د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

نړۍ

اروپایي چارواکو د اوکراین د سولې په بهیر کې د روسیې په ښه نیت شک څرګند کړی

ارشیف
ارشیف

اروپایي چارواکو او د اوکراین ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی.

دوی پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په دې اړه داسې مهال جرګه شول چې د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشره غوښتي چې روسیې ته د سولې په بدل کې دونتڅک سیمه وسپاري.

فایننشل ټایمز ادعا کړې چې ټرمپ تیره جمعه په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال له هغه دغه غوښتنه کړې ده، خو خپله ټرمپ پرون خبریالانو ویلي، داسې کومه مسله د ده او زلنسکي ترمنځ نه ده مطرح شوې.

د اروپایي کمیسیون مرستیالې کایا کالاس د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ترپرونۍ غونډې وروسته ویلي" روسیه یرغلګره او اوکراین قرباني دی او په خبره یې پر قرباني هېواد فشار اچول سم کار نه دی."

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د امریکا، روسیې او اوکراین مشران راتلونکو څو اونیو کې په هنګري کې د اوکراین د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسلام اباد یوې محکمې د منظوراحمد پښتین د نیولو امر کړی

منظور احمد پښتین
منظور احمد پښتین

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې (اي ټي سي) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) د مشر منظور احمد پښتین د نیولو امر کړی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي تنوير عباس سپرا دا امر له دې کبله کړی چې د ده په وینا منظور پښتين محکمې ته له حاضرېدو ډډه کړئ ده.

د منظور پښتين د نيولو د امر په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړي او حقوقپوه عطاءالله جان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې دا امر نن (۲۱ اکتوبر ) نه دی شوی بلکې څو ورځې پخوانی دی.

د عطاالله جان په باور د محکمې امر جدي مسله نه ده او دا په پاکستان کې د محکمو له لوري عادي چاره ده.

د پې ټي ايم مشر منظور پښتين له یوې مودې راهيسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی او له رسنيو سره هم خبرې نه کوي.

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو کتنه ښايي وځنډېږي

د امريکا او روسيې د ولسمشرانو، ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین، تر منځ اعلان شوې لیدنه ښايي وځنډېږي، ځکه چې د دواړو هېوادونو د جګپوړو دیپلوماتانو لومړنۍ خبرې اترې ځنډول شوې دي.

د CNN د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف ترمنځ خبرې د سې‌شنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۱مه نېټه، وځنډېدې.

په ځواب کې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير وويل چې د ټرمپ او پوتين ترمنځ د داسې لیدنې حتی پلان هم نه و ، جوړ شوی.

د دې ناستې د ترسره کېدو موضوع د دواړو مشرانو ترمنځ د اکتوبر په ۱۷مه د يوه ټيليفوني تماس پر مهال مطرح شوې وه. تمه کېده چې روبیو او لاوروف د دې لیدنې د چمتووالي لپاره مخامخ وګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تأييد کړې ده چې لاوروف د اکتوبر په ۲۰مه له روبیو سره ټليفوني تماس درلود.

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي بندي شو

نیکولا سرکوزي
نیکولا سرکوزي

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د سې‌شنبې په ورځ د پنځه کاله قید لپاره په پاریس کې زندان ته داخل شو.

سرکوزي، چې ۷۰ کلن دی، د جنایي سازمان په جوړولو کې د ونډې اخیستو په تور مجرم وپېژندل شو. دا تور د هغه د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین د تمویل له امله دی، چې ګواکي د ليبيا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي له خوا تمویل شوی و.

سرکوزي پر خپلې بې‌ګناهۍ ټينګار ورکړ او په يو بیان کې یې، چې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې خپور شو، وليکل:

«زه بې‌ګناه يم، او د دې قضایي رسوايۍ د افشا کولو هڅې ته به دوام ورکړم.»

هغه زياته کړه چې دا پرېکړه د يوې اوږدې او ناعادلانه څېړنې پايله ده، چې پر جعلي سند ولاړه وه.

سرکوزي به په (لا سانته) زندان کې، چې د پاریس په مرکز کې دی، بند تېر کړي. راپورونه وايي، هغه به د ساتنې په ځانګړې څانګه کې وساتل شي، خو د چارواکو په وينا، له ده سره به په هيڅ ډول ځانګړې امتیازي چلند نه کېږي.

په پاکستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه

د پاکستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

وزارت پرون (دوشنبې) وویل، دا ماشوم ۱۲ مياشتنی دی او د خيبر پښتونخوا اوسېدونکی دی. د دې تازه پېښې له ثبتېدو سره، يوازې په خيبر پښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی، او په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په ټوله پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو يوه ويروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ويروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د عصبي سيستم پر فعاليت اغېز کوي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې محوه شوي نه دي.

تېره اوونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیسو ۳ پېښې ثبت شوې.

سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

ټرمپ: که حماس پر اوربند عمل ونه کړي، محوه به شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه / د ميزان ۲۸مه) وويل، چې ده حماس سختدریځې ډلې ته يو فرصت ورکړی څو له اسراییل سره د اوربند له موافقې سره سم عمل وکړي، خو دا یې هم په کلکه ټينګار وکړ چې که دا ډله په عمل کې ځنډ وکړي، نو «ريښه به يې له منځه يووړل شي».

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانېزي سره له کتنې ورروسته خبريالانو ته وکړې او ویې ویل:

«حماس ډېر ظالمانه چلند کړی، خو په حقیقت کې نور د ايران او د بل هیچا ملاتړ نه لري. هغوی بايد ښه چلند وکړي، او که ښه چلند ونه کړي، بېخ به یې وایستل شي.»

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هغه دوو لوړپوړو استازو — سټيف ویتکاف او جېرد کوشنر — د دوشنبې په ورځ له اسرائيلي صدراعظم بنيامين نتنياهو سره وليدل.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. ونس هم ټاکل شوې چې له نن سې شنبې تر پنجشنبې پورې اسرائيل ته سفر وکړي.

ټرمپ ټينګار وکړ چې د امریکا ځواکونه به د حماس پر ضد په جګړه کې مستقيم ګډون ونه کړي او زياته يې کړه چې څو هېوادونو موافقه کړې چې د غزې د ثبات لپاره د يوه ګډ نړيوال ځواک په چوکاټ کې برخه واخلي.

د غزې له اوربنده لومړنۍ لویه سرغړونه، دوه اسراییلي سرتیري او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت
غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت

د اسراییل پوځ وایي، د دوی د دوو پوځیانو له وژلو او بیا پر غزه د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته بیرته د غزې اوربند پېل شوی دی.

د رویټرز په وینا دغلته د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند پرون یکشنبه هغه مهال مات شو چې وسله والو دوه اسراییلي سرتیري ووژل او بیا اسراییل پر غزې هوایي بریدونو سره ۲۶ فلسطینان له منځه یوړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن د حماس مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهیږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.

غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته نن دوشنبه د مرستو رسول هم له سره پېل شوي دي.

زلنسکي: چمتو یم چې بوداپست کې له ټرمپ او پوتین سره د سولې خبرو ته کېنم

د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران
د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، دی " چمتو " دی چې بوداپست کې له ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین سره د سولې خبرو ته کیني.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین تیره اونۍ تر ټیلفوني خبرو وروسته هوکړه وکړه چې راتلونکو اونیو کې به د اوکراین جګړې په اړه هنګري کې مخامخ سره کیني.

زلنسکي پرون د اکتوبر ۱۹مه له ( ان.بي.سي) سره په مرکه کې دا هم ویلي " ډاډه نه دی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د جګړې پای ته رسولو ته چمتو و اوسي.

هغه زیاته کړې، د جګړې د پای ته رسولو په موخه باید پر مسکو باندې فشارونه زیات شي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کیږي چې روسیه او اوکراین لا هم یو د بل پر اهدافو بریدونه کوي.

د ایران قضايي قوې یو تن د "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

ایران کې یو اعدام شوی کس
ایران کې یو اعدام شوی کس

د قم ولایت لوی څارنوال کاظم موسوي د یکشنبې په ورځ د تورن کس د هویت له افشا کولو پرته وویل چې دا سړی د شنبې په ورځ د اسراییلو د استخباراتي ادارې "موساد ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شو.

د موسوي په وینا، تورن د تېر کال په دسمبر کې موساد ته د محرمو معلوماتو د لیږلو په تور ونیول شو.

د ایران قضايي قوې د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور څو کسان اعدام کړي دي.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې ایران سږ کال اعدامونه زیات کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې ایراني چارواکو له اسراییلو سره تر دولس ورځنۍ جګړې وروسته د "ملي امنیت" د ګواښ په پلمه د اعدام سزاوې زیاتې کړي دي.

یمن کې حوثيانو د ملګرو ملتونو شل کارکوونکي نیولي دي

یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره
یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره

په یمن کې د ملګرو ملتونو دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی شل کارکوونکي د حوثي یاغیانو له خوا نیول شوي دي.

په دې ډله کې پنځه یمنیان او ۱۵ نور یې د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي دي.

حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د یمن په صنعا کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ودانۍ برید وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې راپور ورکړی چې د یونیسف استازی پیټر هاکنز د نیول شویو کسانو په ډله کې و.

د سرچینو په وینا، په بندیانو کې د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ یا اوچا د دفتر غړي شامل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د حوثي یاغیانو لخوا د ملګرو ملتونو د کارمندانو توقیف په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دوی د خوشې کولو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو تر پیښې وروسته د یمن په شمالي سیمه صعده کې خپل فعالیتونه وځنډول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG