د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۶

کونړ؛ زلزله ځپلي د برېښنا د نشتوالي له ستونزې شکایت لري


د کنړ ولایت څوکې والسوالي کې د زلزله ځپلو کمپ
د کنړ ولایت څوکې والسوالي کې د زلزله ځپلو کمپ

د کونړ د یو شمیر زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي، د رڼا د امکاناتو له نه شتون څخه شکایت کوي. دوی وايي له دې امله بېلابیلو ستونزو سره مخ دي او دا چې په خیمو کې اوسېږي د بېلابیلو خزندو د راوتلو امکان شته چې د شپې له مخې دوی ته خطر پيښولای شي.

د زلزلې له امله دا بې کوره شوي د سولر او بټریو په امکاناتو د برابرېدونکې برېښنا غوښتونکي دي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ډیوه ګل درې دې اوسېدونکي او زلزله ځپلي عبدالخالق ازادي راډیو ته وویل" زمونږ کورونه خو ټول تخریب شوي او ویجاړ شوي دي، زمونږ کورونو کې چې سولر شیشې وي، بټریانې وي، هغه ټول له منځه تللي دي، مونږ د بټریو او سولرو د رڼا غوښتنه کوو، دې ته سخت ضرورت دی، سخته ګرمي هم ده، په خیمو لمر لګېږي ."

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی او زلزله خپلی نور هم ورته غوښتنه لري. دوی وايي"لاسی څراغونه د بنسټونو له خوا ورکړل شوي دي، خو دا بسنه نه کوي، زمونږ غوښتنه دا ده چې مونږ ته د دغه خیریه بنسټونو له خوا د رڼا یو سم ترتیب برابر شي."

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي دا ستونزه تاییدوي خو وايي د اواري لپاره یې هڅې روانې دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله حنیف د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویل"په دوو دریو ورځو کې د ټولو شیانو برابرول او مکملول دا واقعا ستونزمن کار دی، خو انشالله چې ورځ، دوو کې به دوی ته رڼا هم برابره شي او ځینو ته برابره شوې هم ده، کوم کمپ چې اول کې په کونړ خاص کې جوړ شوی هغې ته دغه ضروریات ټول برابر شوي دي، نو امید دی چې دغه دوه نورو کمپونو ته هم برابر شي."

د یادونې ده چې په کونړ کې تر زلرلې وروسته څو ورځې د ژغورنې عملیات او د بېړنیو مرستو رسول روان وو خو تازه دوه ورځې کېږي چې زلزله ځپلو ته د کمپونو جوړول پیل شوي دي.

ملګري ملتونو د افغانستان د ختیځ د نیم میلیون زلزله‌ ځپلو لپاره نژدې ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته غوښتې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په خپل ټول توان سره د افغانستان د ختیځ له زلزله‌ ځپلو سره مرسته وکړي.

دې زلزله کې د طالبانو حکومت د معلوماتو پر بنسټ یوازې په کونړ ولایت کې له ۲۲۰۰ ډیر کسان مړه شوي او له ۳۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG