د افغانستان په ختیځ کې له وروستۍ ویجاړونکې زلزلې وروسته، د کونړ ولایت یو شمیر اوسیدونکي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وايي چې زلزلې او وروستیو ټکانونو له امله رامینځته شوي رواني ستونزو او ویرې د دوی وضعیت خورا ستونزمن کړی دی.
د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د زلزلې زیانمن ۱۰ کلن عبدالواحد د یکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۷مه، ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې خوب او ویښه کې له زلزلې ویرېږي:
د څوکۍ ولسوالۍ، دیوه ګل درې بره څېړۍ سیمې اوسېدونکی یم،بد خوبونه وینم، داسې خوبونه چې زلزله وي او ټول په وېرې هرې خوا ته منډه وهو، زه غواړم چې موږ له دې ځایه بل ځای ته انتقال شو، زړه مې نه غواړي چې دلته واوسېږو، ډېر وېرېږم او ډېر سخت حالت دی.
په ورته وخت کې، ۱۲ کلن میرویس چې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې اوسیدونکی او د شپږم ټولګي زده کوونکی دی، وايي چې د شپې په ارامه خوب نه شي کولای:
زه ویرېږم چې بیا زلزله ونه شي، خوب وکې وینم چې زلزله کېږي، یو خوا او بلې خوا ته روان یم، زړه مې لړزېږي، غواړم چې ښوونځي، مدرسه، زموږ کورونه او هر څه مو بېرته جوړ او فعال شي، کلي کې اوسېدو ته خوشحاله یم.
په کونړ ولایت کې ځینې زلزلې ځپلو ښځو، چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل چې په بد رواني حالت کې دي، له کوچني ټکانه هم وېرېږي او ماشومان یې هم هره شېبه ژاړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو لویه برخه له سخت رواني صدمې سره مخ دي.
دا په داسې کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې زلزلې ډېرې ژوندي پاتې شوي کسان له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.
“ډبلیو اچ او” د یکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۷مه، د افغانستان د ختیځ زلزلې په اړه په یوه راپور کې، د روغتیا خبرداری ورکړی چې په زلزله ځپلو سیمو کې رواني مشورې او ټولنیز ملاتړ خدمات لاهم محدود دي او ټینګار یې کړی چې د اوږدمهاله رواني پایلو مخنیوي لپاره د رواني ټولنیزو خدماتو بیړنۍ زیاتوالی اړین دی.
دې سازمان زیاته کړې چې د دې وضعیت درسېدنې لپاره دوی د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ او د ننګرهار ولایتي روغتون ته د رواني روغتیا او ټولنیزې پاملرنې دوه ګرځنده ټیمونه لیږلي دي، چې انفرادي او ډله ییزې مشورې او لومړنۍ مرستې چمتو کوي او په ټکو یې، هغه خلک چې تخصصي درملنې ته اړتیا لري روغتیایی مرکزونو ته راجع کوي چې تر دې دمه له ۴۰۰ ډیر د مشورې او راجع کولو قضیې ثبت شوي دي.
یو سوداګر او مرستندویه فعال قاري عزیز الرحمن چې د زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره له خپلې کورنۍ سره له کابله کونړ ته سفر کړی، وايي چې ډیری خلکو په ځانګړي توګه ماشومانو او میرمنې، له زلزلې وروسته رواني صدمه لیدلې، چې ډیری یې چیغې وهي، ژاړي او حافظه یې کمزورې شوې ده.
نوموړي د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ څخه ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې برخه کې د لا زیاتو خدماتو وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ:
دا ماشومان او ښځې چې دلته دي دومره له شدید رواني تکلیف سره مخ دي چې کله کله د زلزلې د ټکانونو پر مهال دومره چغې وهي او ژاړي چې تر څو چې نور ټکانونه کېږي، دلته دومره رواني ستونزې زیاتې دي چې کله خلکو سره خبرې کوو د خپل زوی نوم یې هېر وي، د هلکانود خپلو پلورونو او میندو نومونه هېر دي، چې کله تاسو ورته ووایئ چې ستا نوم څه دی؟ دوه درې دقیقې وروسته ځواب درکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله ۸۴ زره کسان اغیزمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) لومړنۍ موندنې ښیي چې د افغانستان په ختیځ کې په څلورو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیايي مرکزونه د زلزلې له امله زیانمن شوي او له ۲۲۰۰ څخه ډیر ټپیان په لسو روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي، چې تر ټولو لویه شمیره یې د ننګرهار ولایت په مرکزي روغتون کې وه چې د ټپیانو ۵۸ سلنه نارینه، ۴۲ سلنه ښځې او نجونې او له ۱۰ سلنې څخه ډیر یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور کې راغلي چې روغتونونه لاهم د ناروغانو له ګڼې ګوڼې سره مخ دي او د ټپیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د درملو او طبي اسانتیاوو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د تیرې یکشنبې په شپه (د اګست په ۳۱مه) د ریښتر په کچه د شپږو درجو ناڅاپي زلزلې په پایله کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه په کونړ کې درانه تلفات او لوی مالي زیانونه واوښتل.
د طالبانو حکومت ویلي چې په کنړ ولایت کې په دې پیښه کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه شوي، له ۳۶۰۰ څخه ډیر نور ټپیان او له ۶۷۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.