ډونالډ ټرمپ د روسیې د امنیت شورا د مرستیال او پخواني ولسمشر دمیتري مدودف د ګواښونو په ځواب کې له خپلو ځواکونو وغوښتل چې دا اوبتلونه ځای پرځای کړي.
دمیتري مدودف چې له له دوه زره اتمه تر دوه زره دولسمه د روسیې ولسمشر و
اونۍ مخکې په ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د روسیې لپاره د ډونالډ ټرمپ ضرب الاجلونه بې لارې کوونکي دي او کولی شي چې هغه ته په کور دننه تر هغه ډیر زیان ورسوي چې دی یې فکر کوي.
میدودف دا هم ویلي دي چې ټرمپ له روسیې سره په دې ضرب الاجلونو لوبې کوي، که هغه پنځوس ورځني وي یا لس ورځني، دی باید دوو شیانو ته توجه وکړي؛ لومړی دا چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران، دوهم هر نوی ضرب الاجل یو ګواښ دی او د جګړې په لور یو ګام دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ( اګست لومړۍ نیټه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې امر یې کړی دی په دوو مناسبو ځایونو کې دوه اټومي اوبتلونه ځای پرځای کړي او دا د دې لپاره چې د داسې احمقانه او پارونکو بیانونو تر شا ډیر څه وي. ټرمپ زیاته کړه چې کلمات ډیر مهم دي او ډیر کله کولی شي چې غیر ارادي نتایجو ته لار پرانیزي، خو په دې هیله چې داسې څه نه وي.
ټرمپ د جولای په اته ویشتمه وویل چې روسیه له ننه تر لسو ورځو پورې وخت لري چې په اوکراین کې اوربند وکړي کنه د تیلو پر اخیستونکو به یې تعرفې ولګول شي. مسکو چې په اوکراین کې د سولې لپاره خپل شرایط ایښې دي تر اوسه یې د ټرمپ د دې ضرب الاجل په خاطر کوم ګام نه دی اخیستی.
که څه هم د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته مدودف د ټرمپ پرضد سختې خبرې کړې دي، خو له لویه سره مدودف د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري له څلرویشتمې راوروسته چې روسیې اوکراین ته په لسګونو زره پوځیان استولې دي، د لویدیځ پرضد په ښکاره سختې خبرې کوي.
د کرملین منتقدان دی یو بې مسوولیته کس بولي او د ده په خبرو پسې خاندې خو یوشمیر غربي دیپلوماتان په دې نظر دي چې دا خبرې د کرملین د سیاستوالو د غونډو د نظرونو څرګندونه کوي.