د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

وچکالۍ او اقتصادي ستونزو ۴ میاشتو کې درې نیم لکه افغانان بې ځایه کړي


ارشیف
ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان ای.او.ایم اعلان کړی چې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۳ لکه ۵۰ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

د دې سازمان په راپور کې چې پرون یکشنبه د سپټمبر په ۱۴ مه یې خپور کړی ویلي دا شمېر خلک یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې اقتصادي ستونزې، وچکالي، د اقلیم بدلون، او د لسیزو ناامني او بې ثباتي د دې بې ځایه کېدو تر ټولو ستر عوامل دي.

آی.او.ایم ویلي د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسي دغه راز له ایران او پاکستانه له څلور میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د راستنیدو دې څپې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت یې تر سخت فشار لاندې راوستي او د کار د بازار په ګډون یې د کورونو ترڅنګ نور بنسټیز خدمات سخت اغیزمن کړي دي.

د یادولو وړ ده چې نه یوازې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې بلکې د افغانستان په ختیځه سیمه کې د تېرې اګست میاشتې د ۳۱ مې نېټې د مرګونې زلزلې له امله چې په کې ګڼ کورونه ونړیدل هم بې شمېره کورنۍ بې ځایه شوې.

ژوند ډېر سخت دی، دلته ماشومان او میرمنې له سختو ستونزو سره مخ دي
زلزله ځپلی

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسیدونکی فرید الله چې د ۲۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او د وروستۍ زلزلې له امله یې کور نړېدلی او اوس تر خیمې لاندې ژوند کوي وايي"تر خیمو لاندې ژوند کوو، خو دلته ژوند ډېر سخت دی، دلته ماشومان او میرمنې له سختو ستونزو سره مخ دي، له یوې خوا هوا مخ په یخېدو ده او له بله لوري ماشومان او میرمنې ناروغانې دي، پوره امکانات لرو او له ګڼو ستونزو سره مخ یو. "

په ورته وخت کې له ایران او پاکستانه یو شمېر راستانه شوي کسان وايي په کور دننه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

۲۷ کلن مصطفی چې د درې کسیزې کورنۍ سرپرست دی او نږدې درې میاشتې وړاندې له ایرانه ایستل شوی اوس مهال د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ژوند کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته د سرپناه او بې کارۍ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دی او له ډېرې ناچارۍ هڅه کوي بیرته ایران ته د نفقې د پیدا کولو په لټه لاړ شي."له کومې ورځې چې افغانستان ته راغلی یم بې کاره یم، ډېره هڅه مې وکړه خو کار راته پیدا نه شو، سرپنا نه لرم، اوس هم د خور په کور کې ژوند کوم، هیڅ پیسې هم نه لرم، د ژوند د پرمخ بیولو لپاره پورونه کوم، خو اوس له ډېرې ناچارۍ بیا غواړم ایران ته لاړ شم. "

اوس هم د خور په کور کې ژوند کوم، هیڅ پیسې هم نه لرم، د ژوند د پرمخ بیولو لپاره پورونه کوم
له ایرانه ستون شوی کډوال

د اته کسیزې کورنۍ سرپرست حمید الله چې د کابل په یکه توت سیمه کې ژوند کوي او له تېرو دوه نیمو کالو راهیسي له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی هم ورته شکایت لري.

" د راتګ له وخته تراوسه بې کاره یم، کور نه لرم د کډوالو وزارت چې د کومې ځمکې د راکولو ژمنه کړې وه هغه یې موږ رانکړه، تراوسه مې کومه نمره ځمکه هم نه ده ترلاسه کړې، باور وکړئ ډېرې ستونزې لرو، ان تر دې چې ناروغان شو د ډاکتر د فیس د ورکړې توان لا نه لرو. "

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان آی آو آیم په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې اوس مهال نړیوالې بېړنۍ مرستې کافي نه دي او په اوږد مهال کې راستندونکې کسان د سرپنا په ګډون روغتیايي، د کار موندنې او دغه راز د زده کړو خدمتونو ته اړتیا لري، تر څو دوی خپل ژوند له سره بیا جوړ کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د طبیعي پېښې زیانمنو او راستندونکو کسانو سره یې د ستونزو د حل په برخه کې مرستې کړي خو زیانمن کسان تل شکایت کوي چې دوی اړینې مرستې نه دي ترلاسه کړي او د بې کورۍ، بې کارۍ او اقتصادي ننګونو په ګډون له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ یو این ایچ سي ار د وروستیو شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسي ۲ عشاریه ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG