د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو لویه برخه د افغانانو وه


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، افغانان په ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري ( یو، این، ایچ، سي، ار) وايي چې افغانان اروپا ته د غیرقانوني کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

یادې ادارې په هغه تحلیلي راپور کې چې د جمعې په ورځ ناوخته یې ( د جولای ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو په ریلیف ویب‌پاڼه کې خپور کړی زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې د هغو افغانان شمیر چې په ناقانونه لارو د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته تللي ۴۲ سلنه دی.

د ( یو، این، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، له دې شمیر ۲۸ سلنه ښځې او ۴۱ سلنه ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ادارې د راپور پر بنسټ له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ پورې، افغانانو له بنګله‌دېشانو وروسته، اروپا ته د غیرقانوني کډوالو لویه برخه جوړوله.

( یو، این، ایچ، سي، ار) زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا ځلي پر افغانستان واکمن شول، اروپا ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر پراخ شوی دی.

په راپور کې دغه شان راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې له هغو افغانانو څخه چې له غیرقانوني لارو اروپا ته تللي، ۸۸ سلنه کسانو یې جګړې او تاوتریخوالی د خپلې کډوالۍ اصلي لامل ګڼلی، چې په دې کې ۴۸ سلنه کسانو بیا عمومي ناامني، او ۴۰ سلنې بیا ویلي چې د دوی خپل او د کورنۍ ژوند ته یې ګواښ و.

په ورته وخت کې، یو شمېر هغه افغانان چې هڅه یې کړې له غیرقانوني لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي، وایي د هغو ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله چې ورسره مخ ول، دا خطرناکه لاره یې انتخاب کړه.

یو له دوی څخه، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"دا چې زه په نظام کې وم او یو نظامي کس یم، ژوند راته ډېر سخت، ستونزمن او بې‌نهایته خطرناک شوی و. لوړ امنیتي ګواښونه ما او زما کورنۍ ته متوجه وو. هڅه مو وکړه چې له هرې ممکنې لارې له افغانستانه ووځو او بل هېواد ته پناه یوسو. تر ټولو نږدې لار ترکيه وه، کوشش مې وکړ چې قاچاقي ولاړ شم، خو بدبختانه دوه ځله لاړم، بریالی نه شوم."

یو بل افغان کډوال، چې دا مهال په ایران کې دی او دا هم د ورته ستونزې له امله نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، په ناقانونه لارو د سفر د سختیو په اړه وايي:

"مجبور شوو ایران ته راغلو، له ایرانه ترکيې ته لاړو، له خلکو مو پور واخیست. له ترکيې یونان ته لاړو، هلته پولیسو ونیولو او بیرته یې ترکيې ته واستولو، له ترکيې بیا افغانستان ته ډیپورت شوم. بیا له سره ایران ته راغلم. قاچاقي لارې ډېرې ستونزې او بدبختۍ لري."

په راپور کې دغه شان راغلي چې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ پورې، د هغو افغان پناه‌ غوښتونکو او کډوالو شمېر چې د جنوبي لوېدیځې اسیا له لارې د تېرېدو پر مهال مړه شوي، ۲۵۰ سلنه لوړ شوی، چې له ۳۰۸ تنو ۱۰۷۸ تنو ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي چې د دغو مړینو او لادرکه کېدنو ډېره برخه هغه افغانان دي چې له افغانستانه ایران ته تللي، او بیا یې د ترکیې له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کړې ده.

د ( یو، این، ایچ، سي، ار) په وینا، ډېری افغانان چې غوښتل یې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي، جرمني یې د خپل وروستي هدف په توګه یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني تازه ۸۱ افغانان، چې د دغه هېواد محاکمو مجرم پېژندلي وو، له قطر سره په همکارۍ او له طالبانو سره په همغږۍ بېرته افغانستان ته استولي، او ویلي یې دي چې دا بهیر به دوام ومومي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته، ګڼ شمېر افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله، لکه ناامني، اقتصادي ستونزې، بیکاري او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

یو شمېر دوی نا فانونه او خطرناکې لارې غوره کوي، چې ځینو یې له دغو لارو سلامت تېر شوي، خو یو شمیر بیا یا ورک شوي یا مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG