د افغانستان په کډون د لسګونو هېوادونو پر وارداتو د تعرفو د لوړوالی په اړه د امریکا د ولسمشر فرمان له نن ( د زمري د میاشتې له ۱۷ مې) څخه رسماً عملي کېږي.
د دونالډ ترمپ په دغه اجرایي فرمان کې له افغانستان څخه پر وارداتو تعرفه چې په اپریل میاشت کې ۱۰ سلنه ټاکل شوې وه، ۱۵ سلنې ته لوړه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دغه اقدام په اړه اندېښنه څرګندوي وایي، که څه هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډېره پراخه نهده، خو دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی، ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل:
تېر کال افغانستان امریکا ته شاوخوا ۹ میلیونه امریکایي ډالر صادرات درلودل، او په بدل کې یې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي له هغه هېواده وارد کړي دي. ځینې توکي لکه غالۍ، لاسي صنایع، او ځینې انتیک وسایل امریکا ته صادرېږي، چې مخکې پرې تعرفه کمه وه، اوس دا تعرفه لوړه شوې ده، زما په اند دا به دغه سوداګري تر یوه حده کمزورې کړي.
یو شمیر اقتصاد پوهان هم خبرداری ورکوي، چې د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت ته په پام، ان پر صادراتي توکو یې د تعرفو لږ لوړوالی هم کولای شي ژورې او جدي پایلې ولري.
اقتصاد پوه محمد بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل:
د صادراتو پر تعرفې لږ لوړوالی هم زموږ د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند لوی اغېز درلودلای شي، ځکه زموږ اقتصاد د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کمزوری دی، او زموږ د خلکو ژوند هم د "وخوره مه مه مره" په کچه دی؛ نو هر کوچنی فشار پرې ژور اغېز لرلای شي.
ښاغلی دودیال وایي، د امریکا د ولسمشر دا اقدام، مخ پر ودې هیوادونو پر وړاندې د هغه د سختدریځو سوداګریزو سیاستونو برخه ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې، د ډونالډ ټرمپ دې ورستۍ پرېکړې د نړۍ د یو شمېر نورو هغو هېوادونو غبرګونونه هم پارولي؛ چې ورنه پر وارداتو تعرفه لوړه شوې ده.
دا پداسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال د صادراتو د کمښت، سوداګریزو محدودیتونو، ناامنۍ، او د اقتصادي زیربناوو د نشتون په ګډون له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري هم، د روان کال د اپریل په ۲۴مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پاهلګام سیمه کې تر یو مرګوني برید او له دې امله د هند او پاکستان ترمنځ له تاوتریخوالی ورسته اغېزمنه شوه.
د سوداګرو پر مخ د واګه بندر په تړل کېدو سره افغان سوداګر درانه تاوانونه پرې کړل.
دغه شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم تل له بېثباته او ستونزو سره مل وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم تر ۶۰ سلنه راکم شوی، چې د اقتصاد پوهانو په باور دا کمښت د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو پر وړاندې د افغانستان د اقتصاد د سخت زیانمن کېدو ښکارندوي کوي .