افغان کډوال وايي د امنیتي ګواښونو له امله یې ایران ته پناه وړې، خو اوس هلته هم خوندي نه دي.
له دې ډلې په تهران کې استوګن یو افغان چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:
«زموږ وضعیت ډېر خراب دی، ټول په ویره کې یو، ټول دوکانونه تړل شوي دي، انترنیت سم کار نه کوي، ان لومړني خوراکي توکي په ډېرې سختۍ پیدا کوو، وچه ډوډۍ نه پیدا کیږي، موږ ټول ډېر ډاریږو، بېرته افغانستان ته هم نه شو تللی ځکه هلته مو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی، له یو نامعلوم وضعیت سره مخ یو.»ایران کې افغان کډوال
خو په قزوین کې میشت یو بل افغان کډوال چې ده هم د ورته ستونزې له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم پوهېږي چې ممکن په افغانستان کې هم ګواښونه وي، خو اړ دی چې بېرته هېواد ته ستنون شي.
ده هم د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
«وضعیت ډېر خراب دی، د کارونو مالکان ټول افغانان له کارونو رخصتوي، او ورته وايي چې خپل وطن ته ولاړ شئ، ډېرو افغانانو کورونه پریښي دي، وضعیت ډېر سخت دی ان یوه وچه ډوډۍ په ښار کې نه پیدا کیږي، افغانان اړ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، بله لاره نه لرو.»
دغه اندېښنې داسې مهال دي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې او نښتو له پراخېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یکشنبه د امریکا خلکو ته په یو پیغام کې په رسمي ډول اعلان وکړ چې د امریکا الوتکو د ایران پر درېو اټومي سایټونو، فردو، نطنز او اصفهان، بریالي بریدونه کړي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې ایران باید سوله وکړي، کنه د لا زیاتو بریدونو شاهد به وي.
له دې بریدونو مخکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر يحقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، ویلي وو چې له پنځه میلیونو څخه زیات افغانان، چې په ایران کې مېشت دي، د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.
نوموړي د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې د ایران له حکومت وغوښتل چې نړیوالو قوانینو ته په درناوي سره د افغانانو، په ځانګړې ډول د کډوالو، ساتنه وکړي.
له کومه چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه پیل شوې، په ایران کې میشت افغانان د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه یکشنبه د جون ۲۲ مه د لسمې ورځې لپاره هم دوام لري.
لا هم دواړه خواوې یو پر بل هوايي بریدونه کوي چې ګڼو ملکیانو ته هم په کې مرګژوبله اوښتې ده.
مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د اسراییلو په بریدونو کې ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.