د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۵

افغان کرکټ بورد د شل اوریز لیګ د لسو پړاوونو تړون لاسلیک کړ؛ لوبغاړي به زرګونه ډالر عاید ترلاسه کړي


India Afghanistan Cricket
India Afghanistan Cricket

د افغانستان د کرکټ بورد له خوا په نېږدې راتلونکي کې د شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د پیلېدو له خبر سره سم، یو شمېر افغان کرکټ پوهان د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، دا لیګ د افغان لوبغاړو د ځلېدا او ترڅنګ یې له اقتصادي اړخه هم د دوی او هم د افغانستان کرکټ بورد ته خورا مهم دی.

له دې ډلې کرکټ پوه او د وصال میډیا مشر محمد واصل وصال ازادي راډیو ته وویل:

"له یو اړخه ځوان لوبغاړي راځي، خپل استعداد ښيي او د افغانستان ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي، نو ویلای شو چې دا د ځوانو لوبغاړو د ځلېدا او غوړېدو لپاره ډېر مهم دی. له بله اړخه که وګورو نو په اقتصادي لحاظ هم دغه لیګ زموږ لوبغاړو او د افغانستان کرکټ بورد ته ډېرې زیاتې ګټې لري. لږ تر لږه که یو لوبغاړی دې لیګ کې لوبېږي، له لسو زرو ډالرو نیولې تر یو لک ډالر پورې عاید ترلاسه کوي او کرکټ بورد هم په لکونو ډالره عاید کوي."

د افغانستان کرکټ بورد تازه ویلي، چې مشرتابه یې د روان کال د جولای میاشتې په ۳۰ نېټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له پانګوال ملګري یا همکار سره د یاد لیګ د راتلونکو لسو (۱۰) پړاوونو د ترسره کولو تړون لاسلیک کړ.

د کرکټ بورد په ټولنیزو پاڼو په دې اړه په خپور شوي بیان کې وړاندې راغلي چې، یاد تړون په متحده عربي اماراتو کې د ITW UNIVERSE په نوم له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شوی چې مرکزي دفتر یې په هند کې دی، خو د نړۍ په ۷ هېوادونو کې څانګې لري چې د پانګوونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په برخو کې فعالیت لري.

په بیان کې دا هم راغلي چې د بورد په استازیتوب دغه تړون د ادارې عمومي رئیس میرویس اشرف او اجرایوي مشر ښاغلي نصیب خان او د ITW له لوري بیا د افریقا او منځني ختیځ هېوادونو لپاره د یاد شرکت مشر وېوېک چندرا لاسلیک کړی دی.

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) یا پریمیر لیګ لومړی ځل په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو کابل (ځوانان)، بلخ (قهرمانان)، ننګرهار (پړانګان)، پکتیا (زمریان) او کندهار (اتلان) ترمنځ ترسره شو، چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ له اتو هېوادونو ۴۰ لوبغاړي هم اخیستل شوي وو.

د دې لوبو اتلولي بلخ لوبډلې ګټلې وه.

کرکټ پوه او مخکې د افغانستان کرکټ بورد د سپین غر زون (ختیځ زون) مشر بختیار ساحل وايي، چې دا لیګ بیا د فساد د ګونګوسو له امله وځنډېد.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"دغه لیګ د لیدونکو له نظره په نړۍ کې یو لوی لیګ وپېژندل شو، خو وروسته داسې ګونګوسې خپرې شوې چې په یاد لیګ کې فساد شوی دی، چې له هغې امله یاد لیګ تر ننه پورې ځنډېدلی دی. په تېرو کلونو کې هم څو ځلي خبرونه ورکړل شول چې دا لیګ به کېږي، خو کرکټ بورد ونه توانېد چې دا لیګ ترسره کړي."

ښاغلی ساحل د دې ناتوانۍ لاملونه بېلابېل ګڼي، خو وايي، د ای سي سي د انټي کرپشن یونټ په راپور کې چې ده لوستی و، ویل شوي وو، چې دې لیګ کې دومره فساد نه و، لکه څومره یې چې په اړه تبلیغات شوي وو.

ساحل هم دا لیګ د افغانستان کرکټ د ودې او له اقتصادي اړخه افغان لوبغاړو او کرکټ بورد ته ډېر مهم ګڼي.

د افغانستان کرکټ بورد ویلي، چې د یاد لیګ د پرانستې ستره غونډه به په را روانې اګست میاشت کې ترسره شي او د یادې غونډې په ترڅ کې به د دویم پړاو سیالیو ځای او نېټې د کره کېدو ترڅنګ د لیګ په تړاو د رهبري شورا د کړنو په اړه معلومات هم وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG