د طالبانو حکومت د ویاند له دې خبرې ورسته چې د دوی اړوندو ادارو د افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د عریضي پر بنسټ څیړنه کړې او نوموړی ورسره نشته، د حبیبي ورور ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د دوی هیڅ کومه عریضه نه ده منلې او ور مسترد کړې یې ده.
احمد شاه حبیبي د شنبې په ورځ (د جولای پنځمه) ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل،
زما ورور له دوی (طالبانو) سره دی او د دوی په بند کې دی او دوی یې باید برخلیک معلوم کړي موږ خو طالبانو کې عریضې ډېرو ځایونو ته کړي خو له بده مرغه دوی زموږ عریضې نه دي منلي او ټولې یې مسترد کړي دياحمد شاه حبیبي
"زما ورور له دوی (طالبانو) سره دی او د دوی په بند کې دی او دوی یې باید برخلیک معلوم کړي، موږ خو طالبانو کې عریضې ډېرو ځایونو ته کړي خو له بده مرغه دوی زموږ عریضې نه دي منلي او ټولې یې مسترد کړي دي، نه یې د عریضې رسمي ځواب راکړی دی او نه یې پرې کار کړی دی د دوی دا ادعا بې ځایه ده چې موږ (طالبان) د دوی د عریضې په بنسټ پسې وګرځېدو خو پیدا مو نه کړ."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ( د جولای په ۳ مه) په یوې اعلامیه کې چې په ایکس پاڼه ( پخواني تویټر) یې خپره کړې وه ویلي وو چې دوی هیڅ داسې نښه نه ده موندلې چې ثابته کړې حبیببي دې د طالبانو د استخباراتو یا بلې ادارې لخوا نیول شوې وي.
په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د دوی اړوندو ادارو د حبیبي د کورنۍ د عریضې بر بنسټ هر اړخیزه څېړنه کړې ده.
په دغه اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا هم رد شوې وه چې ګواکي طالبانو نوموړی په پټه نیولی او ساتلې یې دی دی.
مجاهد ویلي وو دوی د یو نظام په توګه د مجرمانو پټ ساتلو ته اړتیا نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د جون په ۲۴ مه په خپله رسمي پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، د طالبانو استخباراتو محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې نیولی دی.
د حبیبي ورور احمد شاه حبیبي هم د هغه کسانو د خبرو په حواله چې د ده په خبره محمود شاه سره یو ځای نیول شوي وو ادعا کوي چې محمود شاه حبیبي د طالبانو استخبارتو نیولی دی.
هغه وړاندې ازادي راډیو ته وویل،
دی یې په رڼا ورځ له کوره ځان سره یوړ تر هغه مخکې چې دی یې له کوره بیوه تقریبا تر ۲۱ کسان یې د ده له دفتره بوتلل هغه وخت یې چې دی (حبیبي) بیوه د طالبانو پنځه، شپږ موټر راغلل او پر کوم سړک چې د ده کور و، هغه سړک یې تقریباْ تر دوو ساعتونو تړلی وهاحمدشاه حبیبي
"دی یې په رڼا ورځ له کوره ځان سره یوړ تر هغه مخکې چې دی یې له کوره بیوه تقریبا تر ۲۱ کسان یې د ده له دفتره بوتلل هغه وخت یې چې دی (حبیبي) بیوه د طالبانو پنځه، شپږ موټر راغلل او پر کوم سړک چې د ده کور و، هغه سړک یې تقریباْ تر دوو ساعتونو تړلی وه، بیا د ده کور ته پورته شول او د هغه ټول کتابونه، کمپیوټر او ځینې وسایل یې ورسره یوړل، د ده د ډرېور (موټر چلونکي) په ګډون یې نور همکاران خوشې شول، بیا یې موږ همکارانو سره خبرې وکړې، موږ ته یې وویل چې ده سره یو ځای د استخباراتو په ریاست کې ساتل کېدل او هغوی ټول څېړل شوي وو د طالبانو لخوا دا خپله یو ثبوت دی."
احمد شاه حبیبي ادعا کوي چې دی او د امریکا حکومت د طالبانو لخوا د ده د ورور د نیول کېدو اړوند ګڼ نور شواهد هم لري چې ژر به یې رسنیو ته وړاندې کړي.
نوموړی دا ادعا هم کوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ورسره ژمنه کړئ چې تر هغه به د طالبانو حکومت سره کوم تعامل ونه کړي، څو چې د ده په خبره حبیبي یې ازاد کړی نه وي.
د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام اعلامیه کې دې د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بیرته راستنیدو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیونو ډالرو پورې د انعام ټاکلو هم ویل شوی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس د طالبانو د حکومت له خوا د امریکايي وګړي جورج ګلیزمن تر خوشې کېدو ورسته ویلي وو چې د محمود شاه حبیبي او په افغانستان کې د ځینو نورو امریکايي بندیانو د خوشې کولو هڅې هم روانې دي.
تر ګلیزمن مخکې د طالبانو حکومت دوه نور امریکايي وګړي راین کاربیټ او ولیم مک کنټي هم خوشې کړي وو.
افغاني الاصله امریکایی محمود شاه حبیبي د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې پخوانی رییس وو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یې په کابل کې د" اسیا مشورتي ګروپ" په نوم له مخابراتي شرکت سره کار کاوه .