خبرونه
م.م: سږ تر تر یو میلیون او ۴۰۰۰۰۰ زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي چې سږ کال تر دې دمه تر یو میلیون او څلور سوه زره زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په زور شړل شوي دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له دې امله د بشري ناورین کچه نوره هم ژوره شوې، ځکه منابع ورځ تر بلې کميږي.
د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ په وینا، بېرته ستنو شویو کډوالو، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ګرځېدلي، د افغانستان پر زیانمن شویو زېربناوو له حده زیات فشار راوړی دی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې نړیواله مرسته هم کمه شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي: «د راستنېدونکو کسانو دې پراخ شمېر یو بشري بېړنی حالت رامنځته کړی.
دغه اداره وایي، ډېرو هغو کسانو، چې افغانستان ته ستانه شوي، د چاپو، نیونو او په سختو شرایطو کې د ایستلو له امله روحي صدمه لیدلې ده. ځینې یې شکایت کوي چې تر ایستل کېدو مخکې له خپلو کورنیو بېل شوي او شتمنۍ ترې اخیستل شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
محسن نقوي: پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، حکومت د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوي.
نقوي نن سه شنبه دغه خبره مشال راډيو ته داسې مهال وکړه چې له وړاندې پاکستاني چارواکو پولیسو ته لارښونه کړې چې دغه ډله افغانان دې د کابینې تر پریکړې پورې نه تنګوي.
د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې موده د جون په وروستۍ نیټه پای ته رسیدلې، خو پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې دغه کارتونه تمدید کړي.
په پاکستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان د ( پي.او.ار) کارتونه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ ورکړي دي.
پاکستان بیا له وړاندې د ( اې.سي.سي) کارت لرونکو د اخراج لړۍ پيل کړې او سلګونه زره کډوال یې اخراج کړي دي.
غزه کې ۵ اسراییلي سرتیري د ماین په چاودنه کې وژل شوي

د اسراییل پوځ وایي، پنځه سرتیري یې تیره شپه د غزې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
لویدیځو اژانسونو د اسراییلي رسنیو په حواله لیکلي، دغه سرتیري په ګزمه وتلي وو چې ماین پرې وچاودېد.
بل لورته د غزې روغتیایي چارواکو ویلي چې پر دو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د جګړې دواړه لوري دا مهال د امریکا په منځګړیتوب د دوه میاشتني اوربند د طرحې په ارزونه بوخت دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک، اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان په اړه یوه تصویب شوي پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ځپونکې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیکه ځپنه پای ته ورسوي.
دغه پریکړه لیک پرون دوشنبه ۱۱۶ قاطع اکثریت رایو باندې تصویب شو، خو یوازې امریکا او اسراییل پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.
د روسیې او چین په ګډون ۱۲ نورو هېوادونو پریکړه لیک ته ممتنع رایې ورکړې دي.
که څه هم د عمومي اسامبلې، چې ۱۹۳ غړي لري، دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو یو نمایشي وزن لري او نړیوال احساسات منعکسوي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر طالبانو ورته ډیر نړیوال غږونه شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو او قوانینو ننګه کړې.
ملګرو ملتونو پر جرمني د افغانانو د ایستلو په خاطر نیوکه وکړه

ملګروملتو دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریندت، اعلان وکړ چې پلان لري له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو د افغانانو شړل ممکن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمیشنرۍ استازې راوینا شمداساني، د ملګرو ملتونو په یوه خبري ناسته کې وویل:
«افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول مناسب نه دي. زموږ دفتر لا هم د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو اسناد راټولوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه، چې اغېزمنې شوې، غلې کړل شوې، له کار، تعلیم، او د تګ راتګ له آزادۍ محرومې شوې دي.»
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي عرافات جمال، له هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په زور له خپلو خاورو ونه باسي.
امریکا هیت تحریر الشام ډله د تروریستي ډلو له لیسته وایستله

د امریکا حکومت د سوریې هیئت تحریر الشام د خپلو بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه وایست.
د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د دې ګام پورته کېدا ښايي د سوریې له نوي حکومت سره د پراخې همکارۍ نښه وي.
د اسوشیتید پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه شاوخوا دوې اوونۍ مخکې شوې، خو تمه ده چې له راتلونکې سې شنبې (۱۷م چنګاښ) څخه عملي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د امریکا له لوی څارنوال او د خزانې وزیر سره تر مشورې وروسته کړې ده.
د «جبهه النصره» نومې ډلې، چې پخوا یې له القاعدې سره تړاو درلود، وروسته خپل نوم بدل کړ او «هیئت تحریر الشام» شو.
د سوریې په نوي حکومت کې ډېری مهم سیاسي او امنیتي چارواکي، پخوا د دې ډلې فعال غړي پاتې شوي دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روان کال د مې میاشتې په منځنیو کې، په ریاض کې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل، او د سوریې پر وړاندې یې د امریکا بندیزونه نرم کړل.
په سوریه کې د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې (چې په ۲۰۱۱ کې پیل شوه) په لړ کې، سلګونه زره کسان ووژل شول، میلیونونه دننه او بهر ته کډوال شول، او لوېدیځو هیوادونو د بشار اسد د حکومت پر ضد فشارونه زیات کړل، خو هغه د ایران او روسیې په ملاتړ واک ته دوام ورکړ.
د اسد حکومت بالاخره د ۱۴۰۳ کال د قوس په میاشت کې، د احمد الشرع په مشرۍ د اسلامي هیئت تحریر الشام ډلې د ناڅاپي برید په پایله کې، له واکه لیرې شو.
یوناما د دوحې بهیر د غونډې جزیات نن خپاره کړي، طالبانو سره د افغانستان پر نړیوالو ژمنو هم په کې خبرې شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د دوحې بهیر د کاري ډلو د تیرې اونۍ غونډې جزیات نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) رسنیز کړي دي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د جون په دیرشمه او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شوه د افغانستان د خصوصي سکتور په ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو متمرکزه وه.
د یوناما مشرې روزا اتونبایوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غونډه کې یې له طالب استازو سره د افغانستان په نړیوالو ژمنو او د ښځو او نجونو د رول په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د دوحې بهیر د کاري ډلو په یاده غونډه کې د ۲۶ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د طالبانو ۷ کسیز پلاوی هم ورغلی و.
یوناما د غونډې جزیات نن داسې مهال خپاره کړي چې ماښام مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان پر وضعیت بحث کیږي.
اسراییل یمن کې د حوثیانو مرکزونو او درې بندرونو باندې بریړ کړی دی

اسراییل نن سهار د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د یمن درې بندرونه، یو برښنا کوټ او د حوثیانو پټن ځایونه په نښه کړل.
د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېر ماښام یې یوه بل برید کې د " ګلکسي لیډر" په نوم هغه بیړۍ هم ویشتلې چې حوثیانو ۲۰۲۳ کال کې برمته کړې وه.
دا بریدونه وروسته تر هغه وشول چې حوثیانو حدیده بندر ته نژدې پر یوه بیړۍ برید وکړ.
د غزې د جګړې له پيله حوثیانو تل د فلسطین په دفاع کې پر اسراییل او سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه کړي دي.
تکزاس کې د سیلابونو له کبله ۸۲ تنه مړه شوي، لسګونه لا هم تري تم دي

د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله د مړو شمیر ۸۲ ته پورته شو.
لسګونه کسان لا هم تري تم دي.
څه باندې څلویښت تنه په کېر ښارګوټي کې مړه شوي او څو نورو ښارونو کې هم مړي موندل شوي.
سیلاب د هغو ۴۱ تنو وړو نجونو کمپ هم په سر اخیستی چې د یوه سیند غاړې ته په مېله تللې وې.
د اوبو کچه کمه شوې، خو د نورو ورښتونو وړاندوینه شوې.
سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول.
د تګزاس والي ګرګ ابوت پرون یکشنبه ویلي، ټول بنسټونه په پلټنه بوخت دي او کله چې د اوبو کچه کمه شي، دا هڅې به پراخه شي.
د هغه زمري مالکان نیول شوي چې لاهور کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان داړلي وو

د پاکستان پولیس وایي، د هغه زمري مالکان یې نیولی چې لاهور کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان کړي وو.
پولیسو پرون یکشنبه ویلي، له یوې کروندې تښېدلي زمري، یوه میرمنه او د هغې پنځه کلن او اووه کلن ماشومان ټپيان کړي دي.
په استوګنیزه سیمه کې په یادې کورنۍ د زمري د برید ویډیو خپره شوې ده.
د پولیسو په خبره، د زمري مالکانو د برید پر مهال ننداره کوله او د حملې د مخنیوي هڅه یې نه ده کړې.
دا زمری اوس یوه پارک ته لېږدول شوی دی.