د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۳

خبرونه

په ترکمنستان کې هنرمندان یا باید وزن کم کړي یا دندې له لاسه ورکړي

د ترکمنستان په لویدیځ کې د دولت تر کنټرول لاندې کلتوري سکتور کې هنرمندانو ته د وزن کمولو او د دې هیواد د خپلواکۍ د ورځې لپاره پر وخت د "ښایسته ښکاره" کیدو لپاره سخت ضرب الاجل ورکړل شوی دی.

لوبغاړو، سندرغاړو، نڅاګرو او نورو ادعا کړې چې د بالکان ولایت چارواکو هغو کسانو ته چې وزن یې ډیر و، ویلي چې د سپتمبر د ۲۷مې تر عامه جشن مخکې وزن کم کړي یا له پایلو سره مخامخ شي.

دوی وايي، چارواکو خبرداری ورکړی، هغه کسان چې وزن یې کم نه کړ خپلې دندې به له لاسه ورکړي او نور به اجازه ورنکړل شي چې په سټیج یا تلویزیون کې راڅرګند شي.

ویل کیږي چې دا امر د ترکمنستان پخواني ولسمشر او د خلکو د شورا مشر قربانقلي بیردي محمدوف ورکړی، چې د حکومت ټولې څانګې څاري او پالیسۍ یې ټاکي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پر کیف د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۱۷ ته پورته شو، ۴ په کې ماشومان دي

پر کیف د روسیې بریدونه
پر کیف د روسیې بریدونه

د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په پراخ برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۷ ته پورته شو.

دغو بریدونو کې چې په وروستیو اونیو کې تر ټولو پراخ بللی شوی ۴۸ تنه ټپیان شوي دي.

پر ځاني زیان سربیره د تیرې شپې بریدونو کې د کیف په مرکزي سیمه کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماتیک دفترونه او دغه راز د ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر زیانمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، اروپایي کمیسیون او یوشمیر اروپایي مشرانو پر کیف د تیرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.

پر کیف د روسیې هوایي برید کې د ازادۍ راډیو دفتر او ځینې تجهیزات زیانمن شوي

په کیف کې د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو دفتر له برید وروسته
په کیف کې د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو دفتر له برید وروسته

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ازاې اروپا/ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر د روسیې په یوه هوایي برید کې زیانمن شوی دی.

د تیرې شپې په دغه برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دفتر د ځینو خونو کړکۍ ماتې شوي او د راډیو ځینې تجهیزات زیانمن شوي دي.

د امنیتي کمرو ویډیوګانې ښيي چې د راډیو دفتر ته نژدې دوه چاودنې د دوو توغندیو له کبله شوي چې په مستقیم ډول پر دې سیمې توغول شوي دي.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو مشر سټیف کاپوس ډاډ ورکړی چې دا برید به د راډیو پر ماموریت اغیز ونه کړي او په خبره یې ژورنالستان به خپل کار ته دوم ورکوي.

کاپوس ویلي، خوښ دی چې د راډیو کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی، خو د تیرې شپې بریدونو کې یې د نورو اوکراینیانو پر وژلو خواشیني څرګنده کړې.

پر کیف د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او نژدې پنځوس نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.

دا په تیرو اونیو کې چې د امریکا له خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې پيل شوي، پر کیف د روسیې تر ټولو لوی او خونړی برید ګڼل کیږي.

د افغانستان او پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سبا سره مخامخ کیږي

افغان کریکټ لوبډله اماراتو کې د تمرین پر مهال
افغان کریکټ لوبډله اماراتو کې د تمرین پر مهال

د افغانستان او پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې سبا جمعه شل اوریزه لوبه لري.

دا لوبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې ترسره کیږي چې د افغانستان په وخت ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي.

دا لوبلړۍ د متحده عربي امارتو په کوربه توب اسیایي جام ته د چمتوالي په هدف ترسره کیږي او دغه جام راتلونکې میاشت ته پلان شوی دی.

لوبلړۍ لس ورځې دوام کوي او دوه غوره لوبډلې به د سپټمبر په ۷مه پایلوبه کوي.

د چین پوځي مانورې، د شمالي کوریا او روسیې په ګډون د ۲۶ هیوادونو مشران وربلل شوي

د چین د میزایلو سیستم، ارشیف
د چین د میزایلو سیستم، ارشیف

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون راتلونکې اونۍ چین ته ځي او د هغه هېواد د پوځي نندارو په مراسمو کې برخه اخلي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، دا په تیرو شپږو کلونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا مشر چین ته سفر کوي.

د چین پوځي مانورې د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې پیلیږي چې د نړۍ د ۲۶ هېوادونو مشران وربلل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم د بلل شویو مشرانو په ډله کې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پوځي نندارې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د اتیایمې کلیزې او د جاپان د یرغل په وړاندې د چین د مقاومت په مناسبت ترسره کیږي.

په امریکا کې پر ښوونځي د ډزو په پېښه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي

په امریکا کې، د مینیسوټا ایالت چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس د مینیاپولیس په یوه کاتولیک ښوونځي کې پر زده کونکو ډزې وکړې، چې لږترلږه دوه یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

بریدګر، د ټوپک او تفنګچې په کارولو سره، د کلیسا له کړکیو لسګونه مرمۍ واورولې. چارواکو ویلي چې بریدګر وروسته تر حملې د کلیسا د ودانۍ شاته ځان وواژه.

"دا د بې ګناه ماشومانو او نورو کسانو پر وړاندې چې عبادت یې کاوه د تاوتریخوالي قصدي عمل و. له کوچنیانو په ډکه کلیسا کې ډزې د ظلم او ډارن عمل دی."

د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا خبریالانو ته وویل:

ځایي تلویزیون میندې او پلرونه وښودل چې د پولیسو تر ژړه فیته تیریږي او زده کونکي له ښوونځي دباندي باسي.

چارواکو ویلي چې بریدګر تور کالي اغوستي وه. د شل کلنۍ په عمر و او هیڅ جرمي ریکارډ یې نه درلود. پولیسو د حمله کوونکي نوم نه دی خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي د قاتل انګېزه معلومه کړي.

د مینیسوټا د ماشومانو روغتون ویلي چې شپږ ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیسیون، له خطر سره د مخامخ افغانانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

د امریکا د نړیوالې مذهبي آزادۍ کمیسیون (USCIRF) د هغو افغانانو لپاره د نوي خوندیتوب او لارو چارو غوښتنه کړې چې د مذهبي ځورونې سره د مخامخ کیدو خطر یې زیات دی.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې چې د چارشنبې په ماښام خپره شوه، راغلي چې تر اوسه، طالبانو د اسلام د یوه تعبیر په عملي کولو سره هغه کسان چې مختلف نظرونه یا مذهبي عقیدې لري، تابع او په نښه کړي دي.

د دې ادارې رییسې ویکي هارټزلر له قوله راغلي:

"په څلورو کلونو کې، طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادۍ په بشپړه توګه له منځه وړې دي. ټول افغانان، د مذهبي اقلیتونو په ګډون، د ځورول کېدو له سخت خطر سره مخامخ دي. د طالبانو تش په نامه 'اخلاقي قانون' د ظلم یو سخت سیسټم نور هم پیاوړی کوي، په عامه او مذهبي ژوند کې د افغان ښځو ګډون له منځه وړي او مذهبي اقلیتونه د زیان له جدي خطر سره مخامخ کوي."

د دې میاشتې په پیل کې، USCIRF د طالبانو امربالمعروف و نهی عن المنکر د قانون په اړه یو راپور خپور کړ. د ۲۰۲۵ کال په خپل کلني راپور کې دې ادارې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان د مذهبي ازادۍ د سیستماتیک، دوامداره او سختو سرغړونو له امله د ځانګړې اندیښنې وړ هیواد په توګه وپېژني.

طالبانو سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې دوی د ټولو مذهبي اقلیتونو حقونو ته ژمن دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له طالبانو د خبریال شکیب احمد نظري د ازادۍ غوښتنه وکړه

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې خبریال شکیب احمد نظري سمدلاسه خوشې کړي چې له جولای میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.

د خبریالانو د ژغورنې کمیټې د اسیا-پاسیفیک رییس بې لي یي په یوه بیان کې غوښتنه کړې:

"دوی باید دا خبریال سمدلاسه ازاد کړي، او اعتراف ته د خبریالانو اړ ایستل ودروي. دا له رسنیو سره د دوی ظالمانه چلند په ګوته کوي."

CPJ یادونه کړې چې د نظري توقیف د طالبانو د هغو ځپنو د لړۍ وروستۍ بېلګه ده چې د نړیوالو رسنیو سره کارکونکي افغان خبریالان په نښه کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې، د بشري حقونو ډلو او د مطبوعاتو د ازادۍ مدافعینو پر خپل سري توقیفونه، بېرول او سانسور مستند کړي دي.

نظري، د جاپاني رسنۍ نیپون تلویزیون خبریال، د جولای په ۲۴مه د طالبانو استخباراتي اجنټانو توقیف کړ.

په خوست ولایت کې بې پیلوټه الوتکو بمباري کړې ده

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې بې پیلوټه الوتکو په دغه ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه بمبارد کړي دي.

یادو سرچینو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ یې په خبر کې خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې د چهارشنبې د ورځې د ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د طالبانو حکومت امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا معلومه نه ده چې دا بې پیلوټه الوتکې به د کوم هیواد وي.

ازادي راډیو نه شي کولای په خپلواک ډول دا معلومات تایید کړي.

د یادونې ده چې په تېره کې د افغانستان د خاورې په ځینو برخو د پاکستاني الوتکو له خوا د بمبارۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

امریکايي محکمې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ترلاسه کولو لپاره د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو غوښتنه رد کړه

د امریکا د فدرال استیناف محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو او د افریقا په سفارتونو کې د ۱۹۹۸ کال د القاعده د بمي چاودنو د قربانیانو د کورنیو هغه هڅې رد کړې چې غوښتل یې د افغانستان بانک له کنګل شوي شتمنۍ څخه ملیاردونو ډالره تاوان ورکړل شي.

په مانهاټن کې د استیناف دوهمې محکمې وویل چې د نیویارک په فدرال ریزرف بانک کې ساتل شوي د افغانستان ۳.۵ ملیارد ډالر د بهرني حاکمیت د معافیت تر قانون (FSIA) لاندې خوندي دي.

د دې قانون له مخې دولتي شتمنۍ د جریمې په توګه نشي تر لاسه کېدای.

محکمې ټینګار کړی چې د افغانستان بانک (DAB)، یوه دولتي اداره ده او له همدې امله له هغو عریضو معافیت لري چې د طالبانو د حکومت پر ضد کیږي.

د قربانیانو کورنیو استدلال کړی و چې د افغانستان زیرمې باید د خسارې په توګه وکارول شي ځکه چې په هغو کلونو کې د طالبانو حکومت د دغو بریدونو تر شا د لاس لرونکې ډلې (القاعده) غړو ته خوندي ځای ورکړی و.

القاعدې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو مسولیت منلی و چې په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې یې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل، او همداراز القاعده شبکې په ۱۹۹۸ کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا په سفارتونو بمي بریدونه وکړل، چې ۲۲۴ کسان یې ووژل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG