د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

له غوږیو څومره استفاده کوی، ایا د دوامداره استفادې پر زیان یې خبر یی؟


ارشیف
ارشیف

یو شمیر افغانان ځوانان وايی له غوږیو یا ایرفون د کار، تفریح یا خبرو کولو لپاره استفاده کوي.  ازادي راډیو چې یو شمیر دوی سره خبرې کړي، موندلی چې د استفادې طریقه یې سره فرق کوي. یو شمیر دوی وايي، د غوږۍ کارونې ورته د اورېدو ستونزه پیدا کړې ده.

یوټیوپ چلونکی انصار وایي د ګیمونو یوټیوپ چینل لري او اړ دی چې د ورځې څو ساعته په پرله پسې ډول له غوږۍ یا هیډفون استفاده وکړي.

دی وايی له کابو شپږ میاشتو راهیسې دا کار کوي.

دی چې شل کلن دی او فرانسه کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل، چې کومې اړتیا لپاره یې کاروي" اېديت او ګیم، کومه ویديو چې اېډېټوم د خپل ټیک ټاک چینل یا یوټیوپ لپاره، کار مې دې باید چې ورنه استفاده وکړم . "

زه غوږۍ استفاده کوم د ضرورت په وخت کې، مثلاً په بس کې یا د موټر چلولو او بایسکیل چلولو پر مهال
بلجیم میشتی افغان خوشال

په بلجیم کې میشت افغان ځوان ۲۵ کلن خوشحال بیا وايي، دی له درې کلونو راهیسې غوږۍ کاروي خو د اړتیا پر مهال، یوازې چې کله بهر وځي او عامه ترانسپورت کې وي" زه غوږۍ استفاده کوم د ضرورت په وخت کې، مثلاً په بس کې یا د موټر چلولو او بایسکیل چلولو پر مهال، هغه هم کله چې ماته زنګ راشي، ډیره یې نه استفاده کوم ."

د پلازمینې کابل اوسېدونکی ۲۲ کلن نوید بیا وايي، دی تقریبا له یو کال د ډیرې مودې راهیسې ورځ کې درې، څلور ساعته غوږۍ کاروي او ډیره موسیقي په کې اوري.

نوموړی زیاتوي چې له دې امله یې غوږنو یو څه تکلیف هم پیدا کړی دی" زه که بهر وم که دفتر کې ایرفون استفاده کوم، موسیقي په کې اورم هغه هم په لوړ غږ، اوس مې غوږونو یو څه مشکل پیدا کړی، کم شنوايی او ښارښت، ډاکټر ته مې چې مراجعه وکړه هغه راته وویل چې دا له ایرفون د ډیرې او ناسمې استفادې تاثیر دی. "

غوږۍ یا ایرفون نن، سبا په بیلابیلو جوړښتونو او ډولونو سره له ګرځنده تیلفون دېره استفاده کېږي، چې ډیری کارونکي یې هم ځوانان دي.

خو د غوږونو یو شمیر متخصص ډاکټران وايي، په پرله پسې ډول ډیره او په لوړ غږ استفاده ورنه غوږنو ته بېلابیلې ستونزې پیدا کولای شي.

په غوږیو کې اوریدل د غوږنو اساسي جوړښتونه زیانمنوي، د غوږ عصب هم تخریبولای شي
متخصص ډاکټر

له دې ډلې د پوهنتون استاد او د غوږنو متخصص ډاکټر، پوهنیار توفیق احمد مشکاني ازادي راډیو ته وویل" اورېدل او د غوږنو اساسي جوړښتونه زیانمنوي، د غوږ عصب هم تخریبولای شي، د غوږ پانل هم اغېمنولای شي او د طبیعي افرازاتو د راوتلو مخه نیسي، یا د غوږ دیوال تخریش پیدا کوي او کیدای شي د التهاب لامل یې شي."

نوموړی ټینګار کوي چې د غوږۍ یا ایرفون په استفاده کې باید افراط ونشي او د ۶۰ تر ۶۰ قانون په کې مرعات شي، یعنې دا چې، غوږۍ باید باید په پرله پسې ډول له ۶۰ دقیقو ډیره استفاده نشي او کوم څه چې په کې اورېدل کېږي هم د غږ اندازه یې باید له ۶۰ سلنې تېټه وي.

دې غوره ګني چې د ایرفون پر ځای له هدفون استفاده وشي هغه چې د غوږ په منځ کې نه بلکې د غوږ په سر استفاده کېږي.

XS
SM
MD
LG