د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن شنبه ( د سنبلې ۲۲مه) ویلي چې امریکایي پلاوي کې د بندیاتو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اډم بولر او د افغان سولې په برخه کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد شامل دي.
دغه امریکایي پلاوي د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د بندیاتو د تبادلې تر څنګ یې په دوه اړخیزو اړیکو او پانګونې خبرې کړي دي.
دغه امریکایي پلاوی د سږکال په مارچ میاشت کې هم افغانستان ته تللی و.
مخکې تر دې امریکایي چارواکو ویلي چې د محمود شا حبیبي په ګډون د دوی څو اتباع طالبانو سره بندیان دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکې ګواښ هم کړی و که هر هېواد امریکایي اتباع برمته کړي، له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي.
طالبانو که څه هم د دوی په زندانونو کې د محمود شا حبیبي شتون رد کړی، خو د هغه کورنۍ وایي، طالبانو ښاغلی حبیبي القاعده شبکې ته سپارلی دی.
محمود شا حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلو وروسته ونیول شو.
د امریکایي ادارو اسناد ښيي چې هغه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.