د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

افغان کډوال وايي، له ایرانه د ایستل کېدو پرمهال یې شتمنۍ نه ورکول کېږي


د جون ۲۸مه، د هرات اسلام کلا بندر
د جون ۲۸مه، د هرات اسلام کلا بندر

 له ایرانه  یو شمیر تازه شړل شوي افغان کډوال وايي، د شتمنیو یوه برخه یې، په ځانګړي ډول د کورونو لپاره ورکړل شوې مخکینۍ (پیشکي)  پیسې یې لا هم په ایران کې پاتې دي.

یوه راستانه شوي کډوال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، د نیولو او شړلو پر مهال یې د خپلو وسایلو د ټولولو یا مالي حسابونو د تصفیه کولو وخت نه‌ درلود. دی وايي"موږ هېڅ شی له ځان سره نه دي راوړي، هر څه هلته پاتې شول، د کرایي کور لپاره مخکې ورکړل شوې پیسې چې څلور سوه میلیونه وې، هغه هم هلته پاتې شوې. نه کار لرو، نه پیسې لرو، نه کومه سرمايه. له یوه ناڅرګند او نامعلوم راتلوتکي سره مخ یو."

یو شمیر نور چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي ادعا کوي، چې ان د کاري تړونونو په چوکاټ کې د خپلو مالي حقونو، په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي او هڅو یې نتیجه نه ده ورکړې.

کډوال وايي، د نیولو او شړلو پرمهال یې د حسابونو تصفیې ته وخت نه درلود.

د دوی له ډلې هم یوه، د ورته ستونزې له امله د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل"موږ رسمي او قانوني قرارداد لرو، خو بالاخره هغه کارونه چې موږ کړي، دا اضافي کارونه دي، او د هغو قیمت تقریباً له ۳۰ څخه تر ۴۰ لکو افغانیو پورې دی. موږ څو څو ځله ورته وویل چې زموږ پیسې څنګه کېږي؟ خو له بده مرغه هغوی یې نه مني. زموږ ژوند هم سل فیصده په خطر کې دی. موږ دا فکر کوو چې یا به نن ونیول شو یا سبا. موږ یوازې نه یو، زموږ په شان زرګونه کسان په همدې سیستم مخته ځي."

په ورته وخت کې په تهران کې د افغانستان د " فروغ بخش"ځوانانو د ټولنې یو بنسټګر انجنیر لطیف مقصودي، وايي ډېری کډوال چې ایستل کېږي یا داوطلبانه ایران پرېږدي، نه شي کولای د کورونو پیشکي پیسې بېرته واخلي. هغه وايي"افغان کډوال چې کله غواړي افغانستان ته ستانه شي، نو په جېب کې یې ډېرې پیسې نه وي او یوازینۍ هیله یې هغه پیسې وي چې مخکې یې د کور (د پیشکي) لپاره ورکړې وي خو له بده مرغه، دا پیسې هم ډېری وخت د ایرانیانو له خوا بیرته نه ورکول کېږي. موږ له کډوالو سره مستقیم تماس لرو، او دا کیسې ټولې رښتینې دي، ان زموږ د کورنۍ غړي هم له همدې ستونزو سره مخ شوي دي."

په ایران کې افغانان کډوال د طالبانو له حکومت او نړیوالو ادارو غواړي چې د دوی حقوقي وضعیت، په ځانګړي ډول د مالي حقونو د تعقیب او د کار ورکوونکو د سرغړونو د مخنیوي برخې ته جدي پام وکړي.

له ایرانه د ستنول شویو کډوالو کیسه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

داسې مهال چې د طالبانو د حکومت اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، چې تازه اسلام کلا بندر ته تللی و، ویلي چې که د پولې هغې غاړې ته د افغان کډوالو حقونو ته زیان ورسېږي، د دوی حکومت به یې په جدي ډول تعقیب او هڅه به وکړي چې حقوق یې خوندي شي.

ملګري ملتونه وايي، له ایرانه راستنېدونکي افغانان بېړنیو خدماتو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د نوموړي په حواله لیکلي چې دوی د کډوالو وضعیت ته پوره پام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایرانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ډیر چټک شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه له ۲۵۶ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان د جون په ۳۰مه ویلي و، چې له ټولو ۷۱۴ زرو افغانانو څخه چې سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي، ۷۰ سلنه یې جبري ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو بیلابیلو ادارو ویلي، چې له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال ډیر بد حالت لري او عاجلو خدمتونو لکه اوبو، خوړو، پیسو او سرپناه ته اړتیا لري.

دغه ادارې خبرداری ورکوي، چې دې بې سارې راستنېدنې سرحدي سرچینې له سقوط سره مخ کړي او که نړیواله ټولنه د دې وضعیت پر وړاندې اقدام ونه‌کړي، افغانستان دا ناورین په یوازېتوب نشي مدیریت کولای.

XS
SM
MD
LG