په پاکستان کې د ( پي، او، ار) کارت لرونکي یو شمېر افغان کډوال وايي د دې هیواد پولیسو د جوماتونو له لارې ورته دغلته د اوسېدو لپاره ۱۵ نورې ورځې وخت ورکړی دی.
خو دوی وايي دومره لنډ او تنګ وخت له دې ځایه د تګ لپاره ځکه کافي نه دي چې په خبره یې په پاکستان کې یې لسیزې ژوند او پانګونه کړې او په دومره لنډ وخت کې دوی نشي کولی خپلې ټولې شتمنۍ او کار روزګار راټول او افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې میشت نواز کاکړ ازادي راډيو ته وویل:
موږ له شپږو، اوو ورځو راهیسې په کور ناست یو، د تګ لپاره مو تیاری کړی، کډه مو تړلی ده، ټول افغانان ډېر اندېښمن دي، دلته افغان کمپ ته پولیس راغلي وو جومات کې یې اعلان وکړو چې ۱۵ ورځې نورې وخت لرئ چې له دې ځایه ووځئ.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې ښار کې میشت یو بل افغان کډوال حمید الله چې دی هم د ( پي، او، ار) کارت لري ورته خبره کوي.
اوس دوی موږ ته ۱۵ ورځې نور وخت راکړو، په دومره کمه موده کې موږ څنګه امکان لري، دلته مونږ له تېر ۴۰ یا ۴۵ کلونو راهیسي ژوند کوو، دلته مو جایدادونه اخیستي، خلکو سره مو معاملې دي، دلته مو پانګونه کړې، هیڅکله افغانستان ته نه یو تللي او اوس څنګه امکان لري چې یوازې په ۱۵ ورځو کې دا هر څه ختم کړو او ستانه شو؟
د پاکستان حکومت ( پي، او، ار) کارت لرونکو ته د ۱۵ ورځو په مخ د ضرب الاجل د غځولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په دې هیواد کې میشتو یو عشاریه ۴ میلیونه پي ( پي، او، ار) لرونکو ته ورکړل شوی مهلت د اګسټ په ۳۱ مه پای ته رسېدلی دی.
پاکستان خبرداری ورکړی وو چې دا موده به ونه غځول شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي یو وار بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.
ریچارډ بېینټ په خپله اېکیس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړونکې زلزلې پایلو ته په کتو پاکستان باید د کډوالو د ایستلو په ځای په سیمه کې د بشري مرستو پر ملاتړ تمرکز وکړي.
نوموړي ویلي چې دا به د یو مهربانه ګاونډیتوب نښه او عاجل لومړیتوب وي.
په همدې حال کې د د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډه پور یو شمېر پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي هغه دمخه هڅه کړې چې کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل شپږ میاشتې نور هم وغځول شي تر څو ټول افغانان په عزت خپل هیواد ته ستانه شيۍ.
نوموړي دا هم ویلي چې د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره یې هغه هیواد ته د درملو او نورو اړینو توکو مرسته استولې ده.
بل خوا د ناروې د کډوالو شورا (NRC )ویلي وروستۍ زلزلې هغه هیواد اغیزمن کړی چې وار له مخه د بې ځایه کېدو، د خوړو د نه خوندیتوب، پراخې وچکالۍ او له ګاونډیو هیوادونو څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راستنېدو له ستونزې سره مبارزه کوي.
دې شورا چهارشنبه د سپټمبر په دریمه په یوه اعلامیه کې ویلي د دوی کارکونکي له نورو بنسټونو سره یو ځای په زیانمنو سیمو کې شته او خلکو ته بېړنۍ مرستې چمتو کوي.
د یو شمېر نورو هیوادونو په ګډون هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې، انګلستان، اروپاييټولنې او ایران لا دمخه د افغانستان د زلزلې له قربانیانو سره د اړینو مرستو اعلان کړی دی.
د ریښتر په کچه ۶ درجې دې زلزلې د اګست په ۳۱ مه د شپې ناوخته د ننګرهار او لغمان په ګډون په کونړ کې پراخه مالي او ځاني تلفات واړول چې له امله یې زیانمن کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت ویلي په دې زلزله کې په څلورو ختیځو ولایتونو کې ۱۴۲۳ کسان مړه شوي، ۳۴۶۳ کسان ټپيان شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.