د طالبانو حکومت په افغانستان کې د برېښنا د تولید د یو ستر قرارداد داسې مهال لاسلیک کړ چې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د کمښت او نشتوالي له امله شکایتونه کوي.
دا ښاریان وايي چې د هوا په ګرمېدو د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې دي او دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
حتی داسې ورځې راغلي چې موږ په ۲۴ ساعتونو کې دوه یا درې ساعته برېښنا لروسپوږمۍ، د کابل اوسیدونکې
د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې سپوږمۍ ازادي راډیو ته وویل"حتی داسې ورځې راغلي چې موږ په ۲۴ ساعتونو کې دوه یا درې ساعته برېښنا لرو، د کور ټولې اړتیاوې او ورځني کارونه د برېښنا په شتون کې ترسره کېږي،خو چې برېښنا نه وي، یعنې هیڅ کار ممکن نه وي."
د کابل د نهمې ناحیې یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم ورته شکایت لري"په کابل کې عموماً د برېښنا ستونزې شته، دا د شپې په ۱۱ بجو ځي او د سهار په ۹ بجو بیرته راځي، یو یا دوه ساعتونه وي او بیا بیرته ځي، خلک ډېر ستونزې لري، هوا هم ګرمه ده، موږ د شپې لخوا له ډېرو ستونزو سره مخ یو."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت او خصوصي شرکت "عزیزي ګروپ" پرون شنبه د برېښنا تولید لپاره د ۱۰ ملیارد امریکایي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ، د زمري په ۱۱مه نیټه، پر ایکس پاڼه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې د دې تړون پر بنسټ به د ګاز، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمریزو سرچینو څخه د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولیدولو پروژه پیل شي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، له دې تولیدي برېښنا څخه به ۴ زره میګاواټه برښنا عامو خلکو ته او ۶زره میګاواټه به صنعتي فابریکو ته ځانګړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د «عزیزي ګروپ» خصوصي شرکت او د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت تخنیکي ټیمونو د پروژې سروې وروسته، ډیزاین به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړ شي او بیا به له ۲زرو څخه تر ۳ زرو میګاواټه برېښنا تولید عملي کار پیل شي.
طالبان وايي چې د دې پروژې په پلي کولو سره به له راتلونکو اوو څخه تر لسو کلونو پورې نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې به بشپړ په ځان بسیا شي، بلکې بهرنیو هیوادونو ته به هم برېښنا صادروي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له کلونو راهیسې په وارداتي برېښنا تکیه دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بریښنا ۸۰ سلنه اړتیاوې له ګاونډیو هیوادونو پوره کیږي، او دا هیواد هر کال شاوخوا ۲۲۰ میلیون ډالر د بریښنا په پیرودلو مصرفوي.
په ورته وخت کې، د برښنا برخې یو شمیر انجینران وايي چې افغانستان د بریښنا تولید لپاره پراخ طبیعي ظرفیتونه لري او که په اغیزمنه توګه وکارول شي، نو نه یوازې د هېواد کورنۍ اړتیاوې به پوره شي، بلکې د بریښنا صادرولو ته به هم لاره هواره کړي.
که دا پروژه په بشپړه توګه او په ښه مدیریت پلي شي، کولای شي د افغانانو د بریښنا اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړيد برښنا یو انجینر
د کندوز ولایت د برېښنا د لېږد «دیسپیچنګ» د څانګې پخواني عمومي مدیر صدیق الله حبیبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې پروژې په اړه وویل"که دا پروژه په بشپړه توګه او په ښه مدیریت پلي شي، کولای شي د افغانانو د بریښنا اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړي، خو زما په نظر، د هرې پروژې د پلي کولو لپاره ترټولو مهم لومړی اقتصاد او دوهم امنیت دی، که دا دواړه په افغانستان کې موجودي وي،نو د پروژې په پلي کولو کې به هیڅ خنډ نه وي."
له دې سره د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې وزارت پولیس ځواکونه د برېښنا د تولید پروژې په ګډون د ټولو ملي پروژو د امنیت د ټینګولو لپاره بشپړ چمتو دي او امنیت به یې په همغږۍ کې ټینګ کړل شي.
د یادونې ده چې د برېښنا د کمښت او ان نشتون ستونزه په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت له وخت راهیسې موجوده ده او د مختلفو ولایتونو اوسیدونکو په وار وار د دې ستونزې په اړه شکایتونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وه چې د افغانستان د بریښنا سکتور له لویو ننګونو سره مخ دی او په کلیو کې یې د بریښنا محدود لاسرسی او په وارداتي بریښنا باندې پراخه تکیه د افغانستان د انرژۍ د ځان بسیاینې په وړاندې لوی خنډونه بللي وه.