د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۲

د پي او ار کارت لرونکي کډوال سخت اندېښمن دي


له پاکستانه ایستل کېدونکي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل کېدونکي افغان کډوال

د «پي او ار» کارتونو یو شمېر درلودونکي او هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې پاکستان ته پناه وړې ده، د نیول کېدو او افغانستان ته د استول کېدو د بهیر له چټکوالي اندیښمن دي. دوی  ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پولیس هره ورځ په ملکي او پوځي جامو کې د خلکو کورونو ته ننوځي او د افغانانو نیولو ته یې دوام ورکړی دی.

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغان «پي او ار» کارت لرونکو لپاره د استوګنې مودې پای ته رسیدو سره، د دغه هیواد حکومت د افغان کډوالو نیول او ایستل چټک کړي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه ښځه وايي چې پولیسو یې د کورنۍ درې غړي نیولي او افغانستان ته یې شړلي دي.

هغه زیاتوي چې له خپل یوه زوی سره یوځای د پولیسو لخوا د نیولو او ځورونې له ویرې خپل اصلي ځای یې پریښی او شپه یې د اسلام اباد په یوه پارک کې تیره کړې ده.

دې مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په څلورمه ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله یې له یوه کاله زیاتې مودې راهیسې د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره پاکستان ته پناه وړې او اوس یې چې د ویزې قانوني وخت ختم دی، د کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند کوي:

«دوی زما میړه څلورو ورځې مخکې نیولی و او دوه ورځې مخکې یې ډیپورت کړ،خو زما اولادونه یې تېره ورځ ډيپورت کړل، زه خپله دلته راغلم او زه پارک کې یم، نن سهار هم یوې کورنۍ ماته زنګ وواهه او ویې ویل چې درې موټرونه راغلي او پولیس په شخصي جامو کې ګزمې کوي، کله چې یې زما ماشومان یې هم چې یوړل، د دوی پوځي جامې نه وې اغوستې، ټول په شخصي جامو کې وو.»

ځینو نور دغه کډوال وايي چې د دوی د ویزو مودې له تیرو دوو میاشتو راهیسې پای ته رسیدلي او پاکستان یې نه تمدیدوي او له همدې امله پولیس هره ورځ په لویو او وړو موټرو کې د افغانانو د استوګن ځایونو ته د دوی د نیولو او ځورونو لپاره راځي.

د «پي او ار» کارت لرونکی ملک ضابط چې د پولیسو د نیولو له وېرې د پاکستان حکومت له خوا د نېټې پوره کېدلو په شپه ناوخته د دغه هیواد له پلازمینې اسلام اباد راوتلی او له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته رسېدلی، هم د پاکستان وضعبت د افغانانو پر وړاندې کړکېچن بولي.

نوموړي په پاکستان او افغانستان کې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

«موږ دومره بې عزته شوو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې هیڅکله داسې سپکاوی مو نه وه لیدلی، ما د شپې ناوخته موټر ونیوه، سامانونه مې بار کړل او له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راغلم، خو اوس دلته هم په ډاګ پاتې یم، نه کار شته او نه د ژوند لپاره سرپناه، زموږ ستونزې زیاتې دي.»

که څه هم تېره ورځ له پیښور او کراچۍ ښارونو ځینو افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو په غیر رسمي ډول د جوماتونو له لارې اعلان کړی چې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده ۱۵ ورځې نوره هم غځول شوې، خو د پاکستان حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبره په اټک او اسلام اباد کې د (پي او ار) کارت لرونکو لخوا هم رد شوې او وايي چې د پولیسو نیونې او ځورونې دوام لري، او یو شمیر افغانان هم په دې وروستیو کې نیول شوي او ایستل شوي دي.

که څه هم ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو په وار وار د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی او غوښتنه یې ترې کړې چې د افغان کډوالو ایستل ودروي، خو دغه هیواد د خپلې پخوانۍ ژمنې پر بنسټ د شاوخوا ۱.۴ میلیونه «پي او ار» کارتونه درلودونکو افغان کډوالو، د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان حکومت مخکې له دې د شاوخوا ۸۰۰ زرو هغو کسانو ایستل هم پیل کړي چې د افغان تابعیت کارتونه (اې سي سي) کارتونه لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د دوامداره نیولو او ایستلو په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو کمیټې په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د سې شنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۱مه، ۱۶۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۹۱۳۶ کسان کېږي، د تورخم له لارې افغانستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG