ټرمپ پوتین سره له تقریبا درې ساعته غونډې وروسته، رسنیو ته په یوه لنډه، درې دقیقه ییزه وینا کې وویل چې د هغه ټیم "لوی پرمختګ" کړی، خو په اوکراین کې د کریملین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ هوکړه نه ده شوې.
د الاسکا په ایلمینډورف اډه کې، چیرې چې غونډه ترسره شوه، پوتین او ټرمپ دواړو تقریبا هیڅ تفصیل ورنکړ چې په څه موافقه شوې یا کوم ټکي اختلافي پاته دي.
ټرمپ، چې له اوکراین پرته یې له پوتین سره ولیدل او لدې امله ورباندې انتقاد شوی ، وویل چې هغه به د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، ناټو او اروپایي متحدین د غونډې له نتایجو خبر کړي.
ټرمپ وویل :
ترڅو چې توافق نه وي شوی توافق نشته.
خو هغه پرته له کوم تفصیل زیاته کړه:
زه به څو ټيليفوني اړيکې ونیسم او هغوی ته به ووايم چې څه پېښ شول، خو موږ ډېره ګټوره غونډه درلوده، او په ډېرو ټکيو موافقه وشوه.
ټرمپ وویل : "يوازې ډېرې کمې [مسئلې] پاتې دي. ځينې يې دومره مهمې نه دي. يوه يې ښايي تر ټولو مهمه وي، خو موږ د هغې د حل دترلاسه کولو ډېر ښه چانس لرو."
ټرمپ څو ځله ګواښ کړی چې که مسکو پر اوکراین خپل يرغل ونه دروي نو پر روسيې به بنديزونه او پر تجارتي شريکانو یې تعرفې ولګوي.
خو ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ددغو بندیزونو یادونه ونه کړه چې دې خبرې کیف او اروپايی متحدین ناهیلې کړي . ټرمپ اندیښنه څرګنده کړه چې په مسکو اقتصادي بندیزونه به د هغه د یپلوماتیکو زیارونو ته چې ډیر وخت یې ورکړی تاوان ورسوي.
ټرمپ له غونډې وروسته پرته له کوم تفصیله فاکس نیوز ته بیا وویل چې کومه هوکړه نه ده شوې خو ادعا یې وکړه چې په "ډېرو ټکو خبرې اترې شوې دي" او " په يوې يا دوه ډېرو مهمو مسایلو" موافقه شوې ده، خو جزییات یې یاد نه کړل.
ټرمپ زیاته کړه چې
اوس، دا په حقیقت کې ولسمشر زیلینسکي پورې اړه لري چې چارې ترسره کړي. او زه به دا هم ووایم چې اروپایي هیوادونه - دوی باید لږ یو څه لاس په کارشي. خو دا ولسمشر زیلینسکي پورې اړه لري.
پوتین بیا پرته لدې چې جزییات ورکړي د ټرمپ سره د جګړې په اړه د " تفاهم " خبره وکړه اووویل چې هغه هیله لري چې اوکراین او اروپایي متحدین یې هیڅ کوم پلان " نا کام " نه کړي.
پوتین زیاته کړه چې روسیه به د هغه څه د له منځه وړلو لپاره خپل ټینګار ته دوام ورکړي چې د شخړې "اصلي لاملونه" یې بولي.کرملین په ناټو کې دغړیتوب لپاره د اوکراین هیلې دشخړې لامل ګڼي او وايی چې د اوکراین د پوځ دبې وسلې کولو لپاره باید اغیزمن ګامونه واخیستل شي او دا هغه څه دي چې کیف له اوږدې مودې راهیسې رد کړي دي.
خو پوتین چې مخکې یې د اوکراین د بقاء حق کله ناکله ترپوښتنې لاندې راوستی داهم وویل چې
د اوکراین امنیت هم باید ډاډمن شي.
خو کیف او اروپایی اتحادیې چې د الاسکا غونډه یې له لیرې څارله تراوسه ددې غونډې په هکله کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی. کیف او بروکسل دهرهغه پرمختګ په اړه چې د اوکراین امنیت یا حاکمیت له خطر سره مخامخ کولی شي اندیښمن او محتاط دي .