د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۷

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو استبدادي واکمني رد کړي


د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو د هر ډول اقدام په وړاندې مقاومت وکړي. دغه کارپوهان وايی په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، په خپلو اساسي حقونو ، پرله‌پسې بريدونو سره مخ دي.

داسې مهال چې نن د اګست ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو څلور کاله پوره شول، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو زورواکه او د تاوتريخوالي کونکې واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو لپاره د هر ډول هڅې په وړاندې مقاومت وکړي.

دوی د دې ورځې په تړاو په خپله اعلاميه کې زياته کړې چې د افغانستان وضعيت جدي دی، خو دا بايد يوه له لاسه وتلې قضيه ونه ګڼل شي، او نړيواله ټولنه بايد د دې روايت پر وړاندې چې ګواکې دا حالت د مخنیوي وړ نه ، یا نه بدلېدونکی دی ودرېږي.

په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرله‌پسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي او طالبان، پرته له دې چې مشروعيت ولري، يو تبعيضي او د جنسيت پر بنسټ ظلم‌محور نظام رامنځته کړی، چې په ټکو یې دا د بشريت پر ضد د جنايت او د جنسيت پر بنسټ د ځورونې څرګند مثال ګڼل کېدای شي.

دغو کارپوهانو همدارنګه ويلي چې اقدام نه کول د طالبانو ځپونکې واکمني ورځ تر بلې پياوړې کوي.

په ورته وخت کې، يو شمېر هغه افغانې نجونې چې د طالبانو د بنديزونو له امله له زده‌کړې محرومې شوې دي، وايي د نړيوالې ټولنې چوپتيا طالبان ځواکمنيوي.

د دوی له ډلې یوې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط يې ازادۍ راډيو ته وويل:

زه فکر کوم چې د نړيوالې ټولنې چوپتيا او بې‌پروايي د دې لامل شوې چې طالبان نور هم پياوړي شي او خپل فشار هره ورځ پر افغانانو زيات کړي. نړيوال ملاتړ بايد رښتينی، دوامداره او له فشار سره مل وي، تر څو بدلون رامنځته شي او د افغان ښځو او نجونو غږ په هرې پرېکړې او خبرواترو کې واورېدل شي.


د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو د زياتېدونکي ځپنې پر وړاندې بايد له نړيوالو فشارونو او حساب‌اخيستنې نيولې د مدني ټولنې تر ملاتړ، د جنايت په توګه د جنسيتي توپیر په رسميت پېژندلو او د بشردوستانه مرستو تر زياتولو پورې، له دې تولو لارو اقدام وشي .

کارپوهان ټينګار کوي چې په افغانستان کې بدلون په تر ټولو ښه ډول سره یې د افغانانو لخوا رهبري کېدای شي، خو دوی دا کار په يوازیتوب سره نه شي کولی.

د دوی په خبره په اصولو ولاړ، متمرکز، دوامداره او د پیوستون پر بنسټ نړيوال ملاتړ ته اړتیا ده او دا نه يوازې د افغانانو په ګټه، بلکې د نړيوالې ټولنې په ګټه هم دی.

په دې اعلاميه کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو يادونه هم شوې، لکه په عام محضر کې اعدامونه، خپل‌سري نيونې، ربړونه، د اعتراضونو ځپل، د خپلواکو رسنيو غلي کول او د لږکیو پر وړاندې د طالبانو پراخ تبعيضونه.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو د بيا واکمنېدو څلور کاله پوره شول. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د اسد له ۲۴مې سره برابره ده، د کابل په نيولو او د پخواني جمهوري نظام په نسکورلو سره، خپله دوهم ځل واکمنۍ پيل کړه.

دوی د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، پر حقونو نقض او د رسنيو فعاليتونه يې محدود کړل او د نړيوالو سازمانونو له خوا د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، نيونو، شکنجو او نا قانونه وژنو هم تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل دغه تورونه رد کړي او ادعا يې کړې چې د ټولو وګړو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې ډیری افغانانو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG