د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

کارپوهان: زلزلې ځکه درنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړه چې د کورونو په جوړلو کې د سلامتیا معیارونو ته پاملرنه نه ده شوې


د ودانیزو چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، په کونړ ولایت کې، د زلزلې د درنې مرګ ژوبلې او ویجاړیو یو لامل د کورونو په جوړلو کې اړینو ودانیزو چارو ته پام نه کول دي. دوی وايي د کونړ په ځینو سیمو کې کورونه یو بل باندي تکیه جوړ شوي وو او ان له ډیرو لومړنیو اړینو ودانیزو موادو هم په کې استفاده نه وه شوې.

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د یکشنبې د شپې زلزلې له پنځه زرو ډېر کورونه ونړول چې په ترڅ کې یې په سلګونه کسان مړه او په زرګونه نور ټپیان شول.

د ودانیزو چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، د دې ویجاړیو او درنې مرګ ژوبلې یو لامل د کورونو په جوړلو کې اړینو ودانیزو چارو ته پام نه کول وو.

د ودانیزو چارو پوه انجنیر راحت ګل زیارمل چې خپله هم د کونړ ولایت اوسېدونکی او په سیمه کې بلد شخص دی ازادي راډیو ته وویل چې ډیری دې سیمو کې کورونه یو په بل تکیه جوړ شوي وو او دغه شان له ډیرو لومړینیو اړینو ودانیزو موادو هم په کې استفاده نه وه شوې:

د دې زیاتو تلفاتو لامل اصلاً په درو کې، په غرنیو سیمو کې، په باڼدو کې، په غیر معیاري ډول پخواني کورنه وو چې خام جوړ شوي وو یا یوازې، تېږې، ډبرې یو د بل د پاسه ایښودل شوې وې او جوړ شوي وو، اکثره کورونه داسې دي چې یو په بل تکیه دي، د لومړني کور بام د دوهم کور د حویلۍ بڼه غوره کړې، متفاسفانه د ښکتني کور په ړنګېدو سره یو په بل پسې ټول ړنګ شوي دي، هیله ده چې داسې سیمو ته سړکونه تیر شي او خلک لږ تر لږه عصري ساختماني موادو ته لاس رسۍ پیدا کړي.


د ودانیزو چارو بل پوه او په تیر جمهري نظام کې د جلال اباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته ستونزې په ګوته کړي.

ښاغلي بهیر ټینګار وکړ چې د افغانستان یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دا ستونزه شته او پکار ده چې د نویو کورونو د جوړېدو پر مهال د ودانیزو چارو د ماهرینو سپارښتنې په پام کې ونیول شي:

په متاثره سیمو یا د افغانستان په نورو هغو سیمو کې چې د زلزلې له خطر سره مخ دي باید څو ټکي په پام کې ونیول شي، کورونه دوه پوړیزه جوړ نشي، که چیرې له تېږو استفاده کوي نو خامخا دې ورسره د سیمنتو مصاله وکاروي، او یا هم کورونه باید له لرګیو جوړ کړي چې سپک وي، که چیرې کور خامه جوړوي او یو منزله یې جوړي هم په چت کې دې ډیر وزن ونه کارول شي، تر څو په راتلونکي کې داشان ناورین رامنځته نشي.


ښاغلی بهیر دا هم وايي، که د چا وس وکېږي نو له کانتینرونو هم کور جوړولی شي چې ده په خبره د هر ډول طبیعي پېښو په وړاندې مقاوم دي او یا هم په خبره یې له موډرنو خیمو دې استفاده وکړي چې ټول امکانات لري.

دا سپارښتنې داسې مهال دي چې د کونړ ولایت د یو شمیر زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې ډیری اغیزمنې شوې سیمې غرنۍ دي، د موټرو لارې نه دي ورغلي، اوسېدونکو یې پلی تګ راتګ کولو، خپلې لومړنۍ اړتیاوې یې هم د مرکب په مرسته ترسره کولې او له همدې امله ان د ژغورنې او مرستو رسولو بهیر هم ورته ستونزو سره مخ دی.

په همدې حال کې افغانستان کې ډیر شمیر خلک له پراخې بې وزلۍ خو په ورته وخت کې د سرپناه له نه شتون سره مخ دي او اړ دي چې په کمو امکاناتو ځان ته د ژوند تیرولو لپاره یوه جونګړه جوړه کړي.

د اسعداباد ښاروال نظر محمد عتیق هم دا خبره تایدوي، هغه ازادي راډیو ته وویل چې نورګل مزار دره او څوکۍ ډیوه ګل دره کې چې ګاونډ درې دي زلزلزې ټول کورونه نړولي او په خبره یې دا کورونه ټول غیر معیاري جوړ شوي وو.

خو نوموړي ټینګار کوي چې نوي کورونه به معیاري جوړېږي:

" دا کورونه چې وو له تخنیکي پلوه غیر معیاري کورونه وو، چې نه په کې سمینټ کار شوي وو او نه هم سیخان او زاړه کورونه وو، دا خلک د معیاري کورونو د جوړولو وس هم نه لري، اسعداباد ښاروالې او د ښار جوړونې ریاست تل خلکو ته دا پوهاوی ورکوي چې تاسې کله ابادي کوئ تخنیکي برخه کې تاسې ښاروالې او ښار جوړونې ریاست نه مشورې واخلئ، او دا ځل چې دې خلکو لپاره کومې ابادیانې جوړېږي دا به معیاري وي او سم به جوړېږي. "

د یکشنبه په شپه ناوخته د افغانستان په ختیځ کې د رېښتر په کچه شپږ درجې یوې زلزلې چې مرکز یې د جلال اباد ښار اړوند سیمه ښودل شوي د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول د کونړ مرکز اسعد اباد او د وټه پور، څوکۍ، نورګل او چپه دره ولسوالۍ یو شمیر سیمې سختې زیانمن کړې.

د طالبانو حکومت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ (د سنبلې په یولسمه) په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۴۱۱ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلی او په دغه ولایت کې ۵۴۱۲ کورونه وران شوي دي.

هغه بیا مخکې تر دې يوې خبرې غونډې ته ویلي وو چې د دې مرګونې زلزلې له امله په ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۲ تنه مړه شوي،۳۲۱ تنه ټپیان شوي او لسګونه هم کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادونې ده چې د سې‌شنبې په ورځ (د سنبلې په یولسمه) ۵.۵ ریښتر درجې یوې زلزلې بیا هم د افغانستان ختیځ ولړزاوه.

د جرمني د جیولوجي یوې ادارې د دې زلزلې مرکز جلال اباد ښار ته نږدې ګڼلی او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره ښودلی دی.

خو د طالبانو رسمي سرچینو لا د وروستۍ زلزلې په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې دې زلزلزې د یکشنبې د شپې اغیزمن شوي نیم ویجاړه کورونه په بشپړ ډول ونړول

XS
SM
MD
LG