د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

د کونړ زلزله ځپلې مېرمنې وايي، په مرستندویو ډلو کې باید ښځینه کارکوونکې وي


د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله ځپلې مېرمنې
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله ځپلې مېرمنې

په کونړ ولایت کې له وروستۍ مرګونې زلزلې یو شمېر اغیزمنې ښځې وايي چې د خپلو عزیزانو د مړو کېدو له امله یې د خفګان او له ناورین وروسته د ستونزو سربیره، په سیمه کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د نشتوالي له ستونزو سره هم مخ دي.

دغو ښځو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو شتون خورا محدود دی او دا کمښت د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه جدي ننګونه ګرځیدلې ده.

ثنا چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د خپلې کورنۍ ۹ غړي یې مړه شوي، وايي چې نه شي کولای خپلې شخصي او ښځینه ستونزې او اړتیاوې له نارینه مرستندویه کارکوونکو سره شریکې کړي. نوموړې وايي“خیمو ته یې چې موږ انتقال کړو، دلته موږ سره مرسته کېږي، درمل او خواړه هم راکوي، خو دا ټول کارونه نارینه کوي، موږ ښځو ته اړایا لرو او ښځې شته خو کمې دي،موږ خو هره خبره نارینه وو ته نه شوو کولای.”

شفیقه چې د څوکۍ ولسوالۍ یوه بله اوسېدونکې چې د کورنۍ ۱۷ غړي یې په دې مرګونۍ زلزله کې موه شوي، هم ورته شکایت لري او وايي“شپې چې کله زلزله وشوه، زه نه پوهېدم چې زه روغتون ته چا راوستلم،کله چې زه په هوښ راغلم ما ته یې وویل چې یو خور او یو ورور دې ژوندي دي،بیا زه دې کمپ راوستلم، خو کمپ کې چې کومې مرستې موږ ته راوړي، هغه نارینه راوړي،که دلته ښځې وګمارل شي دا به ډېره ښه وي.”

د ښځینه مرستندویانو شتون د ښځو د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیړنۍ اړتیا ده.

په ورته وخت کې عایشه یوه ځوانه نجلۍ چې په سیمه کې د مرستندویه کارکوونکې په توګه کار کوي، هم د ښځینه مرستندویه کارکونکو پر اړتیا ټینګار کوي او وایي چې د ښځو د همکارۍ او فعال شتون پرته، کورنیو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو سره د مرستو بهیر به نیمګړی پاتې شي:

هغې ازادي راډیو ته وویل “کله چې زلزله وشوه او موږ خبر شوو، موږ دلته راغلو، په روغتون کې مو هم ټپیانو سره د پایوازانو په توګه مرسته وکړه،نو دلته خیمو ته چې کله د مرستو لپاره راغلو،دلته د ښځینه (مرستندویانو) ډېر کمښت دی،یوازې یو څه کسانې راغلې دي هغه د شپې بېرته کورونو ته ځي،دلته هر څه (مرستې) د نارینه وو له لورې کېږي، موږ له ټولو خویندو هیله کوو چې راشي موږ سره مرستې وکړي هغه کې نرسانې وي یا نورو برخو کې که موږ سره مرستې وکولای شي.”

بل خوا یو نارینه رضاکار چې د ژغورنې او مرستې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه او نه یې غوښتل چې په راپور کې نوم یې خپور شي، وایي چې د ښځینه مرستندویانو نشتوالي ان د ښځو د جنازو په خښولو کې لویې ستونزې رامینځته کړې دي.

نوموړی وايي“موږ ته خو د ښځینه وو ستونزې نه معلومېږي، یوازې ښځې کولای شي د هغو له ستونزې خبرې او پوه شي او ورشي ترې وپوښتي چې خورې څه ستونزه دې ده؟که زه لس ځله هم ترې پوښتنه وکړم ما ته خو څوک (خپله ستونزه نه وایي. ان په لومړۍ ورځ چېرې چې موږ مرستې ته ورغلي وو، ښځې نه وې چې د (ښځینه وو) جنازو ته غُسل ورکړي، موږ په ساعتونو ښځو ته انتظار وو. هلته یوازې دوه مېرمنې وې، چې هغه هم ټپیانې وې، ښځو ته یې غُسل او کفنونه ورکړل، بیا موږ خښې کړې.”

د هېواد د ختیځ له زلزلو زیانمنې مېرمنې
د هېواد د ختیځ له زلزلو زیانمنې مېرمنې

له زلزلې اغیزمنې ښځې او سیمه ییز رضاکاران د ښځینه مرستندویه کارکونکو پر اړتیا داسې مهال ټینګار کوي، چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایتس واچ) هم ویلي چې د طالبانو له خوا وضع شويو قوانینو د ښځینه مرستندویه کارکوږنکو لپاره د ژغورنې په عملیاتو کې کار کول ستونزمن کړي دي.

دې سازمان د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۵مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو چارواکي باید ډاډ ورکړي چې ښځې په ټولو مرستندویه هڅو کې برخه ولري.

مېرمنې نه وې چې د ښځو جنازو ته غُسل ورکړي، موږ په ساعتونو ښځو ته انتظار وو.

له دې مخکې په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، د سپتمبر په دویمه نیټه وویل چې باید د ښځینه مرستندویه کارکونکو له حیاتي رول ملاتړ شي، که نه نو په خبره یې، زیانګالې ښځې او نجونې ښایي په راتلونکو ورځو کې د ژوند ژغورنې مرستو او اړینو معلوماتو ته له لاسرسي محرومې شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د زلزلې ځپلو او سیمه ییزو رضاکارانو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو په افغانستان کې بیا واکمنېدو وروسته، په ډیرو دولتي ادارو او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې چې ډېرې یې مرستندویه بنسټونه دي، ښځې له کار کولو راګرځولي دي.

د تیرې یکشنبې په شپه (د اګست په ۳۱مه) ناوخته، د رېښتر په کچه شپږ درجې شدیدې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړې توګه کونړ ولړزاوه، چې درانه تلفات او زیانونه یې رامنځته کړل.

د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په دې پېښه کې له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړل شول، له ۳۶۰۰ څخه زیات نور ټپیان او له ۶۷۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شول.

XS
SM
MD
LG