ننګونو له کبله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي چې له سختې بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ دي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له سختې بې کارۍ سره مخ دی: "په اوسنیو شرایطو کې کار او روزګار نشته، خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، همدا اوس ښار ته ووځه له هر چا چې پوښتنه کوي له بې وزلۍ درته سر ټکوي، که وضعیت همداسې روان وي غریبي او بې وزلۍ ورځ تر بلې زیاتیږي."

د پلازمینې کابل د میر واحد سیمې یوه اوسېدونکی چې په خبره یې د اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی او په لاسي کراچي کار کوي هم ورته شکایت وکړ: "له سهاره مې یوه روپۍ کار هم نه دی کړی دادی غرمه شوه، خپل کور نه لرم چې میاشت پوره شي د کور مالک مې دروازې ته ولاړ وي کرایه رانه غواړي خو زه یې په دې مزدورۍ نه شم پوره کولای، هیله لرو چې موږ ته یوه نومره ځمکه راکړل شي تر څو له کرایې خلاص شو."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.

نړیوال بانک د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ، سرچینو محدودیت، پرله پسې لوړې بې وزلۍ او دا چې د دې هېواد وګړي د پېرېدو ډېر توان نه لري، میلیونونه افغانان یې د خطر سره مخامخ کړي.

له دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت دا هېواد له پراخه بشري بحران سره مخ کړی دی.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړی و چې په راتلونکي ژمي کې ښايي افغانستان د بې سارې قحطۍ له احتمالي بحران سره مخ شي.

نوموړي ویلي و چې په دې موسم کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره مالي وړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG