دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې ۱۳مه) یې په ریلیف ویب کې خپور کړی، لیکلي دي چې ۶۵ سلنه ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلي، ۳۳ سلنه زیانمنې شوي او یوازې ۲ سلنو ته زیان نه دی رسېدلی.
په راپور کې دغه شان راغلي چې د شویو ارزونو پر بنسټ، په هره کورنۍ کې په اوسط ډول دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یکشنبې د شپې ناوخته (د اګست ۳۱مه) د رېښتر په کچه دې ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول په کونړ، ننګرهار او لغمان کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
دا پېښه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له تر ټولو وژونکو زلزلو څخه ګڼل شوې ده.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پنجشنبه (د سپتمبر په څلورمه) ویلي چې په دې زلزله کې ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ تنه ټپیان شوي دي.
هغه په خپله ایکس پاڼه ( پخواني تویټر) دا هم لیکلي چې د لټون او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي، په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خیمې درول شوي او د بېړنیو لومړنیو مرستو لېږد په منظم ډول روان دی.
د دې مرګونې زلزلې یو شمیر زیانمنو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، چې نور اوسېدو ته کور نه لري او ان د ځینو کورنیو لپاره خیمې هم نه دي وېشل شوي.
د څوکي ولسوالۍ د ډیوهګل درې اوسېدونکی جاوید وايي چې دی دا مهال خیمه هم نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دی." په ټول کلي کې یو روغ کور هم نه دی پاتې ، په ټوله دره کې هېڅ ډول اسانتیاوې نشته؛ نه څوک خیمه لري او نه د تګ ځای، ټول خلک په اندېښنه کې دي چې چیرې ولاړ شي او څه وکړي. خلک ډېر بېوزله دي. همدا اوس زما په شاوخوا کې نږدې ۳۰ ښځې تر باران لاندې بې سرپناه پاتې دي."
ابرار، د څوکي ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی، دی وايي چې د خپلې کورنۍ له ۲۲ ماشومانو سره تر یوې خیمې لاندې په خورا خراب حالت کې شپې، ورځې تېروي" زموږ کور په بشپړ ډول نړېدلی او اړ شوو چې بهر خیمه ووهو. شاوخوا ۲۲ ماشومان له موږ سره دي او ټول تر یو ترپال لاندې ژوند کوو. وضعیت ډېر ستونزمن دی؛ تیره شپه باران شو او ماشومانو جومات ته پناه یوړوه. خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي "
دا زلزلهځپلي په داسې حال کې د سرپناه او لومړنیو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي، چې تیره شپه یو ځل بیا یوې زلزلزې د افغانستان مرکزي او ختیځ ولایتونه لړزولي دي.
د امریکا د جیولوجي اداره اعلان کړې چې دا زلزله د افغانستان پر وخت د شپې ۹:۳۰ بجې رامنځته شوې، مرکز یې د جلالاباد ښار په ۱۴ کیلومتري کې و، ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره او شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې ښودل شوی.
تر اوسه د دې زلزلې د تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
یو شمېر زیانمن شوي وايي د زلزلې پرلهپسې ټکانونو سخت اندېښمن کړي دي؛ تر دې چې ان هغه کسان چې کورونه یې لا د اوسېدو وړ دي، غوره ګڼي چې خپلې شپې ورځې تر شنه اسمان لاندې تېرې کړي.