د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۳

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه؛ له یمن وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې جنسیتي توپیر په کې په لوړه کچه دی


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو لګول شوي بیلابیل محدودیتونه ورځ بلې ته پراخېږي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو بحرانونو سره مخ هغه هیواد دی چې دوی لپاره د برابرو فرصتونو مبارزه په کې ورځ بلې ته سختیږي.

دغه ادارې د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې واکمنو طالبانو پر ښځو د محدودیتونو لپاره لږ ترلږه اتیا فرمانونه صادر کړي دي.

افغانستان په نړۍ کې له یمن وروسته دوهم هیواد دی چې د جنسیتي توپیر لوړه کچه په کې موجوده ده
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه

په دې راپور کې چې سه شنبه د جولای په ۲۹ خپور شوی راغلی افغانستان په نړۍ کې له یمن وروسته دوهم هیواد دی چې د جنسیتي توپیر لوړه کچه په کې موجوده ده.

یو این ومن ویلي اوسمهال د نړۍ له هرو لسو ښځو او نجونو یوه یې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي او که چېرې دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به تر راتلونکو ۱۳۷ کلونو پورې هم له ښځو سره اقتصادي نابرابري پای ته ونه رسوي.

د دغه ادارې په راپور کې دا هم راغلي چې په تېره یوه لسیزه کې د جګړو سره نږدې سیمو کې د هغو ښځو شمېر دوه چنده شوی، چې د جنسیت پر بنسټ له لوږې، خوراځواکۍ، د خوړو نه خوندیتوب او تاوتریخوالي له لوړو خطرونو سره مخ کبږي.

په ورته وخت کې یو شمېر میرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې هم وايي په تېرو څلورو کلونو کې افغان میرمنو سخت کړاوونه ګاللي دي.

په کابل کې یوه میرمن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل،

"له درې کاله زیات وشول چې د زده کړو او کار په ګډون افغان میرمنې له لومړنیو حقونو او ان له عمومي ژونده بې برخې دي، د بشري حقونو دغه ښکاره نقض د میلیونونو انسانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی او د افغانستان راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی."

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د افغان میرمنو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې پر طالبانو عملي فشارونه زیات کړي.

د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال طالبانو نه یوازې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي بلکې د ښځو د غږ د اورېدو ځایونه یې هم تړلي دي.

له درې کاله زیات وشول چې د زده کړو او کار په ګډون افغان میرمنې له لومړنیو حقونو او ان له عمومي ژونده بې برخې دي، د بشري حقونو دغه ښکاره نقض د میلیونونو انسانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی او د افغانستان راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی
افغانه ښځه

"د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب دی، د ښځو د حقونو لپاره جوړ شوي ټول بنسټونه یا خو تړل شوي او یا یې فعالیتونه بند شوي دي، د فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، ښځې اوس نه یوازې د ټولنیز او حقوقي ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي، بلکې د تاوتریخوالي د راپور ورکولو په صورت کې له جدي ګواښونو سره هم مخ دي."

د ښځو د حقونو بله فعاله ترنم سیدي وايي،

"څلور کاله کیږي چې دغه ډلې ( طالبانو )ښځې په خپلو کورونو کې زنداني کړي دي، او هره ورځ موږ په افغانستان کې پر ښځو او نارینه وو د یو نوي ظلم شاهدان یو، جبري کډوالي، فقر او بې کاري او زیاته شوې او زندانونه له بې ګناه انسانانو ډک شوي دي او په دې وروستیو ورځو کې موږ ګورو چې طالبان د کابل په بیلابیلو سیمو کې د بې حجابۍ په پلمه ښځي او نجونې نیسي او په نامعلوم لوري یې وړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو این ومن د تازه بیان په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې د شریعت له مخې د ښځو حقونه تامین کړي، داسې مهال له ۲۰۲۱ کال راهیسي واک ته تر رسېدو وروسته د ګڼو نورو محدودیتونو په شمول دوی له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او دغه شان یې دوی په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولي دي.

XS
SM
MD
LG