ټرمپ وړاندې وویل، امریکا اوس له ایران سره د اوربند په لټه کې نه ده او "مطلقه بریا" غواړي.
د هغه په ټکو، له اټومي وسلو د ایران د محرومولو لپاره ښايي دا ځلې "جګړه" وکړو.
ټرمپ د جګړې طرحه تایید کړې خو پریکړه يې نه ده کړې
امریکایي ورځپاڼې وال سټریت ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید طرحه تصویب کړې ده.
دغې ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي، "ټرمپ د سه شنبې په ماښام خپلو مشاروینو ته ویلي و چې پر ایران د برید طرحه تصویبوي، خو لا هم په تمه دی چې ایران د اټومي پروګرام په اړه څه پریکړه کوي".
د راپورونو له مخې، ښايي په غرونو کې پټ د ایران اټومي تاسیسات د امریکا لومړی هدف وي.
امریکا خپل پوځي تجهیزات له سیمې ویستي
نن پنجشنبې رویترز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا خپل "زیانمنونکي" پوځي تجهیزات له سیمې ویستلي دي.
د دغو چارواکو په خبره، د بحرین په بندر کې امریکايي اوبتلې او کښتۍ او د قطر د العدید هوايي ډګړه امریکايي الوتکې ویستل شوي دي.
رویترز له دې وړاندې راپور ورکړی و چې د سون توکو رسونکې امریکايي الوتکې له اروپا د منځني خیتځ پر لور تللي، او ډیرې جنګي الوتکې هم په سیمه کې راټولې شوې دي.
امریکايي ډیپلوماټان له تل ابیب څخه ووتل
د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه کې دا پرمختګونه په داسې حال کې دي، چې یو شمیر امريکايي ډیپلوماټان په پوځي الوتکو کې امریکا ته انتقال شول.
پرون ماښام اسوشیټدپرس خبري اژانس راپور ور کړ چې په تل ابیب کې د امریکا سفارت خپل یو شمیر غیرضروري کارکوونکي او د هغوی کورنۍ امریکا ته انتقال کړل.
اسراییلي چارواکو له تل ابیبه د امریکايي ډیپلوماټانو وتل تایید کړي دي.
که څه هم روښانه نه دی چې امریکا خپل څو ډپیلماټان له اسراییلو ویستي، خو اسوشیټډپرس لیکي چې دا اقدام له اسراییلو سره د ایران پرضد د اسراییلو د ښکېلتیا په مانا دی.
په عین حال کې رویترز راپور ورکړی چې تمه ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو شمیر اروپايي وزیرانو سره وګوري.
رویتزز د یوې سرچینې په حواله لیکلي، "تمه ده عراقچي د جمعې په ورځ د جرمني، فرانسې، برتیانیا او د اروپايي ټولنې له یو شمیر نورو وزیرونو سره په جینوا کې وګوري".
د ایران دولتي ټلویزون هک شوی
د ایران په دولتي ټلویزیون صدا او سیما کې د تیر۱۴۰۱کال د ایران د رژیم خلاف د لاریونونو د ویډیوګانو له خپریدو وروسته دې تلویزون اعلان وکړ چې هک شوی دی.
د هک پرمهال د صدا او سیما له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې خلک د رژیم پرضد پاڅون ته هڅول کیږي او له خلکو غوښتل کیږي چې سړکونو ته ووځي.
د ایران دا دولتي ټلویزون وروسته له هغې هک کیږي چې دوه ورځې مخکې اسراییلو پرې بریدونه وکړل.
نن پنجشنبې اوومه ورځ ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ توده جګړه روانه ده او دواړو خواوو ته يې درانه تلفات اړولي دي.