د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۱

افغانستان کې د داعش او ټي ټي پي ګواښونو ته د امریکایي قانون جوړونکو اندیښنې، طالبان یې ردوي


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې د جنوبي او مرکزي اسیا د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر وایي، له افغانستانه د بایډن ادارې د ناسم وتلو او د طالبانو له بیاواکمنېدو  وروسته جنوبي او مرکزي اسیا کې د ترهګریزو ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده.

بل هویزنګا د پنجشنبې په ورځ د دې کمیټې په یوې استماعیه غونډه کې وویل، افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو په ځانګړې توګه په خبره یې «د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان» ډلو په مرکز بدل شوی چې د خوندي ځایونو په لټه کې دي.

د امریکا د استازو جرګې د جنوبي او مرکزي اسیا د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر د اندېښنې په څرګندولو له افغانستانه جنوبي او منځنۍ اسیا ته د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو د ډېرېدو خبرداری ورکړ، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو په پټنځای بدل شوی چې غواړي په سیمه ییزه او ان نړیواله کچه د حملو لپاره خپل ځواکونه او وړتیاوې لوړې کړي
بل هویزنګا

بل هویزنگا د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۶مه) ناوخته د جنوبي او منځنۍ اسیا د وضعیت اړوند د دې کمیټې یوې استماعیه غونډه کې وویل چې د دوحې تړون کې د طالبانو له ژمنو سربېره، افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو په مرکز بدل شوی چې د ده په خبره د خوندي ځایونو په لټه کې دي."له افغانستانه د بایډن د ادارې له ناسم او کمزوري وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د ترهګرو ګواښونو فضا په پام وړ توګه بدله شوې ده، د دوحې په تړون کې د طالبانو له ژمنو سربېره، افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو په پټنځای بدل شوی چې غواړي په سیمه ییزه او ان نړیواله کچه د حملو لپاره خپل ځواکونه او وړتیاوې لوړې کړي."

ګانګرس کې د میشیګان ایالت دې جمهوري غوښتونکي استازي د داعش خراسان څانګه( ای اس ای اس -کې) او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په سیمه کې تر ټولو مهم او زیات ګواښوونکي یاد کړل.

د امریکا د استازو جرګې د یادې کمیټې مشر په غیر مستقیم ډول د داعش-خراسان د ځپنې په برخه کې د طالبانو ناکامۍ ته اشاره وکړه، ویې ویل"طالبان د بریا ادعا کوي او وایي هڅه کوي د داعش-خراسان څانګې ګواښ له منځه یوسي، خو په حقیقت کې دا ډله له بې ګناه ملکي خلکو نیولې تر طالب چارواکو پورې ټول په نښه او خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او دغه شان دا ډله له منځنۍ اسیا او ان له دې سیمو بهر له ټولنو د ګمارنو او افراطیت غځولو هڅه کوي."

دغه امریکایي چارواکي په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر ابي ګېټ کې د داعش-خراسان څانګې بریدونه، په روسیه او ایران کې د دې ډلې عملیات، او د پاریس د دوبي اولمپیک نښه کولو لپاره ناکامه هڅه په سیمه کې د دې ډلې د فعالیتونو د مهمو مثالونو په توګه یاد کړل.

د جنوبي او منځنۍ اسیا د وضعیت اړوند د متحدو ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو چارو فرعي کمیټې دې استماعیه غونډه کې یو شمېر ډیموکراتو غړو هم په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ ضد پر مبارزې ټینګار وکړ.

د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ چارواکې لیذا کورټېس دې ناستې ته چې د کانګریس غړو پوښتنو ته ځواب ورکاوه، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ټینګار تر څنګ وویل، طالبان د ترهګرو پر ضد مبارزه کې ځکه ښه ملګري نه شي کېدای چې په خبره یې وړاندې ترې القاعده ډلې سره په اړیکو تورن او په افغانستان کې دننه د خلکو خصوصا د ښځو د حقونو ناقضین بلل کېږي.

د طالبانو حکومت بیا د بل هویزنگا څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکي، چې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې نشته او په ټکو یې افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پرخلاف وکاروي.

د طالبانو حکومت مخکې ترهګرو ډلو سره خپله هر ډول اړیکې هم رد کړې دي او ویلي، د ښځو حقونه یې هم د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» ویاند محمد خراساني د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې د دې نویو څرګندونو اړوند د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نژدې یوه اونۍ مخکې یې ازادي راډیو سره خبرو کې افغانستان کې د دې ډلې شتون رد کړی و.

د طالبانو حکومت داسې وخت دا څرګندونې ردوي چې نژدې درې میاشتې مخکې داعش ډلې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په ګډون تر هغه مخکې او وروسته ګڼ ملکیان هم وژلي او په نښه کړي دي.

دغه شان، د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو په اوږدو کې د پاکستاني پوځ لخوا وخت ناوخت د ټي ټي پي د نښتو او مرګ ژوبلو ادعاوې او راپورونه خپرېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي چارواکي په افغانستان او سیمه کې د داعش او ټي ټي پي د بریدونو او فعالیتونو د پراخېدو اړوند اندېښنې مطرح کوي بلکې تر دې مخکې هم دوی ورته څرګندونې کړې دي، همهاله ځني پاکستاني چارواکو، په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم په دې اړه اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG