د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۷

افغان لیکوال یحیی وردګ په جرمني ژبه د پښتو د لیک لوست کتابونه لیکلي


افغان لیکوال ډاکټر یحیی وردک
افغان لیکوال ډاکټر یحیی وردک

په جرمني کې میشت یو افغان لیکوال داسې کتابونه لیکلي چې پر مټ یې له جرمني، پښتو لیک، لوست زده کېدلای شي.

ډاکټر یحیی وردګ وايي، دا کار یې هغو افغانانو لپاره کړی چې دې او نورو هغو هیوادونو کې چې په جرمني ژبه په کې خبرې کېږي رالوی شوي دي.

نوموړی وايي، په پام کې لري چې د دري ژبې زده کړې ته هم ورته کتابونه ولیکي.

داسې مهال چې د جرمني په شمول بیلابیلو هیوادونو ته یو شمیر تازه کډوالو شویو کورنیو مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې ګوندي ماشومان یې خپله ژبه هېره کړي، په جرمني کې یو افغان لیکوال، داسې کتابونه لیکلي چې پر مټ یې له جرمني، پښتو لیک، لوست زده کېدلای شي.

ډاکټر یحیی وردګ وايي، دا کار یې ابتدايي سویې لپاره په یو منظم سیستم کې کړی او په خبره یې د شلو کلونو خوارۍ او پرله پسې کار او هڅو نتیجه یې ده.

هغه د دغو کتابونو په اړه ازادي راډیو سره نور جزیات شریک کړل، ویې ویل"فعلا مونږ د څلورو سویو لپاره چې ابتدايي سویه ده،A2، A1 او B2، B1، هرې سویې لپاره شپږ، اووه کتابونه لیکلي، برابر کړي مو دي، هرې سویې لپاره د لوست کتاب بیل دی، د تمرین بیل دی، د ګرامر بیل دی، د ژباړې بیل دی، د لغتونو کتاب بیل دی او دغه ټول متنونونه مونږ په غږیز شکل هم برابري کړي چې شاګردان ورنه استفاده وکړي. "

ښاغلی وردګ وايي د دې کتابونو د موادو په راټولو کې یې ورسره ځني همکارانو هم مرسته کړې.

دی زیاتوي، هغوی چې دې کتابونو ته اړتیا لري کولای شي له امازون انلاین پلورنځي یې وپیري.

ښاغلی وردګ وايي، په پام کې لري چې د دري ژبې زده کړې ته هم ورته کتابونه ولیکي.

یحیی وردګ چې د طب ډاکټر دی، په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د لوړو زده کړو سلاکار پاتې شوی او د افغانستان پوهنتونو ته یې د طب، فارمسۍ، وترنرۍ او نورو برخو کې په سلګونه کتابونه لیکلي، ژباړلي او چاپ کړي دي.

په جرمني کې میشتې یو شمیر افغان کورنۍ او د زده کړو د برخې متخصصین د نوموړي د دې تازه اقدام ستاینه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته جرمني ته کډه شوي افغان ممثل فضل احمد انیس ازادي راډیو ته وویل" په مجموع کې دا یو نیک کار دی او ډیر ښه کار دی، یوه خاصه هیله ورته لرم، دا د دې ځای د افغانانو لپاره چې له ماشومانو یې ژبه هېرېږي ډیر موثر دی."

جرمني کې میشته د پوهنتون پخوانی استاده او مخکې د ژبې په برخه کې د پوهنې وزارت د ملي تعلیمي نصاب متخصصه فروزان امیري هم د داشان کتابونو تالیف افغان کډوالو شویو کورنیو لپاره یو مهم ګام بولي." ماشومانو چې کله د خپلې ژبې او وطن له فضا لرې کېږي، اړتیا ده چې کورنۍ رهنما او مرستندویو کتابونو ته لاسرسی ولري چې پر مټ یې خپلو ماشومانو ته لیک، لوست وښيي، هغوی کولای شي د کورنۍ په فضا کې خبرې وکړي خو لیک، لوست ستونزمن دی، که کتابونه وي دا مرسته کوي او کولای شي کورنیو ته لاره اسانه کړي. "

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته ډیرې افغانان له خپلو کورنیو سره اروپايي هیوادونو، کاناډا او امریکا ته کډوال شول، دوی د کوربه هیوادونو په ښوونځیو کې د هغوی په رسمي ژبو زده کړې کوي خو به خپله مورنۍ ژبو له لیک لوست لرې پاتې دي.

خو دا یوازې د نویو کډوالو شویو کورنیو ستونزه نه ده، بلکې دې هیوادونو ته ډیری پخوا تللې کورنۍ هم دا ستونزه لري او اوس چې اولادونه یې رالوی شوي هم دي د خپل هیواد په رسمي ژبو پښتو او دري سم لیکل او لوستل نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG