د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

په ایران کې میشت افغان کډوال؛ نه افغانستان ته ستنیدلی شو او نه په ایران کې د پاتې کیدو اجازه راکوي


په ایران کې میشتو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت سره هم مهاله یو شمېر کډوال وايي له زیاتېدونکې فشار او له ستونزمنو حالاتو سره مخ دي.

په ایران کې میشت د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست حفیظ الله چې د سرشمېرنې د پاڼې موده یې د یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې وايي په ایران کې د ټولو افغان کډوالو ژوند ستونزمن شوی.

افغانان ګوري نیسې یې، اوس زما د کور پیشکي پیسې چې مخکې مې ورکړې هغه مې پاتې دي تراوسه د کور مالک زما پیسې نه دي راکړي په تمه یم چې پیسې مې راکړي چې د لارې کرایه پرې وکم
حفیظ الله

نوموړي نن ازادي راډيو ته وویل چې هره شېبه د پولیسو له لوري د دوی د نیولو ویره موجوده ده او له خپلو کورونو نه شي وتلی خو د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان ته د بېرته تګ وس نه لري.

"اوس مهال په سخت حالت کې یو، زموږ سیم کارتونه بند شوي دي همدا چې له کوره ووځي نیول کیږې، تازه یې زموږ یو خپلوان نیولی کورنۍ یې دلته پاتې ده او دا یې افغانستان ته اړولی دی، هر ځای چې افغانان ګوري نیسې یې، اوس زما د کور پیشکي پیسې چې مخکې مې ورکړې هغه مې پاتې دي تراوسه د کور مالک زما پیسې نه دي راکړي په تمه یم چې پیسې مې راکړي چې د لارې کرایه پرې وکم. "

په ایران کې میشت یو بل افغان کارګر چې په یوه فابریکه کې کار کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل چې ایراني پولیسو د دوی کار ځای ته د تګ راتګ په لاره د پلټنې پوستې ډېرې کړي او دا او نور افغان کارګران د نیولو له ویرې له کارخونو نه شي وتلی.

"اوس مهال موږ هغه الوتونکو ته ورته یو چې له ویرې له خپلو پنجرو نه شو وتلی، د پلټنې دومره ډېرې پوستې یې جوړي کړي دي چې ان موږ روغتون ته نه شو تللی، الله دې هغه ورځ نه راولي خو که کوم اولاد مې ناروغ شي روغتون ته یې نه شو وړلی، په ویره کې ژوند کوو، په دې کارخونه کې له ۵۰ تر ۶۰ کسان کار کوو د کارخانې له احاطې نه شو وتلی. "

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې ایراني چارواکو اعلان کړی چې په دې هیواد کې افغان کډوالو ته د ورکړل شویو سرشمېرنې پاڼو موده پای ته رسېدلې او دغه افغان کډوال دې د جولای تر ۶ مې له دې هیواده ووځي کنه په وړاندې به یې قانوني اجرات وشي.

اوس مهال موږ هغه الوتونکو ته ورته یو چې له ویرې له خپلو پنجرو نه شو وتلی، د پلټنې دومره ډېرې پوستې یې جوړي کړي دي چې ان موږ روغتون ته نه شو تللی
په ایران کې میشت افغان

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو مرکز مشر نادر یار احمدي نږدې یوه میاشت وړاندې په یو ټلویزني پروګرام کې ویلي وو چې تر تېر کال پورې په ایران کې ۲ میلیونه او سل زره بې اسناده افغان کډوال موجود وو.

نوموړي ویلي وو چې د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د ۲ میلیونه نورو بهرنیو اتباعو د سرشمېرنې پاڼو د مودې په پاې ته رسېدو سره په دې هیواد کې د بې اسناده کډوالو ټول شمېر ۴ میلیونه ۱۰۰ زره ته رسېدلې دی.

نوموړي ویلي چې د سرشمېرنې د پاڼو لرونکو دوه میلیونو کسانو له ډلې ۵۰ سلنه کسانو یې له ایرانه د وتلو اسناد ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې، "د سرشمېرنې پاڼې" په ۲۰۲۱ کال کې د ایران د کورنیو چارو وزارت لخوا له دوه ملیونو څخه زیاتو افغان کډوالو ته د لنډمهاله پېژندپاڼو په توګه ورکړل شوې.

د سرشمېرنې پاڼې لرونکې افغان کډوال په بیلابیلو کټګوریو ویشل شوي وو.

په دوی کې هغه کسان هم شامل وو چې د ویزې یا پاسپورتونو موده یې پاې ته رسدلې، یا یې له ایراني اتباعو سره ودونه کړي، د کار کولو کارت لرونکي کارګران او یا هم د تېر جمهوري حکومت هغه سرتیري یا چارواکي وو چې ژوند یې په خطر کې وو.

په همدې حال کې د تېر جمهوري نظام یو پوځي چې په وروستیو کې له ایرانه ایستل شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته له امنیتي، رواني او روحي پلوه ځان خوندي نه احساسوي:

"له ایرانه راغلو خو دلته هیڅ روحي او رواني امنیت نه لرو، په بیلابیلو ولایتونو کې نامعلومو کسانو د تېر جمهوري نظام پوځیان وژلي موږ هم سخت په ویره کې یو. "

د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم ویلي له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنونې په اړه د ایراني چارواکو له وروستیو اعلانونو وروسته له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې د روان کال د مۍ میاشتې په وروستیو کې خپره شوی ویلي وو چې له ایرانه د جبرې ستنونې پلان به په دې هیواد کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال اغیزمن کړي.

د فرانسې خبري اژانس د ای او اایم له قوله ویلي وو چې د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې له ۵ لکه ۴۰ زره ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي دي.

نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو ستنول دوی له پراخې بې وزلۍ، فقر او په یو شمېر مواردو کې له سیاسي ځورونو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG