د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

د روغتیا نړیوال سازمان؛ کور په کور د پولیو واکسینو پر کمپاین بندیز ماشومانو له دې واکسینو محروم کړي


د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز ماشومان په ځانګړي ډول نوي زېږېدلي هغوی، پولیو واکسین څخه د محرومیت له جدي خطر سره مخ کوي.

د دې سازمان د ماشومانو ګوزڼ د بېړنۍ کمېټې له قوله په یو بیان کې چې پرون یې خپور کړی راغلي، په افغانستان کې محل په محل د واکسین تطبیق کولای د پولیو ویروس بیا راپورته کېدو ته زمینه برابره کړي.

دا چې زه په کور کې نه وم وړوکی زوی له واکسین پاتې شو، میرمنې مې نه شول کولای هغه تر روغتیايي مرکزه یوسي، دا زموږ ستونزه ده، دا ښه چې د واکسین بېرته کور په کور پیل شي
عبدالمصور

د پروان ولایت د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکی عبدالمصور وايي ماشومان یې روغتیايي مرکز نه د لیرې والې له امله، د پولیو له واکسین پاتې شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل،

"دا چې زه په کور کې نه وم وړوکی زوی له واکسین پاتې شو، میرمنې مې نه شول کولای هغه تر روغتیايي مرکزه یوسي، دا زموږ ستونزه ده، دا ښه چې د واکسین بېرته کور په کور پیل شي، په دې سره هیڅ ماشوم له واکسین کولو نه پاتې کیږي، زموږ په کلي کې د واکسین په هر کمپاین کې ډېر ماشومان له واکسین پاتې کیږي ځکه په کورونو کې یې څوک نه وي چې دوی روغتیايي مرکز ته یوسي او واکسین یې کړي."

د خوست ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي له ورته ستونزې شکایت کوي، دا هم ټینګار کوي چې واکسین دې بېرته کور په کور شي.

نوموړي هم ازادي راډیو ته وویل،

"مخکې زما ماشوم یو ځل له واکسین پاتې شوی وو، چې له امله یې موږ ټول ډېر اندېښمن وو، ځکه په کور کې څوک نه وو چې هغه د واکسین مرکز ته یوسي، زموږ غوښتنه داده چې واکسین کمپاین باید کور په کور تطبیق شي."

یو شمېر واکسیناتوران هم ماشومانو لپاره کور په کور واکسین ګټور بولي.

یو واکسیناتور چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي مونږ ته وویل،

"کور په کور کمپاینونه ډېر ښه وو ځکه چې موږ د ماشومانو له کورنیو سره مستقیم په اړیکه کې وو، اوس موږ له کورنیو هیله کوو چې خپل ماشومان باید مرکز ته راولي، خو ډیری کورنۍ نه شي کولای خپل ماشومان راولي، په دې دلیل چې یا یې لویان په کور کې نه وي یا یې لاس بند وي، خو که موږ هر کورته ورشو کولای شو چې هر ماشوم واکسین کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ د جولای ۲۰ مه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل کړو.

کور په کور کمپاینونه ډېر ښه وو ځکه چې موږ د ماشومانو له کورنیو سره مستقیم په اړیکه کې وو، اوس موږ له کورنیو هیله کوو چې خپل ماشومان باید مرکز ته راولي
واکسیناتور

د دې وزارت ویاند شرافت زمان په یو ویډیو بیان کې ویلي وو چې په دې کمپاین کې به په ۱۸۷ ولسوالیو کې له پنځو څخه کم عمره ۷ عشاریه ۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د طالبانو حکومت تېر کال په افغانستان کې د کور په کور پولیو واکسین په کمپاین بندیز ولګاوه، د دې پر ځای یې په کلیو، جوماتو او روغتیايي مرکزونو کې دا کمپاین پیل کړو.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کور په کور د واکسین پر کمپاین بندیز ماشومان په ځانګړي ډول نوي زېږېدلي هغوی له واکسین څخه د محرومیت له جدي خطر سره مخ کوي.

ډبلیو ایچ او، پرون د جولای په ۲۸ په خپله ویب پاڼه د دې سازمان د ماشومانو د ګوزڼ د بېړنۍ کمېټې له قوله په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې محل په محل د واکسین تطبیق کولای شي د پولیو ویروس بیا راپورته کېدو ته زمینه برابره کړي.

په بیان کې ویل شوي چې د دغه اندېښنو او احتمالي خطرونو په اړه د کمېټې په ۴۲ مه ناسته کې بحثونه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستندنې د پولیو د لیږد خطر زیات کړی دی.

مخکې له دې د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو د ګوزڼ بېړنۍ کمېټې په خپله ۴۱ مه ناسته کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې مثبتې پېښې څلور او په پاکستان کې دولس چنده زیاتې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس په بالامرغاب او بله په هملند ولایت ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

روغتیا پوهان وايي، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نلري او یوازې واکسین کولی شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

XS
SM
MD
LG