د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

تورخم لار د مسافرو د تګ راتګ په مخ تړل شوې، لامل یې په ظاهره تخنیکي ستونزې یادې شوي


تورخم دروازه، ارشیف
تورخم دروازه، ارشیف

د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو مسؤل قریشي بدلون د دوشنبې په ورځ ناوخته( د سپتمبر په ۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی او له ټولو هغو مسافرو چې پر دې لارې تګ راتګ کوي ، غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له سفره ډډه وکړي.

که څه هم معلومه نه ده چې د لارې د بندېدو اصلي لامل څه دی، خو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ډاکټر مخلص احمد وايي چې د هغو معلوماتو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي، د تورخم لارې د تړلو اصلي لامل د پولې ها غاړې ته د پاکستان د کډوالو په دفتر کې د انټرنټ سیسټم کې تخنیکي ستونزې دي.

خو نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه ده."د دې لپاره چې تورخم هاغاړه کې د پاکستان د کډوالو په دفتر کې د انټرنټ په برخه کې ستونزه رامنځته شوې، دوی وايي چې نشي کولای (له دې پولې) د خلکو ننوتلو او وتلو پروسه پرمخ بوځي، له همدې امله د مسافرو پر وړاندې لاره بنده شوې ده او چې کله بېرته فعال شي، نو لاره به پرانیستل شي،د افغانستان لوري کې کومه ستونزه نشته، او د ترانسپورت په برخه کې هم کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې، موټرونه او لارۍ تیریږي، او صادرات او واردات په نورمال ډول دوام لري."

څرګنده نه ده چې دا وضعیت به څومره مودې دوام وکړي، پاکستاني چارواکو د تورخم د لارې د تړلو یا د مسافرو د تګ راتګ پرمخ د دې لارې د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم د لارې تړل کېدو د یو شمیر مسافرو د سفر پلانونه هم ګډوډ کړي دي.

دوی له مسوولو چارواکو غوښتي چې د دې پولې وضعیت ژر تر ژره روښانه او بېرته یې پرانیزي ترڅو دوی وکړای شي خپل ضروري سفرونه ترسره کړي.

له دې ډلې یو مسافر داوود پلان درلود چې د اړینو کارونو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، د دوشنبې په شپه ناوخته د تورخم له پولې یې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:"پنځه نیمې بجې وې چې تورخم ته ورسېدو، موږ پوښتنه وکړه چې ولې لاره تړل شوې ده، دوی وویل چې سکینر او سافټویر خراب دی او انټرنټ نشته، دلته شاوخوا اته سوه څخه تر زرو پورې خلک دي، سړکونه ډک دي،ځای نشته او هوټلونه هم ډک دي، په مسافرو کې ناروغان هم شته، ما داسې خلک ولیدل چې د سړکونو په غاړه ویده وه، دا د خلکو د تګ راتګ لپاره مهمه لاره ده، اړتیا ده چې د پاکستان حکومت او اسلامي امارت له یو بل سره خبرې وکړي او دا ستونزه حل کړي."

ډېری افغانان پاکستان ته د سوداګریزو معاملو، اړینو کارونو ترسره کولو، د کورنیو لیدو او د ځینو ناروغیو د درملنې تګ راتګ سفر کوي.

د تورخم لارې لنډمهاله تړل کېدو د دغو مسافرو اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه د دوی په خبره، ډیری سفرونه یې اړین او له وړاندې پلان شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د تورخم لاره د بېلابېلو دلایلو له امله په موقتي ډول د مسافرو او سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ تړل شوې او بیا بېرته پرانیستل شوې ده.

د وروستي ځل لپاره دغه لار د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې بنده شوې وه چې دواړو لورو ته پوله ساتو پرې څو ځله جګړې تبادله کړې او بندښت یې نژدې یوه میاشت دوام وکړ.

د تورخم پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره یوه مهمه دروازه ګڼل کیږي، چې د غیر رسمي معلوماتو له مخې هره ورځ نږدې لس زره مسافر له دې لارې تګ راتګ کوي.

دا پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لاره هم ده.

XS
SM
MD
LG