تمه کیږي چې د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د عربي-اسلامي هیوادونو مشران د قطر د ملاتړ لپاره په دوحه سره غونډه وکړي.
دا وروسته له دې چې تیره اونۍ اسرائیل د قطر پلازمینه کې د حماس ډلې مشران په نښه کړل.
دغه برید، چې حماس وايي د دوی پنځه غړي یې ووژل خو د دوی لوی مشران په کې نه دي وژل شوي ، په خلیج کې د متحده ایالاتو متحد عربي عربي هیوادونه وهڅول چې خپلې اړیکې نږدې کړي.
ددغه برید له امله د متحده عربي اماراتو او اسراییل ترمنځ اړیکې چې په ۲۰۲۰ کال عادي شوې ترینګلې شوې.
حماس ډله د متحدو ایالاتو او اروپايي اتحاديې لخوا یو تروریستي سازمان پیژندل شوی دی.
دغه بیړنۍ سرمشریزه، چې د عربي لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان غړي سره راټولوي، د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې پیل شوه ترڅو د یوه پریکړه لیک د مسودې په اړه بحث وکړي.
د رویترز د خبري اژانس د رپوټ په اساس د عرب لیګ عمومي منشې احمد ابوالغیط الشرق الاوسط ورځپاڼې ته وویل :
دا غونډه یو پیغام رسوي چې قطر یوازې نه دی ... او عربي او اسلامي هیوادونه یې تر شا ولاړ دي.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دوحه کې برید په اړه نړیوال انتقادونه رد کړل او دتیرې چهارشنبې په ورځ یې قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران اخراج کړي یا دې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي نو اسرائیل به یې وکړي.
قطر ، د غزې د دوه نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهم منځګړي هیواد اسرائیل د سولې د زیارونو په تخریب تورن کړ او په نتانیاهو یې هم تور ولګاوه چې "دولتي تروریزم" ته یې مخه کړې.
په دوحه برید باندې د قطر دداخلي امنیت یو غړی هم ووژل شو.
دمتحدو ایالاتو ولسمشر اشاره وکړه چې له دغه برید څخه خوشحال نه دی او وویل چې دغه برید د امریکا او اسرائیل د اهداف په ګټه نه دی.
ولسمشر ټرمپ قطر د امریکا یو ډیر نږدي متحد هیواد یاد کړ چې په ټکو یې دسولې لپاره سختې هلې ځلې کوي.
ټرمپ د حماس له مینځه وړل یو " ارزښتناک هدف" ګڼلی دی خو په دوحه له برید وروسته یې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وویل چې دا ډوله پیښه به ددوی په خاوره تکرار نشي.
نتنیاهو د شنبې په ورځ وویل چې په قطر کې د حماس د مشرانو له منځه وړل به په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو اوپه اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ نیټې د بریدونو سره د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو په لاره کې اصلي خنډ لرې کړي.
د امریکا پلوي هیواد متحده عربي امارات، چې د ابراهیمي تړون په اساس یې له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي، په قطر کې دشوي برید او د نتانیاهو په روستیو څرګندونو باندې د احتجاج د اسراییلو مرستیال سفیر احضار کړ او دغه څرګندونې له دښمنۍ ډکې وبللې.
متحده عربي اماراتو د قطر ثبات د "د خلیج د همکارۍ شورا د هیوادونو د امنیت او ثبات یوه نه جلا کیدونکې برخه" بللې ده، چې سعودي عربستان هم پکې شامل دی.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا په غزه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو له امله له ۶۴۰۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي .
وروسته لدې چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ په اسرائیلو برید وکړ چې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ یرغمل ونیول شول اسرائیلو په غزې باندې پراخ برید پیل کړ.
لا هم ۴۸ یرغمل له حماس ډلې سره دي. قطر، متحد ایالات او مصر هڅه کوي چې د اوربند یوه داسې موافقه ترلاسه شي چې د یرغملو او بندیانو خوشې کول پکې شامل وي.