د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

افغان سوداګر میرویس عزیزي د برښنا په تولید کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي


د میرویس عزیزي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزیر عبداللطیف منصور ترمنځ د تړون لاسلیک
د میرویس عزیزي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزیر عبداللطیف منصور ترمنځ د تړون لاسلیک

په کابل او لویو ولایتونو کې د برښنا د کموالي په اړه له کلونو شکایتونو وروسته بالاخره د انساني ژوند د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره یو لوی ګام اخیستل کیږي. دې سکتور کې د لس میلیارده ډالره پانګونې تړون د شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان ملي سوداګر میرویس عزیزي وایي، د برښنا په برخه کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي.

د لس زره میګاواټه برښنا د تولید دغه تړون نن شنبه ( د زمري ۱۱مه) په کابل کې د ښاغلي عزیزي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور ترمنځ لاسلیک شو.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون ویلي، سبا یکشنبه به د انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تخنیکي ټیمونه ځانګړو شویو سیمو ته ولاړ شي او د لسو ورځو په ترڅ کې به د پروژو سروې بشپړه کړي.

معلومه نه ده چې دغه پروژې په کومو سیمو کې پلې کیږي خو ویل شوي چې سرچینې به یې د ډبرو سکاره، اوبه او باد وي.

میرویس عزیزي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې شاوخوا یو لک او پنځوس زره افغانانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

میرویس عزیزي د افغانستان یو وتلی پانګه وال دی چې په متحده عربي اماراتو کې څو سوداګریز شرکتونه لري.

د هغه یوه لویه پروژه چې په اماراتو کې د عزیزي شرکتونو تر کار لاندې ده د ( عزیزي برج ) په نوم په نړۍ کې د د دویمې تر ټولو لوړې اسمان څکې ودانۍ جوړول دي.

دا مهال تر ټولو لوړه ودانۍد دوبۍ برج خلیفه ده چې د نړۍ د سیلانیانو پام ېې ځانته اړولی دی.

افغانستان دا مهال د اړتیا وړ شاوخوا ۷۰ فیصده برښنا له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران څخه واردوي.

دغه برښنا هم د خلکو اړتیاوو ته بسنه نه کوي او په سره اوړي او ژمي کې تل افغانان د برښنا له پرچوۍ شکایتونه کوي.

XS
SM
MD
LG