د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

نړۍ

د تیرا د پولیسو یوې سرچینې هلته هوایي برید کې د ۲۳ ملکیانو وژنه تایید کړه

ارشیف
ارشیف

د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پولیسو یې سرچینې تایید کړې چې د جیټ الوتکو په برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.

فرانس پریس د دغې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، وژل شویو کې ۷ میرمنې او ۴ ماشومان شامل دي.

د سرچینې په ټکو، برید کې څلور کورونه په نښه شوي چې بشپړ ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې د تیرې شپې بریدونو کې ۲۳ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون وکیلانو تور پورې کړی چې پوځ دغه برید کړی دی، خو نه پوځ او نه هم کوم بل امنیتي ارګان په دې اړه رسمي څه ویلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نتنیاهو: راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي

د اسراییل صدر اعظم
د اسراییل صدر اعظم

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې ویلي، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي."

نتنیاهو دا څرګندونې د دغه هېواد له لوی درستیز ایال زمیر، د دفاع له وزیر یسراییل کټز او یوشمېر نورو لوړپوړ پوځي چارواکو سره په غونډه کې وکړې.

هغه هیله څرګنده کړه چې د یهودانو نوی کال به د "امنیت، بریا او یووالي" کال وي.

د یهودانو نوی کال یا ( روش هشانا) ته بیلابیل تعریفونه ورکول کیږي او د قضاوت د ورځې یا د یاد ورځې په نوم هم لمانځل کیږي.
د یهودو د دود له مخې دا د ادم علیه السلام د پيدایښت یادونه کوي او په کې د هر ساکښ د بل کال تقدیر ټاکل کیږي.

د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطیني دولت په رسمیت پیژني

د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې
د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني.

مکرون پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په پیل کې وویل " مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو."

رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به په عمومي اسامبله کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پيله را په دې خوا د پام وړ یو ډيپلوماتیک بدلون دی.

وړمه ورځ بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.

اسراییل بیا د لویدیځو هېوادونو له دغه اقدام سره موافق نه دی او حکومت یې ویلي، په داسې حال کې چې له فلسطیني وسله والو ډلو سره جګړې ته دوام ورکوي " هیڅ فلسطیني دولت به وجود ونه لري".

لویدیځ هېوادونه دغه کار د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار په هدف ترسره کوي.
د راپورونو له مخې د غزې په جګړه کې چې نژدې دوه کاله یې کیږي، تراوسه شاوخوا ۶۵ زره کسان وژل شوي او غزه نژدې بشپړه ویجاړه شوې ده.

د کریکټ اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي

د پاکستان او سریلانکا لوبغاړي
د پاکستان او سریلانکا لوبغاړي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن سه شنبه ( د تلې لومړۍ نیټه) د پاکستان او سریلانکا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي.

د دغه جام په څلورو غوره لوبډلو کې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه پاته دي.

د افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ټیمونه د لوبو له بایللو وروسته له تورنمنته ووتل.

سبا سه شنبه د هند او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ کیږي.

د جام پایلوبه د سپټمبر په ۲۸مې ته پلان شوې، خو معلومه نه ده چې کومې لوبډلې به فاینل ته وځي.

په اریزونا کې د چارلي کرک د ویر لوی مراسم، لوړپوړو چارواکو او لسګونه زره خلکو ګډون په کړی وو

د چارلي کرک د ویر مراسم
د چارلي کرک د ویر مراسم

د امریکا په اریزونا ایالت کې لسګونه زره کسانو او لوړپوړو دولتي چارواکو پرون یکشنبه د چارلي کرک د ویر په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغو مراسمو ته وینا کې کرک د ( خپل نسل یو لوی شخصیت) یاد کړ.

د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پېټ هګست هم د مراسمو ویناوال وو.

د چاري کرک میرمنې ایریکا کرک د خپل خاوند ۲۲ کلن قاتل ټېلر رابینسن چې په اعدام محکوم دی وباښه.

د ډونالډ ټرمپ سیاسي ملاتړی او فعال چارلي کرک د سپټمبر په لسمه په اوتا پوهنتون کې د وینا پر مهال پر غاړه په ګولۍ ولګېد او سا یې ورکړه.

قاتل یې د پولیسو تر څو ورځنیو پلټنو وروسته ونیول شو.

د فلسطیني دولت د رسمیت پيژندې لړۍ، جرمني دغه اقدام مشروط کړی، خو فرانسه یې ښایي اعلان کړي

د فلسطین بې ځایه شوي کسان، ارشیف
د فلسطین بې ځایه شوي کسان، ارشیف

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول وایي، تر هغو چې اسراییلیان او فلسطینیان د دو دولتونو د رامنځته کولو پر سر خبرې ونه کړي، دوی فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه پیژني.

ښاغلي وادیفول نن دوشنبه ویلي، د دوه دولتونو حل لاره اسراییلیانو او فلسطینیانو ته د سوله ییز، خوندي او باعزته ژوند زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پيل سره همهاله فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
پرون بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.

له دې سره د هغو هېوادونو شمیر له ۱۵۰ واوښت چې فلسطیني دولت یې په رسمیت پيژندلی دی.

هند پاکستان ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د کرېکټ د آسیایي جام لوبو په لړۍ کې هند پاکستان ته د شپږو ویکټو په توپیرماتې ورکړه. هند د پچې له ګټولو وروسته توپ اچونه غوره کړې وه. د پاکستان لوبډلې د پنځو لوبغاړو او شلو اورونو په پوره کیدو سره ۱۷۱ منډې وکړې او د هند لپاره یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

د هند لوبډلې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځیدو په نولسم اورکې دغه هدف پوره کړ.

هند تراوسه د دې جام ټولې لوبې ګټلي او له پاکستان، سریلانکا او بنګلدېش سره یوځای د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته وتلی د. افغانستان ، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.

د دې سیالیو په ترڅ کې پاکستان او سریلانکا د را روانې سه شنبې، بنګلدېش او هند د چارشنبې، بنګلدېش او پاکستان د پنجشنبې او هند او سریلانکا د جمعې په ورځو سره مخامخ کیږي. د دې لړۍ فاینل لوبه به د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه وي.

جرمني اروپاته د کډوالۍ د شرایطو د سختولو پرلارو چارو د خبرو لپاره غونډه جوړوي

ټاکل شوې چې جرمني به د را روانې میلادې میاشتې په پیل کې د کډوالۍ په اړه د خبرو اترو لپاره د څو اروپایي هیوادونو د استازیو د یوې بلې غونډې کوربه وي. د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبریندټ ویلي د مونشن په دې غونډه کې به چې د اوکتوبرپه څلورمه پلان شوې، له اروپایي شریکانو سره اروپاته د کډوالۍ په پروسه کې د بدلون لپاره د نورو هڅو او اړینو اقداماتو په اړه خبرې وشي. هغه ویلي چې موږ باید د اروپایي ټولنې د کډوالۍ شرایط او د اخراج قوانین سخت کړو.

ټاکل شوې په دې غونډه کې د اتریش، ډنمارک، فرانسې، چک جمهوریت، ایټالیا او پولنډ د کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د اروپایي ټولنې د کورنیو او د کډوالو د چارو کمیشنیرګډون وکړي.

جرمني په جولای میاشت کې هم د ورته بلې غونډې کوربه توب کړی و. په هغه غونډه کې د انساني قاچاق، افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بیرته ستنولو او له دریمو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د جوړو لپاره د ژمنې په ګډون پنځه لومړیتوبونه په نښه شوي و.

د جرمني د محافظه کارو په مشرۍ نوي حکومت ژمنه کړې چې د کډوالۍ شرایط به سختوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرپه دې وروستیو کې ویلي چې دې ته اړتیا ده چې د طالبانو له حکومت سره افغانستان ته په جرمني کې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانود بیرته ستنولو په اړه مستقیمې اړیکې ټینګې شي.

د یوه خپلواکه فلسطیني دولت په توګه د بریتانیا، کاناډا او استرالیا د رسمیت پیژندنې په اړه د اسراییل او فلسطیني ادارې غبرګونونه

د کامنویلټ ټولنې درې غړیو هیوادونو، بریتانیا، استرالیا او کاناډا د یکشنبې په ورځ فلسطین د یوه خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژاند. د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د کامنویلټ د دغو درې غړیو او د اسراییل اوږمهاله متحدانو دغه همغږی اقدام په غزه کې د اسراییل له خوا د جګړې د مخ ته وړلو په وړاندې د دوی د زیاتې شوې غوسې څرګندونه کوي. د بریتانیا صدراعظم کایرسټارمر چې د خپل واکمن، ګارګرګوند له خوا د اسراییل په وړاندې د سختې تګلارې د غوره کیدو لپاره ترسخت فشارلاندې و، وویل چې بریتانیا دغه اقدام د دې لپاره وکړچې د اسراییلیو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې او د دوو دولتونو د حل لارې هیله بیرته را ژوندی کړي.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو د دغو هیوادونو د وروستي اقدام په غبرګون کې وویل چې د یوه خپلواکه فلسطیني دولت رامنځ ته کیدل به عملي نشي. د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د بریتانیا د دغه اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې پربنسټ عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو پرلور یو مهم ګام دی.

په پام کې ده چې د نړۍ یوشمیرنور هیوادونه هم په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې له پیلیدو سره فلسطین د یوه خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژني. تراوسه د هغو هیوادونو شمیرچې دا کاریې کړې له یونیم سل اوړي.

بریتانیا به نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر
د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر

ټاکل شوې د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر نن ناوخته فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې نن ورته اقدام کوي.

ټاکل شوې څو نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پیل سره همهاله د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار اچولو په هدف دغه کار وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله سبا په نیویارک کې پیلیږي.

فرانس پریس لیکلي، د اسراییل تاریخي متحدان د غزې جګړې د اوږدېدو له کبله اوس له اسراییله مخ اړوي.

د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هغو فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG