د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۸

د افغانستان په ختیځ کې زلزلې د لسګونو زره ماشومانو ژوند اغیزمن کړی


د افغانستان په ختیځ کې تر زلزلې وروسته-ارشیف
د افغانستان په ختیځ کې تر زلزلې وروسته-ارشیف

د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې د څه باندې ۲۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۴مه) په یوه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې د زلزلې پرله پسې ټکانونو هغه ماشومان سخت وېرولي چې بې کور او کورنۍ شوي دي.

د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکى ١٢ کلن جواد دی چې وايي، د روانې اونۍ د يکشنبې ورځې زلزلې د ده د مور، يو ورور او يوې وړې خور په ګډون د کورنۍ درې غړي ترې اخیستي دي.

ده د جمعې په ورځ «د سنبلې په ۱۴مه» ازادي راډيو ته وویل چې له شپږ کسیزې کورنۍ څخه یې یوازې درې تنه غړي ژوندي پاتې دي چې پلار یې په ټپي حالت کې د جلال اباد په روغتون کې بستر دی او دی له خپلې یوې کوچنۍ خور سره اوس خپل تره د زامنو په کور کې اوسېږي.

جواد چې له رامنځته شوي وضعیته سخت مایوسه ښکاري، وايي د کورنۍ له غړو پرته ژوند ورته هېڅ معنا نه لري:

"زما مور، یوه خور او یو کوچنی ورور مړه شوي دي، پلار مې ټپي دی او د جلال اباد په روغتون کې بستر دی، زه هم لږ ټپي وم، خو اوس ښه یم، اوس زما په کورنۍ کې داسې څوک نشته چې ورسره ژوند وکړم، ژوند مې ډېر بدل شوی دی، له دې ژونده مرګ ښه دی، ژوند هغه دی چې د انسان پلار، مور، خور او ورور ژوندي وي."

دی وايي چې له زلزلې وروسته ټکانونه لا هم دوام لري او شپې تر باران لاندې تېروي.

جواد له مرستندویه موسسو غوښتنه کوي چې د ده په ګډون د زیانمنو خلکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه په خبره یې، په داسې حالاتو کې دوی جدي ملاتړ او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کونړ ولایت د دیوه ګل ولسوالۍ اوسیدونکی ۲۰ کلن حمیدالله د دې اونۍ له زلزله ځپلو دی.

دی وایي، چې کوچنۍ ورور یې عبيدالله په وروستۍ زلزله مړ او مور او دوه خويندې یې ټپيانې او دا مهال روغتون کې بستر دي:

"ډېری ماشومان زیانمن شوي وو، ځینې تر خاورو لاندې پاتې وو، ځینې یې تر لرګیو لاندې پاتې شوي وو، ما ژر خپلې خویندې او مور مې چې ټپیانې وې، راویستلې، زما اوه کلن ورور هم مړ شوی، هغه د مدرسې زده کوونکی و، تر اوسه ښوونځي کې نه و شامل شوی.”

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې د څه باندې دو لکه او ۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۴مه) په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۸۰ ماشومان یتیمان شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) دغه شان اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو ټکانونو کې هغه ماشومان چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په مرګونو زلزله کې بې کور او کورنۍ شوي، ډېر وېرولي دي.

د راپور په ټکو، زرګونه ماشومان سمدستي مرستو او اوږد مهاله رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

د یکشنبې په شپه ناوخته (د اګست ۳۱مه) د ریښتر په کچه ۶ درجې یوې زورورې زلزلې د ننګرهار او کونړ ولایتونو بېلابېلې ولسوالۍ ویجاړې کړې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې د ورځې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمیر له ۲۲۰۰ او د ټپیانو شمیر ۳۶۴۰ اوښتی دی.

نوموړي زياته کړې، چې لا هم د ورکو او بند پاتې کسانو د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG