ګمان دادی چې بریدکوونکي لومړی ځنګه ته اور اچولی او کله چې د اوروژنې کارکوونکي هلته ور رسیدلي، پر هغوی یې ډزې کړې دي.
د بریدکوونکي جسد د کوتني ښار په کنفیلډ غر کې له یوې وسلې سره یوځای موندل شوی دی.
د کوتني ښار د پولیسو مشر رابرت نوریس خبریالانو ته ویلي" د لومړنیو راپورونو له مخې مونږ باور لرو چې پیښه کې یوازې یوه بریدګر لاس درلود."
د برید لامل او انګیزه لا معلومه نه ده.
پخواني معلومات:
د امریکا د آیداهو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د اطفایې پر کارکوونکو برید شوی چې لږ تر لږه دوه تنه په کې وژل شوي.
هغوی د یوه لګیدلي اور مړه کېدو لپاره سیمې ته تللي وو.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ډزو دغه برید څو ساعته دوام درلود.
د آیداهو والي برد لیتل دغه برید " ناوړه" بللی دی.
د کوتني ښار پولیسو ویلي، د امریکا په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اور وژنې یو ټیم د کنفیلډ غره ته واستول شو چې لګیدلی اور مړ کړي، خو نیم ساعت وروسته له برید سره مخامخ شو.
سیمه کې د پولیسو مشر باب نوریس ویلي، معلومات یې ښيي چې د اطفایې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، تراوسه نه پوهیږي چې نور کسان هم په مرمیو لګیدلي او که نه.
هغه خبریالانو ته ویلي " مونږ نه پوهیږو چې سیمه کې څو تنه بریدکوونکي حضور لري، د مرګ ژوبلې کره شمېر هم نه لرو. اوس هم زمونږ په لور ډزې کیږي".
د پولیسو د دغه مسول په وینا، خلک له غره څخه د ښکته کېدو په حال کې دي او په خبره یې په ډاډ سره ویلی شي چې هلته برید کې نور خلک هم ایسار پاته دي.
د پولیسو مشر ګمان کوي چې بریدکونکي یوه خوندي ځای کې پټ دي او په لرې واټن ویشتونکو ټوپکونو باندې ډزې کوي.
هغه خپلو سرتیرو ته د ځوابي ډزو امر کړی دی.
د پولیسو په وینا د بریدګرو شمېر لا معلوم نه دی.
پولیسو له خلکو غوښتي چې له سیمې لرې اوسي.
هلته لګېدلی اور لا هم نه دی مړ شوی او د پولیسو په وینا د مهارولو لپاره یې اوسمهال هیڅوک نه شي لیږلی.
نننۍ پیښه د آیداهو ایالت په کوردالین ښار کې شوې. دغه ښار ۵۵ زره وګړي لري او د واشنګټن ایالت پولې ته نژدې پروت دی.
دغلته د کنفیلډ غر د پلي تګ او بایسکل ځغلونې لپاره په زړه پورې ځای دی او ونو باندې پوښل شوی دی.
تراوسه د برید انګیزه نه ده معلومه.