د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

پاکستان کې پي.او.ار کارت لرونکو ته له مهلت سره سره د دوی نیونې روانې دي


پاکستان کې افغان کډوال، ارشیف
پاکستان کې افغان کډوال، ارشیف

که څه هم د پاکستان حکومت په دغه هیوادکې میشتو (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د استوګنې موده درې اونۍ نوره هم وغځوله خو یو شمېر دوی شکایت کوي چې د پولیسو لخوا یې نیونې او ځورونې دوام لري.

یوسف د پاکستان په اسلام آباد کې د «پي او ار» کارت لرونکی افغان دی، چې وايي له ۴۵ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه هېواد کې ژوند کوي.

دوی چې یوه میاشت وخت ورکړی دی، دا هسې ناحقه خبره ده، د نیولو لړۍ یې روانه ساتلې
یوسف، پاکستان کې افغان کډوال

ده د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۷مه، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پاکستان حکومت دوی ته د دغه هیواد د پریښودو لپاره شاوخوا یوه میاشت وخت ورکړی دی، خو شکایت کوي چې پولیسو په هر ځای کې پوستې او چېک پاینټونه جوړ کړي او افغان کډوال نیسي."دوی چې یوه میاشت وخت ورکړی دی، دا هسې ناحقه خبره ده، د نیولو لړۍ یې روانه ساتلې، همدا چې لاس ته ورشې، نیسي دې، اوس وضعیت ډیر خراب دی، هر طرف ته نیول روان دي، نن یې هم موټرې په چوک کې ولاړې وې، یو موټر یې له کډوالو ډک کړ، پرون یې هم ښځې او کوچني ماشومان یوړل، زموږ د کور تر څنګ یې څلور ښځې، درې ماشومان او یو سړی ونیول او له ځانه سره یې بوتلل."

یو بل افغان کډوال او د « پي او ار» لرونکی اسدالله هم ورته شکایت لري او وايي چې پولیس ورکړل شوې مودې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي "که څه هم د حکومت لخوا د یوې میاشتې مهلت اړوند موږ ته لیک رسیدلی، خو بیا هم د پخوا په شان نیونې، ځورونې او تکلیفونه دوام لري، پولیس دا لیک نه مني، وضعیت ډیر خراب دی، هرچیرې یې چې څوک نیولي، له چا یې ۱۰ زره، له چا ۲۰ زره او هر څومره چې ورته برابرې شوي پیسې یې اخیستي دي، دا حالت روان دی او نیول لا درول شوي نه دي."

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ویلي چې زرګونه افغان کډوال د ځورونو، تاوتریخوالي او جدي ګواښونو سربېره له پاکستانه جبري ستنولو سره مخ دي.

ریچارد بنیټ د چهارشنبې په ورځ، د اګست په ۶مه، په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو پیل ته غبرګون ښودلی، او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو. ان. اچ. سي. ار) په حواله یې خبرداری ورکړی چې ډله ییزې او عجولانه ستنېدنې د خوندیتوب اړتیاوې زیاتوي او د بې ثباتۍ خطر لري.

بنیټ لیکلي چې «دا ډول کړنې د جبري ډول بېرته نه ستنېدنې اصول نقضوي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو افغان کډوالو ته چې د کډوالو د نوم لیکنې (پي او ار) کارتونه لري افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره له یوې میاشتې کم وخت ورکړی، او ټینګار یې کړی چې د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دوی په زوره وباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د چهارشنبې په ورځ، د اګست په ۶مه په یوه بیان کې ویلي چې وو، پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان ته د افغانانو هر ډول ستنول په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ ملیون افغانان د کډوالو د نوم لیکنې (پي او ار) کارتونه لري، چې کلونه وړاندې ورته ورکړل شوي وو، خو د ۲۰۲۵ کال د جون له ۳۰مې وروسته یې د اعتبار موده ونه غځول شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۲.۱ ملیونو ډیر افغانان، له دې شمیر ۳۵۲ زره له پاکستان، افغانستان ته ستانه شوي یا بېرته ستنولو ته اړ ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG