د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

له مرستو پرته د زلزله ځپلو ژوند له خطر سره مخ دی


د کونړ د زلزلې ورانی
د کونړ د زلزلې ورانی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له نړیوالو بېړنیو مرستو پرته د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمن شویو ژوند له خطر سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال له اغېزمنو سره د مرستو په برابرولو کې د سیمه ییزو وګړو زړوتیا ستایلې او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو رول مهم بللی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له نړیوالو بېړنیو مرستو پرته به د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوې کورنۍ ژوندۍ پاتې نه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال د زلزله ځپلو سیمو د خلکو د زړورتیا د ستاینې ترڅنګ د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

یوناما د اغلې اوتنبایوا له قوله په یو بیان کې چې په فیسبوک یې خپور شوی ویلي "ملګري ملتونه د زلزله ځپلو وګړو څخه د ملاتړ لپاره د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کوي، له دې مرستو پرته به اغېزمن شوې کورنۍ له راتلونکي ژمې ژوندي ونه وځي".

که څه هم د وروستیو زلزلو له امله په ختیځو ولایتونو کې د بې ځایه شویو زیانمنو دقیق شمېر لا نه دی معلوم، خو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) یې شمېر زرګونه کورنۍ ښودلی دی.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازکه دی او وروستیو مرګونو زلزلو او د لکونو کډوالو بیا راستنېدنې دا وضیعت لا پسې خراب کړی دی.

یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ چې اوس مهال د زلزله ځپلو لپاره په جوړو شویو کمپونو کې ژوند کوي وايي مرستندویه بنسټونه دې ورسره د دایمي کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

دوی وايي اوس مهال په لنډمهاله خیمو کې ژوند کوي، خو د بارانونو او ژمي د یخنۍ په وړاندې هېڅ ډول چمتووالی نه لري.

د کونړ د څوکۍ یوه زیانمن ګلاب شاه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ بنسټیزه مسئله د کورونو ده، ژمی راروان دی دلته په خیمه کې ژوند نه کېږي، موږ ته باید د دایمي سرپناه او کورونو د جوړولو په برخه کې له موږ سره مرسته وشي."

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د ستن کلي یو زیانمن شوی شیرولي هم ورته غوښتنه لري: "دلته چاته خیمې رسېدلي او چاته نه دي رسېدلي، خو دلته په ژمي کې ډېره سخته واوره کیږي او په خیمو کې زندګي ناممکنه ده، موږ سره باید د ژمنیو توکو مرسته وشي، او کورونه موږ ته جوړ شي ځکه دا ډېر غریب ولس دی دوی د کورونو د جوړولو وسه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزار اقتصادي مرستیال د سپټمبر په ۱۳مه د کونړ له زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې پر مهال له نړیوالې ټولنې نه د زیانمنو لپاره د دایمې سرپناوو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

له دې وړاندې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي د زیانمنو کورنیو لپاره د دایمي سرپناوو په جوړولو کار کوي.

د تېرې اګسټ د ۳۱ مې مرګونې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار کې پراخه ویجاړۍ رامنځته کړې.

د رسمي راپورونو له مخې په دې مرګونو زلزلو کې له ۲،۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او نږدې ۴ زره ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي په یو راپور کې ویلي و چې د دغه زلزلې له امله د ننګرهار، لغمان، نورستان او په ځانګړي ډول د کونړ لږ ترلږه ۷ زره کورونه له منځه تللي او زیانمن کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي و د دوی موندنې ښيي چې دایمي سرپناه، خوراکي توکي، درمل او نورې مرستې د زیانمنو کسانو مهمې اړتیاوې دي.

XS
SM
MD
LG